یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د ۱۰۰ توپونو په لوبو کې د راشد لوبډلې لومړۍ بریا خپله...

د ۱۰۰ توپونو په لوبو کې د راشد لوبډلې لومړۍ بریا خپله کړه

تاند ( یکشنبه، د اسد۳) د انګلستان د سلو توپونو يا (دي هنډریډ) لوبو کې د راشد خان اړوند لوبډلې ټرینټ روکیټس د ۹ ویکټو په توپیر مقابله لوبډله ماته کړه.

په یادو لوبو د نارینه وو ترمنځ په درېیمه لوبه کې ساودرن بریف او ټرینټ روکیټس لوبه ترسره کړه.

ساودرن په ټاکلو ۱۰۰ توپونو د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۶ منډې وکړې.

راس وایټلي ۳۹ ناسوځېدلې، الیکس داویس ۲۱ او دیون کانوی ۱۸ منډې وکړې.

د ټرینټ لپاره بیا مرچنټ ۵ لوبغاړي یې وسوځول، راشد خان په ۲۰ توپونو ۲۸ منډې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځوه.

د ټرینټ روکیټس لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۸۲ توپونو د ۱ لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ او د ۹ ویکټو په ستر توپیر یې لوبه وګټله.

ډیویډ ملن ۶۲ ناسوځېدلې او ډارسي شورټ ۵۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.

بل لورته بیا په یادو لوبو کې د ښځینه وو ترمنځ په درېیمه لوبه کې ساودرن بریف د ۲۳ منډو په توپیر د ټرینټ روکیټس لوبډلې ته ماتې ورکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب