شنبه, جون 1, 2024
Homeمقالېتر سیاسي هوکړې وروسته سولې ته نوې هیلې

تر سیاسي هوکړې وروسته سولې ته نوې هیلې

عبدالله خان

پرون یکشنبه د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د واک د ویش پر سر سیاسي هوکړه لاسلیک شوه. د هوکړې له مخې ډاکټر عبدالله د ملي مصالحې عالي شورا رئیس وټاکل شو. سربیره پردې د ډاکټر عبدالله ټاکنیزې ډلې ته به په کابینه کې نیمايي برخه او عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ افتخاري رتبه هم ورکول کیږي. که څه هم د دولت په اډانه کې د سولې عالي شورا شتون درلوده، خو دغه شورا تر ډیره حده نمایشي بڼه لرله او داسې کومه خاص لاس ته راوړنه یې هم نه درلوده. نو د داسې شورا شتون د نه نشتون په حساب وو. هو، البته د سولې پخوانۍ شورا د دولت په محدودو مالي امکاناتو یو ستر بوج وو. دا چې د هوکړې ټول متن لا تر اوسه رسنیز شوي نه دی، که چیرې هغه متن چې پخوا خپور شوی وو، صحت ولري، نو د ملي مصالحې عالي شورا  تر څنګه به د دولت عالي شورا هم وي چې پدې سره به دوه معتبرې شوراګانې د حکومت په اډانه کې رامنځ ته شي. 

د ډاکټر عبدالله تر مشرۍ لاندې د ملي مصالحې عالي شورا بې ساري اجرائيوي او مالي صلاحیتونه لري. د دې ترڅنکه د دولت عالي شورا، چې د پخوانیو جهادي رهبرانو او د یو شمیر ملي شخصیتونه نه جوړیږي، هم یو بې ساری ګام بلل کېږي. که څه هم دولت وخت په وخت د جهادي او ملي شخصیتونو نه په ملي او نړیوالو مسایلو کې مشورې اخیستي، خو دا مشورې د یوې منظمې اډانې لاندې نه وي، او تل به مشورو اجرائيوي بڼې نه درلودې. دا چې د دولت عالي شورا د یوې منظمې اډانې لاندې رامنځ کېږي، ښایي حکومت به هغه یو شمیر مهمې ملي او په نړیوالو چارو کې سپارښتنې چې د دغې شورا له ادرسه وړاندې کېږي، عملي کړي.

ولې امریکا ته سیاسي هوکړه اهمیت لري؟

دا چې د تیرو ولسمشریزو ټاکنې جنجالي شوي، ور سره سم یې د سولې پر پروسې باندې هم منفي اغېز وکړ. تر ډیرو منډو ترړو وروسته امریکا پدې شرط د ولسمشر غني د لوړې د مراسمو نه ملاتړ وکړ چې د لوړې تر مراسمو وروسته به تر خپلې مشرۍ لاندې یو همه شموله حکومت رامنځ ته کوي. دا دی د څه باندې دوو میاشتو ناندرو وروسته نن د همه شموله حکومت هوکړه لاسلیک شوه. دا چې امریکا ته تر هر چا زیاته سیاسي هوکړه مهمه وه، د هوکړې تر لاسلیک کیدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله سره تیلیفوني خبرې وکړې او دواړو مشرانو ته یې مبارکي وویله. زلمي خلیلزاد، یوناما، ناټو او پاکستان هم د هوکړې هرکلی کړی دی. 

ولې خلیلزاد په ټوېټ کې غوښتي چې د ملي یووالي حکومت تېروتنې باید تکرار نه شي؟

دا چې نن سبا امریکا ته په افغانستان کې د سولې راوستل لومړیتوب لري، نو زما په ګمان د خلیلزاد اشاره ښایي د حکومت هغو ویناوو او اقدامات ته وي چې په تېر کې یې د امریکا په نظر د سولې په وړاندې خنډونه رامنځ ته کول. د بیلګې په توګه، کله چې د سولې خبرې پیل شوي، او لا په ډېرو لومړنیو مرحلو کې وي، چې د ولسمشر لخوا د سولې پر پروسې باندې توندې نیوکې پیل شوي. دغو نیوکو امریکا ته یو ډول سرخوږی جوړ کړو، آن تر دې چې د ملي امنیت شورا مشاور په امریکا کې په یوه ناسته کې په خلیلزاد باندې تور پورې کړ چې ګواکې نوموړی په افغانستان کې د Viceroy (وای سرای د انګلستان د شاهي نظام هغه چارواکي ته ویل کیده چې د هندي مستعمرې مشرې یې کوله) په څیر رول لوبوي. دې څرګندونو د امریکا توند غبرګونونه راوپارول او د امریکا او افغان حکومت تر منځ ډپلوماتیکې اړیکې لاپسې ترېنګلې شوي. تر دې وروسته هم د امریکا او افغان حکومت ترمنځ د سولې اړوند د نظر اختلاف دوام وکړ. 

ولې د ډاکټر عبدالله تر مشرۍ لاندې د عالي مصالحې شورا ته امریکا خوشبینه ده؟

که د یو لوري ولسمشر غني د سولې په هکله خپلې انديښنې درلودې او د حکومت درېځ دا وو چې د سولې د خبرو په پایلو کې افغانستان باید د یوې داسې با عزته سولې خاوند شي، چې د تېرو ۱۸ کلنو لاس ته راوړنې په کې ضایع نه شي، بل لوري ته بیا د ملي یووالي اجرائيوي رییس ډاکټر عبدالله د سولې راوستلو لپاره هیڅ داسې شرط نه درلوده چې له مخې یې د سولې پروسه ټکنۍ شي. ډاکټر عبدالله به تل په رسمي او غیر رسمي ناستو کې د سولې د پروسې نه ملاتړ کاوه. د سولې په وړاندې د ډاکټر عبدالله پرته له کوم قیدو شرطه ملاتړ هغه څه وو چې امریکا په افغانستان کې غوښتل. ښه بیلګه یې د امریکا د پخواني سفیر جان بس سره د ډاکټر عبدالله دوامداره ناستې وي. دغو ناستو ډاکټر عبدالله ته په ډپلوماتیک ډګر کې ځکه ګټه کړی چې د ناټو غړي هېوادونه د سولې پروسې نه ملاتړ کوي. 

که څه اوس هم ولسمشر غني د سولې پروسې په هکله ژورې اندیښنې لري او هغه دا چې د طالبانو نه د بشپړه اوربند غوښتنه کوي تر څو د ټولو بندیانو د ازادولو او د سولې راوستلو لپاره مناسب چاپیریال رامنځ ته شي، خو طالبانو بیا خپلو بریدونه ته زور ورکړی دی او پدې ټینګار کوي چې د دوحې تړون سره سم باید د دوی ټول ۵۰۰۰ بندیان ازاد شي. افغان حکومت تر اوسه پورې ۱۰۰۰ طالب بندیان ازاد کړي دي، خو طالبان او امریکا د افغان حکومت نه غواړي تر څو باقي پاتې ۴۰۰۰ طالب بندیان هم ازاد شي او افغانانو خپلمنځې خبرو ته لار هواره شي.

دا چې ډاکټر عبدالله اوس د عالي مصالحې شورا رئیس شو، اوس به ولسمشر غني ته ستونزمنه وي چې د دوو عالي شوراګانو په شتون کې د سولې خبرې د خپلو شرایطو سره سمې روانې کړي. امریکا ته داوړه عالي شوراګانې نوی فرصت پلاس ورکوي تر څو پر ولسمشر غني فشار راوړي او د سولې پروسه بشپړه کړي. ډاکټر عبدالله خو لا وار له مخې د امریکا سره د سولې په راوستلو کې همغږی دی. زما په آند، سیاسي هوکړې د سولې لپاره یو نوی فرصت رامنځ ته کړ او ښايي چې امریکایان به د دغه نوي فرصت نه پوره ګټه واخلي. او بله دا چې هغه مشهوره وینا چې توپ اوس د ډاکټر عبدالله سره دی. 


د لیکوال په اړه:
ښاغلی عبدالله خان د ننګرهار اوسیدونکی دی خو اوس په بریتانیا کې اوسي. ده په حکومت، سیاست او پالیسۍ کې د انګلستان له Birkbeck, University of London پوهنتون څخه ماستري اخیستې ده او یو شمېر لیکنې او شننې یې په انګلیسي ژبه خپرې شوي دي.
ښاغلي عبدالله خان دا دندې هم ترسره کړي:
د لوړو زده کړو د وزارت د پالیسۍ او اصلاحاتو مشاور
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پالیسۍ او اصلاحاتو مشاور
د یوناما د سیاسي چارو د حکومتوالۍ د چارو پروګرام افسر
د ډي ډي آر د قومندانانو د برخې مرستیال

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب