یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکرزی، عبدالله او حکمتیار له طالب مشرانو سره د خبرو لپاره دوحې...

کرزی، عبدالله او حکمتیار له طالب مشرانو سره د خبرو لپاره دوحې ته روان دي

تاند(سې شنبه، د اسد ۲۷) ټاکل شوې ده چې نن پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ملي مصالحې پخوانی ريیس عبدالله عبدالله او د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار دوحې ته لاړ شي.

دوی، چې د یکشنبې په ورځ له هیواده د ولسمشر اشرف غني له وتلو وروسته په خپل سر د همږغۍ شورا اعلان کړه، غواړي چې د طالبانو له مشرانو سره وویني.

ښاغلیو کرزي، عبدالله او حکمتیار تمه لرله چې کابل ته د طالبانو د مشرانو تر رسېدو پورې به د دې ښار اداره په لاس کې لري خو د دوی له اعلانه لا یو ساعت نه و پوره شوی چې طالبانو د ارګ په شمول د ټول کابل ښار امنیت په خپل لاس کې واخیست.

الجزیرې او رویټرز خبري اژانس ویلي چې حامد کرزی، عبدالله او حکمتیار نن دوحې ته روانیږي.

په راپور کې په دقیق ډول نه دي ویل شوي چې دوی به له طالب مشرانو سره پر کومو موضوعاتو خبرې کوي.

راپورونه وايي چې طالب مشران د امریکا، پاکستان او قطر له لوري تر فشار لاندې دي چې ټولشموله حکومت ته لاره هواره کړي.

له همدې کبله تر دې دمه طالب مشران کابل ته نه دي راغلي او خپل حکومت یې نه دی اعلان کړی.

2 COMMENTS

  1. دا هېواد پلورونکي اوس د ځان د بقا لپاره یو څه غواړي. داسې خاینانو ته باید په هېڅ صورت په راتلونکي حکومت کې ځای ورنکړل شي. ځکه دا پست خلک نه د قوم استازي دي او نه هم پاکه ماضي لري. طالبان باید پاک خلک د قومونو په استازیتوب د ځان سره په حکومت کې شامل کړي او خپله هم پاک او خدمتګار واوسي. مننه

  2. all three are corrupt.all three are sold out.
    all three are enemy of afghanistan.
    DOCTOR ASHRAFGHANI WAS REAL HONEST AFGHAN/BUT THIS THREE THEFT ALWAYS WAS PROBLEM
    FOR DOCTOR SAHIB GHANI.
    ANY WAY NOW AFGHANISTAN WILL CONTRLLED BY PAKISTANI.
    WE LOST FREDOM FOR PUNJAB ADMINISTRATION.
    DEATH ON PUNJAAB

    DEATH ON EMARAT PAKISTANI IN KABUL

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب