ایفون پرومکس موبایل یې سترګو ته نږدې کړ او فاتحانه موسکا یې وکړه.
میرمن یې ور غږ کړ:
لکه چې بیا دې کوم مامور صفت کړی؟
جناب، موبایل ور وړاندې کړ او بیا یې ویل:
وګوره، بزرګې!
یو تاته قدر نه لرو، خلک مو اوس په قدر پوه شوي.
چا لیکلي و:
له نشت حکومته فاسد حکومت ښه دی!
نعمان دوست
د زمري ۱۰، ۱۴۰۰