یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+قیس د انګلستان د ۱۰۰ توپونو په لوبه کې غوره لوبغاړی شو

قیس د انګلستان د ۱۰۰ توپونو په لوبه کې غوره لوبغاړی شو

تاند ( یکشنبه، د اسد ۳) قیس احمد د انګلستان د سلو توپونو په لوبه کې ۴ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د روانو لوبو د نارینه په ۴ مه لوبه کې چې تېره ورځ ترسره شوه په کې ویلش فایر او ناردرن سوپر چارجز لوبډلو یو د بل پر وړاندې لوبه ترسره کړه.

ویلش فایر په ټاکلو ۱۰۰ توپونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۳ منډې وکړې.

جوني بیریسټو ۵۶، بین ډکیټ ۴۱ او جیمس نشام ۳۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

مجیب الرحمن په ۲۰ توپونو۳۳ منډې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځوه.

د ناردرن سوپر چارجرز لوبډلې په ټاکلو ۱۰۰ توپونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۸ منډې وکړې او د ۵ منډو په توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه.

هیري بروک ۶۲، اډم لیت ۲۵ او میټي پوټس ۲۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

ويلش فایر لپاره افغان لوبغاړي قیس احمد په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه.

نوموړي په ۲۰ توپونو ۱۳ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي یې وسوځول او له همدې امله د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم ورکړل شوه.

د یادولو وړ ده چې د انګلستان په (دي هنډریډ) سیالیو کې د قېس احمد تر څنګ، راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن هم لوبېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب