جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهامنیتي چارواکي: هرات ولایت ته يو شمېر ځانګړي ځواکونه ورسېدل

امنیتي چارواکي: هرات ولایت ته يو شمېر ځانګړي ځواکونه ورسېدل

تاند(يکشنبه، اسد١٠) – کورنیو چارو وزارت وايي، د دې وزارت د ستر امنیتي معین سترجنرال عبدالرحمن رحمن د ملي پولیسو له یو شمېر ځانګړو ځواکونو سره هرات ولایت ته ورسېد.

دغه تازه دمي ځواکونه داسې مهال هرات ته رسېدلي چې افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو پرون یو وار بیا د هرات ښار ته نژدې جګړو ته دوام ورکړ.

تر دې یوه ورځ وړاندې یعني د جمعې په ورځ هم طالبانو د هرات ښار تر لمنو پرمختګ کړی و خو امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې دا ډله شاتګ ته اړ باسي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي، چې پرونۍ حملې یې د حکومتي ځواکونو د هغو بریدونو په ځواب کې وکړې چې د طالبانو پر ساحو یې کړې وې.

راپورونه وايي، چې د کندهار ښار په ځینو حوزو کې هم خونړۍ جګړه دوام لري.

بلخوا طالبانو پرون د هلمند ولایت د مرکز لشکرګاه ښار مرکزي برخو ته د لنډ وخت لپاره پرمختګ وکړ خو وروسته وځپل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب