یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمرتضوي: د افغانستان ګاونډیان دې پولو ته پوځیان نه رالېږي، د طالبانو...

مرتضوي: د افغانستان ګاونډیان دې پولو ته پوځیان نه رالېږي، د طالبانو ملاتړ دې پرېږدي

تاند (یکشنبه د اسد ۳) په فرهنګي چارو کې د ولسمشر اشرف غني سلاکار شاه حسین مرتضوي افغان پولې ته څېرمه د ځینو ګاونډیو هېوادونو د ځواکونو ځای پر ځای کولو ته غبرګون ښودلی دی.

شاه حسین مرتضوي دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې په دې وروستیو کې افغانستان کې د جګړې د زیاتېدو سره سم پاکستان ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه او ایران، تاجکستان او ازبکستان د افغانستان پولو ته څېرمه ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

د افغان ولسمشر د فرهنګي چارو سلاکار پر دغو ګاونډیانو غږ کړی چې پولې ته د سرتېرو او ځواکونو د لېږلو پر ځای دې له طالبانو خپل ملاتړ پرېکړي.

نوموړي د کوم هېواد د نوم له اخیستو پرته پر خپل ټویټر لیکلي چې ګاونډي هېوادونو له ترهګرۍ څخه د وېرې په خاطر د افغانستان پولو ته نږدې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

شاه حسین مرتضوي ویلي، دغو هېوادونو باید پولو ته د ځواکونو د ځای پر ځای کولو څخه مخکې په ترهګرو ډلو کې د خپل هېواد د وګړو د غړیتوب مخینوی کړی وی.

مرتضوي زیاته کړې، «په دویم قدم کې باید ډول درک کړي چې ترهګرۍ مور طالبان دي، د سیمې او نړۍ امنیت د طالبانو له لوري له خطر سره مخامخ دی.»

افغان چارواکو په وار وار پاکستان، ایران او روسیه عملآ د طالبانو په ملاتړ تورن کړي او وايي چې دغه هېوادونه د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف طالبانو ته روزنیز، تجهیزاتي او نور جنګي امکانات برابروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب