شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهسعودي د افغانستان په ګډون پر ۴ هېوادونو د تګ راتګ بندیز...

سعودي د افغانستان په ګډون پر ۴ هېوادونو د تګ راتګ بندیز لګوي

تاند ( شنبه، د سرطان ۱۲) سعودي عربستان د افغانستان په ګډون پر څلورو هېوادونو د تګ راتګ بندیزونه لګوی.

د راپورنو له مخې دا بندیزونه د جولای میاشتې به څلورمه نېته د کورونا وبا له امله وضع کېږي.

د سرچینو په حواله په دې نوملړ کې افغانستان ، متحده عربي امارات، ویتنام ، او ایتوپیا هېوادونه شامل دي.

کورونا وبا یو له هغو ناروغیو څخه ده، چې د نړۍ په کچه یې اندېښنې زیاتې کړې  دي.

افغانستان کې هم د کورونا درېیمه څپه ورځ تربلې پراخېږي.

روغتیايي چارواکي پر عامو خلکو غږ کوي، چې روغتیايي سپارښتنې عملي کړي څو د دې ناروغۍ د پراختیا مخنیوی وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې روغتیا نړیوال سازمان یا ‘ WHO ‘ وایي، نړۍ د کورونا وبا په ډېره حساسه مرحله کې ده.

د دې سازمان مشر ټېډروس ادهانم ګیبریسیوس پرون جمعه په جینواکې یوه انلاین کنفرانس کې د نړۍ له ټولو مشرانو غوښتي چې یوځای سره کار وکړي، څو یقیني شي چې راتلونکي کال په دې موده کې د نړۍ په هر هېواد کې اویا سلنه خلک واکسین شوي وي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د مشر په خبره په هغو هېوادونو کې چې لږ واکسیونونه یې لګولي، په روغتونونو کې بیا د خلکو د ګڼه ګوڼو او ډک شوېو بسترونو ویرونکې صحنې لیدل کېږي.

د امریکا د جان هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې تر اوسه په نړۍ کې نژدې ۱۸۳ میلیونه پر کرونا اخته شوي او له امله یې هم نژدې څلور میلیونه وګړي مړه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب