یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+جګړه او مذاکره د سولې هدف ته زیګ‌زاګ حرکتونه

جګړه او مذاکره د سولې هدف ته زیګ‌زاګ حرکتونه

یوسف‌زی

څو ورځې وړاندې، چې کله د افغانستان پخواني جمهور ریئس حامد کرزي له کابل هوايي ډګره قطر ته بېرته شاتګ وکړ، نو ځينې سوالونه راوزېږدل.

خو کله چې د ملي مصالحې عالي شورا ريئس ډاکټر عبدالله او ټيم يې په قطر کې د ټالب چارواکو سره خبرې وکړې، نو نتیجه يې بیخي مایوسوونکې او د خندا وړ وه.

په نتیجه کې د کورونا پر واکسین او د مذاکراتو پر دوام ټینګار او ځينې نور بیخي د سولې مذاکراتو له اړخه ضعیف موارد راوړل شوي و.

اصله موضوع دا وه، چې ټالب ځان بریالی اعلان کړی و او واضح يې ویلي، تخت پرېږدئ چې موږ در روان یو.
عبدالله عبدالله له پوره منفي ځواب سره ولسمشر ته راغی او ویلي يې و، چې ټالبان د سولې او مذاکراتو نیت نه‌لري.

عمران خان هم په تاشکند کې ولسمشر غني ته ویلي، چې ټالب د جګړې په ډګر کې باید شاته شي.

حکومت ټکان وخوړ او سم‌دواره يې د نوي امنیتي پلان طرحې ته لومړیتوب ورکړ.

ټالب ته کاذب غرور ځکه پاتې دی، چې امریکې ورسره د افغان‌حکومت پرته معامله وکړه.
اوس په مذاکراتو لارې ته بیخي نه‌راځي او نه دا امکان لري.

ټالب باید د جګړې په ډګر کې خورا زیات وځپل شي کنه په هیڅ صورت سولې ته غاړه نه‌ږدي.
حکومت باید زیګ‌زاگ ZIZAG پلانونو ته لاس کړي.

د مذاکراتو او جګړې دوه متضاد حرکتونه.

جګړه او قوت يې د سولې په مذاکراتو کې د بریالیتوب موړونو ته رسولی شي.

ښه خبر دا دی، چې حکومت د دغې جګړې له‌پاره درې میلیارده یعنې درې زره میلیونه ډالره مرسته ترلاسه کړې.
دغه جګړه پرې ډېر ښه وړل کېدی شي او په همدغه برخه کې، چې د ټالب ملا ماته شي، نور يې د ښه زور له‌پاره د تمویل سرچینې مخ په وچېدو دي، دا خبره مې په مخکینې تحلیل کې واضح کړې، چې ولې ټالب نور نه‌شي داسې په قوت نه‌شي تقویه کېدلی.

ښه مثال يې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قرېشي چین ته ننی سفر دی.
پلمه دا ده، چې هلته د افغان‌سولې له‌پاره خبرې کوي، خو اصلي موضوع يې ټالب ته د مالي سرچینو د زیاتولو هڅې دي.

دوی پوهېږي، چې چین له امریکې سره د ضدیت له‌وجې له ټالب سره مرسته کوله، خو اوس هغه ضدیت د امریکې په خروج بیخي صفر ته تقرب کړی.

پاکستان خورا هڅه کوي، چې د ټالب په‌نامه د امریکې پر پېسو د پاتې شوي روزلي جاهل ټوپک‌مارو څخه خورا عظیمه استفاده وکړي، خو حقیقي خبره دا ده، چې دوی د محمد اشرف‌غني په‌نوم د یو هوښیار او خورا ځیرک ولسمشر سره مخ دي.

حقیقت دا دی، چې جمهور ریئس باندې نیوکې شته اما واقعیت بیا بیخي معکوس دی.
هغه د پاکستان د خورا عظیمو پلانونو پر وړاندې خورا نوښتي سیاستونه کوي او د شنډولو له هغو طریقو کار اخلي، چې ټوله ISI یې ورته ګوته په غاښ کړې.

د یو هوايي ډګر د امنیت په نامه يې ټوله ترکیه پر وړاندې له ډال ولاړه ده.
دا فکر نوښتي او په سیاسي لحاظ خورا قوت لري.

ټالب باندې يې د فشار وسیله ډېره درنه کړې او ترکيه بیا د خپلو متحدو هېوادونو سره یوځای د سیاست له ډګره غږ کوي.

دغه سیاستونه باید زیات شي او نور هېوادونه دې هم تشویق شي.
اوس خبره بیخي روښانه ده، چې ټالب د بهرنیو ځواکونو د وتلو په هدف جګړه نه کوله او نه عقیده‌وي وه.
که وای، نو د دوی د جګړې اوسنی شدت بې‌معنا دی.

کوښښ باید په نوښتي سیاستونو نسبت تکراري ته زیات وشي، نوښت یو کار لري، چې زیات فکر ته ضرورت لري، خو شنډول يې بېخي زیات وخت نیسي او یا ناممکن وي.

همدا وجه ده، چې د ټالبانو ویاند سهېل شاهین له‌خولې پاکستان غږ پورته کړ، چې سوله هغه وخت شونې ده، چې جمهور ریئس غني واک پرېږدي.

ولې؟

په‌دې خاطر چې مقاومتي، نوښتي او زیرک انسان دی.
کنه غني پخوا په صراحت وویل، چې له خپلې څوکۍ تېر دی او حتا به دی ځان هم نه نوماندوي.
هغه وخت ولې د سولې له‌پاره د ټالب غږ و نه وتلو؟

د جګړې د ډګر ترڅنګ باید د پاکستان د زخمي ځيګر مرکز په نښه شي.
هغه د دغه هېواد د پخواني صدراعظم میا نواز شریف حلقه ده.

د افغانستان د ملي امنیت مشاور حرکت بیخي نوښتي و، چې په لندن کې يې د هغه سره کتلي.
دلته دوه پېغامونه لېږدول کېږي.

لومړی دا، چې پاکستانه هېڅ حق نه‌لرې، چې په‌دغه حساس وخت کې زموږ د حکومتي مخالفانو سره پټې لېدنې وکړې، کنه زموږ لیدنې به نور هم زیاتې شي.

دویم: اوس مو په سیاسي ډګر کې دومره قوت پېدا کړی، چې ستاسو ځواب په خورا ټینګې ارادې سره باالمثل ورکولی شو.

د عمران‌خان حکومت ښه جدي مخالفینو سره باید د حکومت لیدنې زیاتې شي، نورو هېوادونو ته ورته د تګ زمینې برابرې شي، هلته دې ورسره رسمي سیاسي ملاقاتونه پېل شي.

اوس ټالب پوره باوري شو، چې حکومت د دوی د سم ځپلو پلان لري، نو سم‌دلاسه يې د ولسمشر له بیان وروسته قطر ته پټ پلاوی استولی، چې د حکومت مذاکراتي مهم غړي سره وګوري.

دا جوته شوه، چې ټالب سره د زور پرته نور هېڅ څه لومړیتوب نه‌لري.
ټالب د قوت په مقابل انعطاف ته مجبورېدی شي.

د ولسوالیو پرېښودل د سولې د پروسې یوه برخه وه، خو معلومه شوه، چې ټالب جدي مذاکراتو ته حاضر نه‌شو، نو ځکه مانور تغیر وکړ او د جمهور ریئس بیان کې هم غېر مستقیم وویل شول، چې ټالب پر خپلو کړو ژمنو ولاړ نه‌دی.

اوس له قول‌اردوګانې او مهمو امنیتي بنسټونو لیدنې پېل شوي او پوځ به مو له دفاعي او پلاني حرکت نه نوي تعرضي حرکتونو ته لاړ شي.

همدا وجه ده، چې امریکې هم دغه ډله د خپلې سرې لیکې اړولو باندې جدي اقدامات پېل کړي.

کندهار کې يې پرې بمونه و ورول او ویل کېږي، چې اوس هم د کندهار په فضا کې B52 خطرناکې جنګي الوتکې پروازونه او ګزمې روانې دي.

په شوربختۍ سره، چې د درېيمې درجې هېوادونو ډیپلوماسي د جګړې له ډګره قوت پېدا کوي، که قوت او د جګړې بریالیتوب څرک زیات و، نو ډیپلوماسي وزن پېدا کوي، خبرې اهمیت پېدا کوي او ښکرور انسانان يې هم غوږ نیولو ته مجبوريږي.

زموږ ډېپلوماسي د جګړې له ډګره نښه ولي.

جګړه کوو، چې د خبرو وزن پېدا کړو او دا مو د بریالیتوب پوړ ته رسوي.
په نرمه غاړه د یو ښکرور او وحشي‌صفته ډلې سره د میز سرته حاضرېدل بې‌نتیجې وي.
حکومت وښودله، چې د سولې له‌پاره د تفاهم، خبرو او پلان په برخه کې بریالی دی.
دا وار د جګړ دی او دامبارزه د مذاکرې مېز کې وزن لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب