یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني د ټليفون له لارې د معاشونو د ورکړې پروګرام پرانیست

ولسمشر غني د ټليفون له لارې د معاشونو د ورکړې پروګرام پرانیست

تاند(دوشنبه، اسد١١) – د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې د ټلیفون له لارې د معاشونو د ورکړې پروګرام نن په ارګ کې پرانیستل شو.

د ولسمشر په حضور کې د افغانستان بانک تخنیکي ټیم له لوري د دغه پروګرام له عملي اجرا وروسته ښاغلي غني د افغانستان بانک مسوولینو څخه په مننې ټولو هېوادوالو ته د دغه اساسي پرمختګ او تاریخي ګام مبارکي وویله.

ولسمشر غني دا سیستم د فساد او ناسمو ګټو د مخنیوي او شفافیت په برخه کې ګټور وباله او وې ویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبین له دې وروسته خپلې تنخواګانې په اسانۍ خپلو کورنیو ته لېږدولی شي.

هغه زیاته کړه، دا سیستم او تجربه په افریقا کې هم بریالۍ وه.

د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي وویل، دا د عادي ټلیفونونو له لارې له انټرنېټ پرته د پیسو د لېږد مهم پروګرام دی او له دې وروسته د دولت ټول ملکي او نظامي کارکوونکي د عادي ټلیفون په لرلو سره خپل حسابونه چیک کولای او خپلې تنخواګانې خپلې کورنۍ او هر هغه چاته چې دوی یې وغواړي، لېږدولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ولسمشر غني په ورته يو اقدام کې په الکترونیکي بڼه د کابینې لومړۍ غونډه پرانيسته.

دغې غونډې ته ولسمشر وویل، نړۍ له ټکنالوجۍ سره د افغانستان د حکومتولۍ د همګام کېدو د پیل په هکله چې دغه ټکنالوجۍ په ژوند کې د بدلون لامل شوې او د نړی ۶۰ سلنه مشورتي معاملې د الکترونیکي ټکنالوجۍ له لارې ترسره کېږي؛ همداراز ټکنالوجۍ وګړو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې د تغییر لامل شوې او له دې جملې د روغتیا د راتلونکي زیاته برخه د ټکنالوژۍ پرمختګ پورې اړه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب