دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهکابل کې د اختر په لومړۍ ورځ د توغنديز بريد طراح ونيول...

کابل کې د اختر په لومړۍ ورځ د توغنديز بريد طراح ونيول شو

تاند(يکشنبه، اسد3) – د کابل پولیس وايي، ځانګړو پولیسو د اختر په لومړۍ ورځ په کابل ښار د توغنديز بريد طراح ونيوه.

د کورنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د پینځمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د لوی اختر په ورځ پر لمونځ کوونکو د توغندیز برید د طرحې او سازماندهي په تړاو د ترهګرو طالبانو یو مخکښ غړی نیولی دی.

په دې عملیاتو کې د توغندیز برید د طراح د نیول کېدو سربېره، درې تنه نور هم نیول شوي دي.

یادې ډلې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې په ځانګړې توګه په پغمان ولسوالۍ کې د ترورېستي بریدونو په طرحې او سازماندهۍ کې فعال نقش درلود.

له نیول شویو کسانو څخه دوه سیټه موبایلونه او یو شمېر اسناد او شواهد هم ترلاسه شوي دي.

د اختر په لومړۍ ورځ د اختر د لمانځه پر مهال د کابل ښار د کارته پروان له سيمې څو راکټونه د ارګ پر لور وتوغول شول چې ځاني زیان يې ونه رساوه خو د ارګ دباندې ځينې سيمو ته مالي زيانونه واړول.

1 COMMENT

  1. له عاجلې او اختصاصي محکمې یوه ورځ وروسته باید دوی ټول اعدام شی. ددوی ژوندې ساتل ددې مظلوم ولس سره ستره جفا او نامردي ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب