دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+المپیک؛افغان لوبغاړی منصوري له کوریايي سیال سره مخامخ کېږي

المپیک؛افغان لوبغاړی منصوري له کوریايي سیال سره مخامخ کېږي

تاند(سې شنبه، د اسد ۵) د جاپان د المپیک په سیالیو کې د تکوندو افغان لوبغاړی فرزاد منصوري نن له خپل کوریایي سیال “ان کیو دون“ سره مخامخ کېږي.

د المپیک ملي کمیټې مطبوعاتي غړي مجیب قاریزاده وايي چې ١٩ کلن فرزاد منصوري، چې ١٩٥ سانتي ونه لري، مخکې د کوریا، اردن، او هندستان په نړېوالو سیالیو د سرو زرو څو مډالونه ګټلي دي.

نوموړي وویل چې ښاغلی منصوري همدارنګه د چین او اماراتو په ازادو سیالیو کې دویم مقام ګټلی.

له اسیایي سیالیو د سپینو زرو مډال او د بیروت له نړېوالو لوبو د ژېوړ مډال د تکوندو د دغه لوبغاړي له نورو لاسته راوړنو څخه دي.

د نوموړي کوریایي سیال چې نن ورسره مخامخ کیږي 29 کاله عمر او 190 سانتي قد لري او دوه ځلې یې د اسیايي سیالیو اتلولي خپله کړې ده.

د المپیک نړېوالۍ سیالۍ د جمعې په ورځ د جاپان په توکیو کې پیل شوې او  د ۲۰۴ هیوادونو ١١ زره لوبغاړي پکې برخه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب