دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهامیرخان متقي له حامدکرزي او عبدالله عبدالله سره کتلي دي

امیرخان متقي له حامدکرزي او عبدالله عبدالله سره کتلي دي

تاند (دوشنبه د اسد ۲۵) د طالبانو د مشرتابه شورا غړی امیرخان متقي کابل ته راغلی دی او له پخواني ولسمشر حامدکرزي او عبدالله عبدالله سره یې کتلي دي.

سرچینې وایي، چې د طالبانو د مشرتابه شورا غړي او د دې ډلې د ارشاد او دعوت کمېسیون رییس امیرخان متقي نن له پخواني ولسمشر حامدکرزي او عبدالله عبدالله سره په کتنه کې د اوسني وضعیت او د راتلونکي نظام د جوړښت په هکله یې خبرې کړي دي.

بل خوا پخواني ولسمشر حامد کرزی له عبدالله عبدالله سره په یوه ګډ ویډيويي پيغام کې وایي چې د طالبانو له مشرانو سره یې مثمرې خبرې روانې دي.

نوموړی وایي، چې د طالبانو له مشرانو سره یې د کابل د وضعیت د عادي کېدو او نورو لازمو مسایلو په هکله خبرې روانې دي.

کرزي هیله څرګنده کړې چې ګوندې له طالبانو سره د دوی دغه تماسونه مثبته پایله ورکړي.

اخوا عبدالله عبدالله وایي چې نویو بدلونونو خلک له سخت حالت سره مخ کړي دي او هیله من دی، چې په دې برخه کې د دوی هڅې مثبته پایله ورکړي.

نوموړی وایي، ټولو هڅې یې د کابل ښاریانو د آرامتیا او د سولې د رامنځته کېدو په پار دي او پر طالبانو سربېره یې له یو شمېر نورو سیاسي مخورو سره هم خبرې کړي دي.

بل خوا تاند ته یوې باوري سرچینې وویل چې ټاکل شوې ده، حامدکرزی، عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د خبرو لپاره دوحې ته ولاړ شي.

دا په داسې حال ده چې تر دې وړاندې امیرخان متقي ویلي دي،چې د راتلونکي نظام په هکله به هغه کسان پرېکړه کوي،چې اوس یې د واک واګي په لاس کې دي.

طالبانو تر دې وړاندې ویلي، چې د واک د انحصار په لټه کې نه دي او د یوه ټولشموله اسلامي دولت جوړېدل غواړي.

1 COMMENT

  1. عجیبه ډراماتیکی پیښی دی.
    په مجازی دنیا کی د افغانستان د ۲ میلونو باسوادو ( مثلاً ) کسانو له جملې څخه زر کم ۲ میلونو کسانو ( د طالب د خواخوږو په ګډون ) هره ورځ لږ تر لږه درې GG کنځاوی ( Orginal کنځاوی ) د کرزی او عبدولا او ګلب الدین حضور ته ډالۍ کړیدی خو نن ورځ همدا درې کسان د فِلم د سناریو په ګونګۍ او مړه زاویه کی تر سترګو کیږی. ممکن له طِبی نظره د ډیرو کنځاوو د هضم استعداد ، د بخت ستورئ نور هم ځلَوی.
    بله دا چی په هوائی ډګر کی په روانه الوتکه پسی د خلګو ځغستاوی د یوویشتمی پېړۍ اوومه ثبت سوې عجوبه ده او ممکن ددې عجوبې ریکارډ په دوه ویشتمه پېړۍ کی هم همداسی تازه او نه ماتېدونکئ ریکارډ وی.
    یو بل ریکارډ:
    د امیرخان متقی د ږیری وریښتان ۲۵ کلونه مخکی تر نن ورځی سپین وه.
    بله دا چی:
    د ژوند د دوام هیله یوه فطری غریزه او حتی دینی وجیبه ده خو زموږ د ټولنی د عوامو ورځنی ژوند د تریخوالی تر څنګ د عجیبو پېښو د مشاهدې خوږوالئ هم لری.
    بله دا چی:
    ملا برادر ته د رکیکو کنځاوو له بابته له ګرانو لوستونکو څخه بخښنه غواړم، روحی فشارونه دی، ځینی وختونه ئې زغم سخت وی.وطن او وولس دی زما غوندی د وطن څخه لیری کسانو همدا روحی تشویشونه په ” خدمت ” ومنی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب