کله چې زبرځواکونه یا استعماري کړۍ د یوه هېواد اور ته مخه کوي، لومړی يې د خپلو موخو له پلوه بشپړ څېړي او د ځان لپاره څرګندوي چې د څه او کومې ګټې لپاره هلته قدم ږدي. د اقدام لپاره لومړیتوبونه مشخصوي او پر پلان د اوږدې مودې لپاره کوي.
که چېرې دوی ته د يوه هېواد د شتمنیو لوټول او ځبېښل په کار وي نو دوی ته هلته یو څه رغونه او امنیت په کار دي. تر څو په سړه سینه خپلې موخې سر ته ورسوي.
کوم ځای کی چې دوی ته لوټول په دويمه درجه کې وي، دوی هلته تل جګړې او ناامني رامنځ ته کوي او کوښښ کوي چې هغه سیمه یا هېواد له تمدن څخه لیرې وساتي او په هېڅ ډول د رغونې کار ته پاملرنه نه کوي.
کله چې انګرېزان هند ته راغلل، هند دوی ته د لوټولو او د ځبېښلو لپاره په کار و. نو ځکه يې هلته د کارخانو جوړولو ته اړتیا وه، د رېلګاډو د پټلیو یا رېللارو غزولو ته يې اړتيا وه، د لویو کښتیو صنعت او غښتلې کرنې ته يې اړتيا وه.
نو ځکه يې په هند کې د خپلو موخو لپاره د رغونې ځینې کارونه هم تر سره کړل، چی نن هم هند او پاکستان ترې ګټه پورته کوي.
له بده مرغه افغانستان د انګرېزانو لپاره د روسانو، فرانسویانو، ايرانيانو، جرمنيانو او ترکانو پر ضد د سنګر په توګه په کار و. افغانستان د دوی لپاره د خېز یوه تخته وه. د افغانستان په هکله د روسانو، فرانسویانو او انګرېزانو هم همدا هيلې وې چې د یوه دهلېز يا پله په توګه هند ته د تېرېدلو لپاره ګټه پورته کړي.
همغه و چې افغانستان يې تل په جګړو کې وساته او هغه ځينې برخې چې د دوی لپاره په راتلونکې کې هم په کار وې، له تمدن او پرمختګ څخه يې لیرې وساتلې چې شمالي او سهيلي وزيرستان يې لويې بېلګې دي.
له تاریخ زده کړه په کار ده. تر څو چې موږ په دې پوه نه شو، چې خپل هېواد په خپله اباد نه کړو او له نيابتي جګړو څخه يې لیرې ونه ساتو مانا دا چې موږ په لوی لاس د خپل کور د ورانۍ مسؤل یو.
که نن هم وګورو د امريکايانو او غربيانو لپاره افغانستان د دې لپاره په کار نه دی چې دوی دلته رغونه وکړي، امنیت راولي او دولت جوړونه وکړي.
دوی ته افغانستان د يوه دهلېز او يا دالان په توګه منځنۍ اسيا هېوادونو ته د نفوذ لپاره په کار دی. د دې تر څنګ له نږدې څخه د ایران او روسيې د څارلو لپاره په کار دی او د چین د پرمختګ د ورو کولو لپاره د اهمیت وړ دی.
د پورتنیو موخو د لاس ته راوړلو لپاره د دوی یو جګړه ییز او نا امن افغانستان په کار دی.
څو ورځې مخکې د امريکا جمهور رئیس جوبایډن په څرګندو ټکو وویل:«موږ افغانستان ته د دولت او ملت جوړونې لپاره نه و ورغلي، موږ د ټروریزم د ټکولو لپاره هلته لاړ و او هغه موخه مو تر لاسه کړه.»
خبره دلته ده چې ولې موږ نه پوهېږو او ولې له تاريخ څخه زده کړه نه کوو. په خپله خپل هېواد ویجاړوو، په خپله یووالي ته ژمن نه یو، په خپله يو او بل وژنو، په خپله نورو ته نوکرۍ کوو، په خپله په سوله کې ژوند نه غوره کوو او بيا د دې ټولو مسؤلیت د بل پر غاړه اچوو او په خپله مسوليت نه منو.
سمه ده چې د خپل کور په سوځولو کې ګوګرد د هغوی دی، خو له بده مرغه لاس او عمل زموږ دی. د سون توکي موږ یو.
پردي هېڅکله پر موږ رحم نه کوي، تر څو چې موږ په خپله پر ځان رحم ونه کړو.
بهرنیانو تل زموږ لپاره تور نیت درلود او اوس يې هم لري، دوی په دوستۍ کې زموږ سره دښمني کوي، موږ له يوه او بل سره جنګوي، موږ لوټي، موږ وژني، خو موږ په رډو- رډو ورته ګورو او نه له تاريخ او نه له حال څخه زده کړه کوو.
تاريخ روان دی، که اوس هم وغواړو چې د راتلونکو نسلونو لپاره د ښو او پر ځای کړنو بېلګه شو په کار ده چې د بهرنیانو په پوچو توطئو ځان خبر، او ښکار يې نه شو.