جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهقریشي وايي، د افغان سفیر د لور د تښتولو په اړه پلټنې...

قریشي وايي، د افغان سفیر د لور د تښتولو په اړه پلټنې وروستي پړاو ته رسېدلي

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۳۰) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر د لور د برمته کېدو او ځورول کېدو په اړه پلټنې په وروستي پړاو کې دي.

شاه محمود قریشي نن په ملتان کې د اختر له لمانځه وروسته خبریالانو ته وویل، د افغان سفیر د لور سلسلې علیخېل بیان ثبت شوی او پولیسو له ټولو هغو ټکسي چلوونکو سره خبرې کړي چې د سفیر لور پکې سپره شوې وه.

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر همداراز وویل، د امنیتي کمرو ۷۰۰ ساعته تصویرونه راایستل شوي او له ۲۵۰ تنو څخه پوښتنې- ګروېږنې شوي دي.

ده دا هم وویل، کله چې تحقیقات بشپړ شول، د افغانستان له حکومت سره به شریک کړل شي.

تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د افغانستان د سفیر د لور له برمته کېدو یومخ انکار کړی و.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر لور د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د نامعلومو کسانو له لوري د څو ساعتونو لپاره وتښتول شوه.

د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت د پېښې په اعتراض کې خپل سفیر او دیپلوماتان له اسلام اباده وایستل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې د سلسلې علیخېل د قضیې په تړاو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څرګندونې د اندېښنې وړ وبللې.

دې وزارت ویلي، په داسې حال کې چې لا تحقیقات بشپړ شوي نه دي او مجرمان نیول شوي نه دي، د شیخ رشید یواړخیزې خبرې غیرمسلکي دي او د پلټنو شفافیت له شک سره مخامخوي.

دې وزارت همداراز ویلي چې د سلسلې علیخېل روحي او جسمي شکنجه د روغتون په راپور کې په څرګند ډول ثبت شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب