په ټوله کې هر انسان د استعدادونو ټولګه ده، هر انسان ډېر ویده او پټ استعدادونه لري، ډېرو به خپل ویده استعدادونه وېښ کړي وي خو په ځینو کې لا هم ویده دي.
د ډېرو پرمختللیو شخصیتونو د پرمخیون د اوج راز په دې کې دی کومې برخې ته چې وړتیا او استعدا لري د شوق، لېوالتیا او مینې له مخې په هماغه لاره ځي، همغې برخې او مسلک ته کار کوي، په کې نوښت او ښه پرمختګ کوي.
ډېری کورنۍ د خپلو اولادونو لپاره د یو ښه شخصیت د جوړېدو هیله لري، خو بیا هم ډېر کله د همدې کورنیو له امله چې خپلې خوښې پر اولادونو تطبیقوي د اولادونو وړتیاوې او استعدادونه یې وژل کیږي.
د بېلګې په توګه دلته دلته ډېرې کورنۍ له خپل زوی/ لور نه هیله لري چې یوه ښه ډاکټر/ه شي خو کېدای شي د اولادونو یې بل مسلک خوښ وي، ځکه هر څوک چې کوم مسلک او برخې ته استعداد ولري همغې برخې ته مینه هم لري چې کار او پرمختګ په کې وکړي.:
که کورنۍ د خپلو اولادونو څخه د هغوی د خوښې د مسلک په اړه ونه پوښتي او خپله خوښه پرې په زوره ومني نو هغوی چې کومه وړتیا او انرژي د خپلې خوښې مسلک ته لري کېدی شي د کورنۍ په خوښه یې ډاکټرۍ ته ونه لري. که اولادونه د خپلې خوښې له مسلک را ګرځول کیږي هغه چې وړتیا او لېوالتیا ورسره لري نو نه شي کولی دومره کار او پرمختګ په بل مسلک کې وکړي لکه د هپلې خوښې مسلک یا تحصیلې رشتې کې یې چې کوي.
که څه هم کورنۍ د خپل اولاد لپاره همېشه ښه غواړي خو کېدی شي څه یې چې اولادونو ځان لپاره خوښ کړي وي نه یوازې د هغوی بلکې د کورنۍ او ټولنې یې هم ګټور وي.
د کورنۍ له خوا په اولادونو په زوره د خپلې خوښې منل د اولادونو د پرمختګ مخه ډب کوي او له هغوی څخه د زده کړ او کار د ټاکنې حق اخیستل کیږي، په هغوی کې روحیه وژنه، وړتیا وژنه، خفګان، ذهني فشار او پر ځان بې باوري را منځته کوي.
دا چې ټولنه مو وروسته پاتې ده یو لامل یې دا هم کېدی شي چې ډېری وخت د نورو خوښه منل کیږي، د نورو خوښې عملي کیږي شخصیتونه وژل کیږي او وړتیاوې تروړل کیږي.
کورنۍ تل باید د اولادونو هیلو، غوښتنو، شخصیت جوړېدو او وړتیاوو ساتلو کې دقیقې اوسي، ځو اولادونه یې خپلې وړتیاوې را برسېره کړي او هغوی چې ترې اغېزمن کیږي له دوی یې زده کړي او د پرمختګ لپاره دوی ایډیال کړي.
استعدادونه مه وژنئ!