Homeخبرونهولسمشر غني: د وضعیت بدلون ته پلان لرو

ولسمشر غني: د وضعیت بدلون ته پلان لرو

تاند (چهارشنبه د سرطان ۳۰) ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا ویلي چې د طالبانو جګړه هیڅ راز دیني او ملي مشروعیت نه لري.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني دا څرګندونې نن مخکې له غرمې د ځانګړو عملیاتو قول اردو څخه د لیدنې پر مهال وکړې.

نوموړي وویل چې د دوی ټول تمرکز د وضعیت پر مدیریت دی او د ځانګړو پلانونو پر بنسټ به له درېیوو تر شپږو میاشتو پورې په وضعیت کې د پام وړ مثبت بدلون راشي.

خبرپاڼه زیاتوي، «جمهوررئیس وویل، د طالبانو جګړه دیني او ملي مشروعیت نه لري او له دریو تر شپږو میاشتو زموږ ټول تمرکز د اوسني وضعیت په مدیریت دی او د ځانګړو پلانونو او برنامو پر اساس به لا زیات مثبت بدلون ومومي.»

د خبرپاڼې له مخې نوموړي کومانډو ځواکونو ته په خطاب کې وویل چې د دښمن نیت صاف نه دی، تاسې باید ځان ثابت کړئ څو دښمن خپل ارمان ګور ته یوسي.

ارګ وايي، ولسمشر غني همدارنګه ملي امنیتي ځواکونو ته د هر راز ملاتړ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې تېرې لاسته راوړنې به نه ضایع کېږي او ټول به په ګډه د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره کار ته دوام ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...