چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهتازه: ننګرهار کې په دوو جلا جلا پېښو کې ۱۰ ملکيان ووژل...

تازه: ننګرهار کې په دوو جلا جلا پېښو کې ۱۰ ملکيان ووژل شول

تاند( چهارشنبه، د سرطان ۳۰) د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ په چمتلې سیمه کې د ملکي وګړو پر موټر مقناطیسي ماین چاودنه کړې.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼی وایي، دا چاودنه نن ماسپښین شاوخوا دوه نیمې بجې په یو سراچه ډوله موټر، چې شېرزادو ولسوالۍ ته روان وو شوې ده.

خوږیاڼی وایي، په دې چاودنه کې ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او یو بل ټپي دی.

نوموړی زیاتوي وژل شوي ملکیان د پاخه عمر کسان دي او ټپي موټر چلوونکی دی.

د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

دا چاودنه داسې مهال کېږي، چې نن د لوی اختر دوهمه ورځ ده او د عیني شاهدانو په وینا دا کسان خپلوانو کره د اختر مبارکۍ ته روان وو، چې چاودنه پرې وشوه.

دغه راز په یوه بله پېښه کې د دره نور ولسوالۍ په شګیالۍ سیمه کې یو کس د خپل ماما کور ته ورغلی او له مېلمستیا وروسته یې څلور تنه وژلي دي.

خوږیاڼی زیاتوي دا پېښه نن له غرمې وړاندې رامنځته شوې، او په خبره یې په دې پېښه کې دوه تنه نور ټپیان دي.

نوموړی وایي د پېښې عامل له سیمې تښتېدلی دی او د نیولو هڅې روانې دي.

د والي ویاند زیاتوي وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي او د پېښې لامل لا نه دی څرګند.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب