جمعه, اکتوبر 18, 2024
Home+په پښتو کې د ء اړتیا (؟) / ډاکتر ماخان مېږی شینواری

په پښتو کې د ء اړتیا (؟) / ډاکتر ماخان مېږی شینواری

د ،،ء،، لپاره په پښتو کې ځای نه شته.

غوره د پام وړ: په پوهنیزه لیکنو کې چې یو څه تولیز نه وي، هغه باور نه لري یاسم نه دي.

پیلیادونه: زه به ،،هغه راغۍ،، او ،،هغه وویل،، کې دا د لومړي غ هغه جګ ویل وبولم او دا دویم  به پروت ویل وبولم. زه په رېښتیا په دې مفتح او فتح باندې سم نه پوهېږم او نه یې پښتو کې لرو او په دې هم نه پوهېږم، چې عرب به یې څنګه بولي، نو عربي ته د درناوي په بنسټ یې نه لیکم. هیله ده راته برګ نه شۍ.

د موږ ستونځې له غږ سره دي، چې دا په پښتو کې څنګه دي؟ 

په وییونو کې موږ یا په هره ژبه کې د غږ لاندې یا له غږ څخه په هغه ویی کې سېلبې یا که غواړۍ سیلاب پوهېږو. دا پورته دوه،، هغه،، دوه سېلبې لرې.‎، خو په ویلو کې یې څرګند توپیر شته. 

لږ تر لږه د الماني ژبې په ویونو کې داسې ده، چې هر غږلرونکی توری په ویي کې یوه سېلبې جوړوي( ځانګړنې به ولري)، خو  په پښتو کې داسې نه ده یا تر اوسه داسې نه وه. وبه ګورو، چې همداسې دې وي او که (؟) دا ء دې ورزیات شي او په کومه ژبلاريزه لارو.  که لږ تر لږه موږ پښتانه  د غږ سره –لکه څنګه چې دی – هم بسیا وکړو او دا هم کیږي لکه ډېرې نورې ژبې او تراوسه پورې مو چې دا کار کړی، بې له کومو ستونځو.

دموږ د ء هغه ډېر لیوالان دا ه، و ،ی او یا د نورو بېغږه تورو سره، چې جګ یا پروت ویل کیږي ورزیاتوي، خو راځۍ، چې لار ته یې فکر وکړو، چې په کومه ژبلار، همداسې په کومه لار او په څومره ګټو.

که دا پورته راغلي ،، هغه،، کې پام وکړو او یا مو یې لږ اند ته راولو، نو زیات وخت د ه  د و او ځنو نورو تورو په سر یې لیکو یا لکه ءه او نور. اوس به د دې لپاره یو څو بېلګې راوړو

لومړۍ بېلګه: زړه او زړه

ګوره داخو کټمټ لیکنه لري، خو هېڅ وخت به څوک ،،د زړه درد،، او  ،،یوه زړه ښځه لیدل،، کې داسره بدل نه کړي او پر لوستلو باندې یې پښتانه پوهيږي. دا یو یې یو سېلبي دی او دا بل دوه، نو دا دء مینه وال به داڅنګه سره توپېرکړی شي؟

دا لومړی به همداسې پرېږدي او که زړءه به ولیکي؟

دا دویم دوه سېلبې لري، نو باید زءړه او که ،،زءړءه،، ولیکل شي.؟

همداسې په  ،،سره،، له یو چا سره، ،،سره،، هغه مواد چې پټیو ته یې د ښې غلې لپاره ورکوي او همداسې ،، سره،، د یوهڅه خوي چې ښځینه وي او سور رنګ ولري او همداسې ،، سره،، لکه سره ښوروا.

په پورته د لومړي او دویم ،، سره،، دوه سېلبي دي او توپیر یې د ،، س ،، سره پیل کيږي، چې لومړی جګ ویل کیږي او دویم پروت، دا دریم او څلورم یو سېلبي دی او څلورواړه ،، -ره،، همغه یو ډول ویل کیږي. 

له دې سره به نو څه کړو؟

وړاندیز به نو څنګه وي؟

لومړی ،، سره،، ولاړ دا دواړه سېلیې یې یو ډول ویل کېږي، نو وبه لیکو: ،،سءرءه،، یا ،،سئرءه،، که یوه ته ء لیکې نو دې بل ته یې هم باید ولیکي او که دا  -ره دلته ،، ه ،، لري او بسیا به کوي، نو لیکې به ،، سءره،، د س پسې ء باید ځکه وي، چې غږ دۍ.

دویم ،، سره،، دلته س پروت ویل کیږي، نو باید س یا یو بل ډول یې ولیکو، چې داء یې ورلاندې وي او یا سئ ځکه چې هغه په لومړي کې خو ء د غږ ځای ونیوه. سرءه یا بې له ء ، ځکه چې ،، ه،، لري.

دریم ،، سره،، خو یو سېلبي دي. دا به نو څنګه سره بېلوو؟

دا ،،-ره،، برخه یې لکه پورته او دا ،، س ،، خو د ،،ـره،، مل غږ جوړوي. څه به کړو؟

وړاندیز به وي، چې ،، س-ره،،.

اوس راځو دې ځنو نورو لیکنو ته.

ځنګل د ونو ځنګل، د ټال ځنګل او د لاس څنګل. 

دا درېواړه دوه سېلي دي، چې په لومړي کې ،،-ګل،، جګ او په دې دویم او دریم کې ،، -ګل،، یو ډول او پروت ویل کيږي، نو څه به کړو، چې سره بدل یې نه کړو. 

په لومړي ،،ځنګل،، چې دوه سېلبې دي او دواړه سېلبې یې جګې ویل کیږي، نو که څه لیکو باید دواړو ته یې ولیکو (ټولیز باوریوالی)، نو د نوي وړاندیز له مخې به ځئنګئل او دا دویم به لیکو،، ځئنګل،، 

 ځ په دواړو او څ هم یو ډول ویل کیږي.

3 COMMENTS

  1. مننه ډاکتر صېب! ښه ټکي ته مو اشاره کړې خو د ګوډي الف نه مو سم انجړه مشوړه جوړه کړې ډاکتر صېب موږ نه مو لاره ورکه کړه. باور وکه هېڅ پرې پوه نشوم
    ستاې د بریا په هیله

  2. سلامونه،
    مشر استاذ ډاکټر صاحب ما خان خان مېږي شينواري ماما ته په ټول احترام سره.
    فکر کوءم! څو کاله مخکې مې همدې تاند کښې د پښتو د (زوره کي!) غږ په باب څرګندونه کړې وه .
    په عربي کې (ء)؛ په ترکي کښې (بې ټکي آی = اء) ؛ په فلمش یا هالڼډي کې (دوف ء اې)؛ او نپوهېږم روسي کې (د مېخک زنک = ) ؛ا.د.ن. همدا غږ افاده کوي.
    زمونږ او تاسو مشکل دادی چې یو خو مو عربي څخه زوَر، زیِر ،پېښ + سکون ، شد او مد … اخیستي دي مګر خپله الفباء مو نه ده کامله یا کرَه کړې ؟ . دا نو ماما جانه د ژبپوهانو او اکاډیمیسینانو وظیفه وه او ده چې دا ستونزې ،په تېره بیا د نالوستو-نالیکوالو (بې سوادانو ) او د نورو خویندو وروڼو ژبو ویونکو څې غواړي زمونږ دولتمنه پښتو زده کړي حل کاندي ؛لکه آبله ورځ کوم ورور وړانديز کړی و چې د پښتو افعالو(کړونو ) یو ګردان لړ د ډکشنریو یا قاموسونو په پای کښې لکه فرانسوي،روسي یا نورو ژبو راوړل شي + دا دتورو او غږونو توپيرونه د مثالونو یا بېلګو په ښودلو سره واضح کړی شي.
    دا د زړه(ء) او زَړَه په لیکلو او لوستلو کښې زه پخپله هم ټکنی کېږم ! ځکه زما نوم زړور دی ،ډارېږم څوک ېې زَړَهَ ور (یا غلط معمول زره وړ!)و نه وايي !حاها..له توجه مو مڼنه .ښې چارې… تر بیا…

  3. تاند چلونکیو د ما کومنت د پښتو ژبی تخریب مخنیوی باره کښی د کمونیستانو په هدایت لیری کړۍ شو بلی تاسی د پورتال خاوندان یاستۍ او دا د تاسو سوالیی لاندی اقدام به خاص علتونه ولری!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب