جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپاکستان د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د بندیزونو د نرمولو په...

پاکستان د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د بندیزونو د نرمولو په لړ کې کورنۍ الوتنې پیل کړې

تاند(دوشنبه، د ثور ۲۸) پاکستان، چې هڅه کوي د کورونا د خپرېدا د مخنیوي لپاره لګول شوي بندیزونه لېرې کړي، له نژدې دوو میاشتو وروسته د لومړي ځل لپاره د لویو ښارونو ترمنځ کورنۍ الوتنې پیل کړې.

د پاکستان حکومت د هوايی سفرونو لپاره دا شرط ایښی چې سپرلۍ به ماسک کاروي او د دوو سپرلیو ترمنځ به یو سیټ تش پرېښودل کېږي.

خو نړیوالې الوتنې به د روانې مې تر پایه (۳۱) لغوه وي.

د پاکستان د هوايي شرکت پي آی اې لومړنۍ الوتکه، چې ۸۴ سپرلۍ پکې سپره وه، د شنبې په ورځ له کراچۍ څخه لاهور ته لاړه. له دې سره په یو وخت د خصوصي هوايي شرکتونو الوتکې له کراچۍ څخه اسلام اباد او لاهو ته والوتې.

د پاکستان د ملکي هوايي چلن ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د لویو ښارونو ترمنځ په سفر کې ستونزو ته په کتو مرکزي حکومت د مې له شپاړسمې څخه د اسلام اباد، لاهور، کراچۍ، پېښور او کوټې له ۵ لویو هوايي ډګرونو څخه محدود شمېر الوتنو ته اجازه ورکړې ده.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، ټولې الوتکې تر پرواز مخکې باید په میکروب وژونکو موادو ومینځل شي، د سپرلیو ترمنځ لږترلږه یو سیټ خالي پرېښودل شي، د ماسک اغوستل او د لاس مینځونکي میکروبي ضد مایع استعمال هم ضروري دي.

همداراز به په الوتکه کې هیڅ راز خوړو او څښاک ته اجازه نه وي.

د پاکستان د ملکي هوايي چلن وزارت پرون په الوتکه کې د ناستو سپرلیو عکسونه خپاره کړل چې له یو بله لېرې ناست ښکاري.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د جمعې په ورځ وویل چې هیواد یې تر نامعلومې مودې پورې ګرځبندیز یا ټولبند زغملی نه شي او خلک باید له دې وبا سره ځان عیار کړي.

عمران خان په یوه خبري غونډه کې، چې د کابینې یو شمېر غړي هم ورسره ملګري ول؛ وویل، د هیواد له طبي کارکوونکو غواړي ۲۵ ملیونه غیر رسمي کارګرو ته د کار موندلو په خاطر بندیزونه پای ته ورسوي.

له دې مخکې صدراعظم عمران خان لمونځ کوونکو ته اجازه ورکړې وه چې د روژې په مبارکه میاشت کې د جماعت لمونځ په جوماتونو کې ادا کړي، خو د پټان په نوم د یوې غیر حکومتي ټولنې څېړنې ښيي چې په جوماتونو کې هېڅ‌راز وقایوي تدابیر لکه د خلکو ترمنځ جسمي واټن، د ضد عفوني موادو کارول او له ماسکونو څخه استفاده په پام کې نه‌نیول کېږي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان حکومت د هېواد د ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله د محدودیتونو د لیرې کولو پرېکړې ته اړ وتی دی.

د پیسو د نړیوال صندوق او نړیوال بانک د اټکلونو له مخې اوسنی حالت ښايي پاکستان په راتلونکي کې د یوه لوی اقتصادي بحران خوا ته بوځي.

پاکستان تراوسه پورې د ۳۸ زرو تنو کورونا وایرس تثبیت کړي او ویلي یې دي چې په دې وایرس د ۸۳۴ تنو د مړینو راپور یې ترلاسه کړی دی خو باور کېږي چې په دې هیواد کې به تر دې خورا زیات کسان په کورونا وایرس اخته شوي یا مړه شوي وي ځکه چې د لوېدیځو هیوادونو په شان په وروسته پاتې هیوادونو کې اکثره خلک د کورونا وایرس لپاره نه ټیست کېږي.

پاکستان شااوخوا ۲۲۰ میلیونه نفوس لري او د کرونا ویروس د مخنیوي په مقصد لګول شویو بندیزونو د ملیونونه وګړو کاروبار زیانمن کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب