تاند(سې شنبه، د اسد ۲۶) په ملګروملتو کې د پاکستان دایمي استازي مُنیراحمد خان وویل، طالبانو ویلي چې دوی یو ټولشموله حکومت مني.
منیراحمد خان همداراز وویل، طالبان هیله لري چې داسې یو حکومت جوړ کړي چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي.
ده زیالته کړه«موږ غواړو چې د دوی د خولې خبره وکړو، موږ همدې خوا ته روان یوو او همدا وجه ده چې موږ د غیر پښتنو افغانانو استازي اسلام اباد ته رابللي دي. موږ له دوی سره په خبرو بوخت یوو. دوی هم موافق دي چې په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره له طالبانو سره خبرې وکړي. موږ هیله لرو چې هلې ځلې به مو بریالۍ شي.»
منیر احمد خان دا څرګندونې د دې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې ایا پاکستان یو وار بیا د طالبانو رژیم په رسمیت پېژني؟
پاکستان د یکشنبې په ورځ، چې طالبان کابل ته راننوتل او اشرف غني له هیواده ووت، کابل ته یوه ځانګړې الوتکه رالیږلې وه چې کریم خلیلي، یونس قانوني، احمد ضیا مسعود، لطیف پدرام، صلاح الدین رباني او محمد محقق یې اسلام اباد ته یوسي.
ټاکل شوې ده چې دوی په اسلام اباد کې درې ورځې تېرې کړي.
ویل کېږي چې پاکستان په افغانستان کې د یوه داسې حکومت پلوی دی چې کلک مذهبي پښتانه او افغانستان ته لږ وفادار غیر پښتانه پکې مهم رول ولري.
دوی فکر کوي چې دا ډول یو حکومت د پاکستان ګټې خوندي کولی شي.