جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد امریکا لوی درستیز وايي، د افغانستان د نیمايي ولسوالیو مرکزونه د...

د امریکا لوی درستیز وايي، د افغانستان د نیمايي ولسوالیو مرکزونه د طالبانو په کنټرول کې دي

تاند(پنجشنبه، د سرطان ۳۱) د امریکايي ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي وايي، طالبان اوس د افغانستان د نیمايي ولسوالیو د مرکزونو کنټرول په لاس کې لري.

له افغانستانه تقریباً د ټولو نړیوالو ځواکونو له وتلو سره طالبانو په وروستیو اوونیو کې چټک پرمختګونه کړي. مارک میلي د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل«داسې ښکاري چې طالبانو په وروستیو کې چټک پرمختګونه کړي.»

د ده په وینا د افغانستان د ۴۱۸ ولسوالیو له مرکزونو څخه تر ۲۰۰ د ډېرو ولسوالیو مرکزونه د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

ده پخوا ویلي و چې طالبان د ۸۱ ولسوالیو پر مرکزونو کنټرول لري.

جنرال میلي زیاته کړه، سره له دې چې طالبانو تراوسه د کوم ولایت مرکز نه دی نیولی، د نیمايي ولایتونو د مرکزونو پر لمنو یې فشار راوړی دی.

د تاند د معلوماتو پر اساس، طالبانو د کندوز، تالقان، میمنې، شبرغان، سرپُل، غزني، میدانښار‎، کندهار، زابل او لشکرګاه ښارونو د نیولو لپاره سختې هلې ځلې کوي.

د افغانستان حکومت پر طالبانو تور پورې کوي چې په ۲۹ ولایتونو کې یې ګڼې دولتي ودانۍ ویجاړې کړي دي.

رویټرز خبري اژانس وايي، له هغو پوځیانو پرته چې په کابل کې د امریکا د سفارت ساتنه کوي، نور ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه وتلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب