Homeخبرونهد کندهار پر احمدشاه بابا هوايي ډګر راکټونه توغول شوي

د کندهار پر احمدشاه بابا هوايي ډګر راکټونه توغول شوي

تاند(يکشنبه، اسد١٠) – د احمدشاه بابا د هوايي ډګر مسئولين وايي، د دې ډګر په ځغاستليکې تېره شپه څو راکټونه لګېدلي دي.

لومړني راپورونه وايي، چې د راکټو د لګېدو له کبله مرګ ژوبله نه ده پېښه شوې.

د احمدشاه بابا هوايي ډګر ريیس مسعود پښتون فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، چې دوه راکټونه د هوايي ډګر پر ځغاستلیکې لګېدلي او له کبله یې ټولې الوتنې لغوه شوې دي.

ده په عین حال کې ویلي چې د ځغاستلیکې د بېرته جوړولو کار پیل شوی او تمه لري چې نن ورځ به بشپړ شي.

کندهار په وروستیو ورځو کې د خونړیو نښتو په میدان بدل شوی چې له کبله یې زرګونه کورنۍ بې ځایه کېدو ته مجبوره شوې دي.

طالبانو ویلي چې د کندهار پر هوايي ډګر حمله دوی کړې ده.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي، چې پر هوايي ډګر یې د دې لپاره برید کړی چې له هغه څخه د هوايي حملو لپاره کار اخیستل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...