یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپښتون ژغورنې غورځنګ د افغانستان د امن لپاره پراخه غونډه رابللې

پښتون ژغورنې غورځنګ د افغانستان د امن لپاره پراخه غونډه رابللې

تاند (دوشنبه د اسد ۴) ټاکل شوې چې سبا د جنوبي وزیرستان په مکین کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري په افغانستان او د ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې ته د مېشتو پښتنو لپاره د امن یوه پراخه غونډه جوړه شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپله فېسبوک پاڼه په یوه بیان کې لیکلي، «سبا د جولائي په اوويشتمه نيټه به په مکين جنوبي وزیرستان کې به د افغانستان د امن لپاره ، د افغانستان د ولس سره د اظهار يکجهتی لپاره او په دغه خطه کي د جنګ په مخالفت کې به  د پي ټي ايم يوه لويه جلسه ترسره کيږي.»

په بیان کې راغلي چې په دې غونډه کې به د غورځنګ د مخکښ غړي علي وزیر، حنیف پښتین، اویس ابدال، اعجاز پښتین، افتاب شینواري او نورو پښتنو بندیانو چې د پاکستاني حکومت له خوا نیول شوي هم غږ پورته شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ټولو پښتنو ته بلنه ورکړې چې په دې غونډه کې په پراخه کچه ګډون وکړي.

دغه غورځنګ داسې مهال د افغانستان د امن په هکله غونډه کوي چې په وروستیو کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو له خوا جګړې زیاتې شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په دې جګړو کې عملاً پاکستاني اتباع شامل دي چې د افغان ځواکونو په مقابل کې جنګېږي او هره ورځ بې ګناه ملکي وګړي وژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب