یکشنبه, مې 19, 2024
Home+پلان شوې جګړه او بې پلانه سوله

پلان شوې جګړه او بې پلانه سوله

ليکنه، عبدالوحيد “وحيد”

متأسفانه په افغانستان کې سياست د پوخوالي او کره توب هغې کچې ته نه دى رسيدلى چې له نړيوالو معيارونو سره پرتله شي. دلته عموماً د سياسي برياو لپاره د عامه خلکو د کمزوري نکات کارول کېږي. دروغ ويل، چل، فريب، دوکه، هوايي ژمنې کول، د خپلې سپيڅلتيا د تبلیغاتو لپاره د ړندو مقلدينو  پيداکول، د عامه ولس د باور ترلاسه کولو لپاره عبادت کول، مذهبي ځايونو ته تلل، له ولس سره د الفاظو په کچه ځان خواخوږئ ګڼل، د قوم، سمت، ډلې او ژبې د حق غوښتنې لپاره د مبارزې  چيغه اوچتول، د زنده باد ويلو لپاره د ګوسفندي خلکو پيدا کول، له خلکو سره د خبرو په مهال د خاورې هيواد او د ملي ګټو لپاره د قرباني ورکولو دروغينې چيغې وهل د سياست د بريا ضمانت ګڼل کېږي. زمونږ د سياست  لوبغاړي پوهيږي چې په دغه هېواد کې د دين، هيواد، سولې، قوم او ژبې د چوپړتياوو سوژې د سياسي بريا ضمانت ده.

هر سياستوال چې کومه سوژه ځان ته د خلکو د غولولو او د خپلو جيبونو ډکولو لپاره ګټوره وګڼله، کاروي يې او کله چې فرصتونه بدليږي نو سوژه بدلوي، خو که فرصت بالکل ختميږي نو زمونږ سياستوال خپل متبوع هيواد ته او يا هم دوبئ تهران، کولاب او اسلام اباد ته مخه کوي او ولس پريږدي.

زه د مقدساتو او ارزښتونو په نوم جګړه د سقوط د سناريو   برياوې، وياړونه، يا هم عيب او بدنامي د وژل شويو انسانانو، د بورو ميندو، کونډو ميرمنو، يتيمو بچيانو او در په دره تورسرو کونډو هويت ته په کتو،  د روانې مجهولي او مبهمې جګړې د توجیه نيمګړي منطق او د افغانانو له توي شوې  وينې سره په ترازو کې اچوم، بيا پوهيږم چې ګټه چا وکړه او زيان چا وليده. هديرې له چا ډکې شوې او د يتيمانو لښکر چاته پاتې شو. بيا پرپکړه کوم چې دغه جګړې د وياړ ارزښت درلوده او که د ماتم کولو وړ وه؟ باور لرم چې دغه جګړه داسې ډيزائن شوې ده چې تلفات  زيات، د افغانانو خپلمنځي دښمني لا پياوړي او د سولې مخه يو ځل بيا د يوه نامعلوم وخت پورې ډب شي.

په جګړه کې له ولسمشر څخه نيولې تر والي پورې د هيڅ مشر زوى ګډون نلري. د هيڅ مشر  کورنئ  د جګړې په ليکو کې د خپل فاميل د وژل شوي غړي جسد ننداره نه ده کړى. په جګړه کې زمونږ د عام ولس د بچيانو وينه توئيږي. خويندې کونډې کيږي ميندې بورې کيږي د پلارانو د ملا تير ماتيږي، خورکئ ته د اختر کاليو راوړلو پسې د تلليو وروڼو جسدونه راوړل کېږي افغان ماشومان يتيمان کيږي او بالاخره د هيواد راتلونکئ مو تياره کيږې. اوس خو اصفهان او دهلى هم نه فتحه کوو چې دومره په هسکه غاړه يې کيسې وکړو او يا هم ورباندې ووياړو. خپلې ولسوالي نن له يوه لاس څخه بل لاس ته تلل يو عيب او سبا له فاتح څخه مفتوح ته راګرزيدل يې بل عيب دى.

د جګړې د خاتمي لپاره د خپلو ټولو وړتیاوو  کارولو ته اړتیا ده. خپلمنځي جګړه د افغانانو تر منځ د خپلمنځي اختلافاتو د حل په تړاو د هغوى د بى بسي ثبوت  ده. د يوه هېواد وګړي د يوه رب منونکي د يوه اسماني کتاب پلويان د يوه پيغمبر امتيان او د يوه ملت افراد په خپل منځکې سره وژني نو افتخار د څه؟  عسکر او که طالب مو ووژل، نو د افغانې مورکۍ د زړګي ټوټه مو ورڅخه واخیسته. که له ځان څخه د دفاع حق ومنم، نو بيا هم د تأسف مقام ده چې د ورور وژلو ته بل ورور ولې مجبور شو؟

څو لسيزې وشوې چې زمونږ له هیواد څخه د سيستمونو د ازمویلو لابراتوار جوړ شوئ ده. هر بخت ازمويونکي افغانستان ته زمونږ له عقائدو او دودونو سره په ټکر کې پردي افکار  له ځان سره راوړل. چا د بورژوازي ديکتاتوري په وړاندې د مبارزې په موخه پرولتاريا ديکتاتوري خبرې کولې، خو له دواړو ديکتاتوريو سره يې يو ځاى سر وخوړ، چا  اسلامي نظام د نفاذ شعارونه ورکول خو وروسته معلوم شول چې د واک حرص ورباندي غلبه کړې وه. چا د دين په نوم  دودونه په ښاري ټولنه کې د تطبیق هڅه وکړه، خو نه د ښار شو نه د کلي او چا هم د پاپوليستي ديموکراسي په نوم له زر،  زور، توپونو او الوتکو له غوړمبا سره ګډه ناپړيته نسخه زمونږ په لابراتوار کې له ازموينو لاندي ونيوه، خو داسې کړنې يې وکړي چې اوس د ديموکراسي مخکښان هم ورباندي شرميږي. مونږ په خپلو دوديزو عقائدو ولاړه ټولنه يو. بدلون يوازې د ژورې اړتيا او يا هم د سپيڅلي ټريبيون له ادرس څخه منو.

غيرمتزلزل باور لرو چې غني  د يو متعهد ملي او ولسواک مشر په توګه نه کار کوي او نه يې هم وړتیا لري. د ښې حکومتولي،پياوړي کاري ټيم جوړولو کې سترې نيمګړتيا لري د لويديزوالو د حمايت ترلاسه کولو لپاره داسې عجيب او غريب کارونه وکړل چې نه يوازې خپل ملت يې له حکومت څخه بيزاره کړ بلکې د غرب حمايت يې هم ترلاسه نکړاى شو. نوموړۍ د واک لپاره  هر ډول معاملې وکړي. فساد سيستماتيکه بڼه خپله کړه، خو مونږ بيا هم له نسکور او پاشلي حکومت څخه د غني فاسد حکومت په مراتبو ښه ګڼو. البته دا به عيني واقعيتونو سره ټکر وي چې د ولسمشر غني تېرو تخلفاتو او تخطيو ته له کتو وروسته هم فکر وکړو  چې  په زعامت کې له بدلون پرته به زمونږ ستونځه حل شي. اوس خو لا داسې ښکاري چې غني په خورا تيزي سره وخت له لاسه ورکوي.

د اوس لپاره خو طالبان فکر کوي چې د سقوط تسلسل او له امریکا سره هوکړه واک ته د هغوى د رسيدو پيل ده. غني بيچاره د سړيو له کمبود سره  مخ ده. د واک د غځولو په ويروسي رنځ اخته دى. له ستونځمن حالت سره له مخکې کيدو وروسته فکر کوي او بيا احساساتي ګام پورته کوي. خپله جګړه يې د واشينګټن دفاع بلله، خليلزاد يې ستايه، خو اوس پوه شو چې هر څه خوب او خيال وو.

څومره به ښه واى چې طالبانو د بهرنیو ځواکونو د وتلو له هوکړې وروسته له افغانانو سره د خپلو ستونځو د هوارولو ژمنو او افغان حکومت د بين الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې سولې ته رسيدل خپل مسئوليت ګڼلاى واى. دواړو خواوو په قطر کې د وخت تيرولو، ناندريو وهلو، د يو بل په پړه ګڼلو، د يو بل په وړاندې د سپکو الفاظو او اصطلاحاتو کارولو پرځاى د دوحې مذاکراتي ټيمونو ته د A پلان B  پلان او C پلان په توګه د جګړې د ختمولو لپاره ځانګړي، په ملي ګټو ولاړ، متمائل د عمل وړ او په مشخصو غوښتنو راڅرخول شوي مختلف وړانديزونه کړي واى. متأسفانه چې تر اوسه د دواړو خواوو له لوري داسې طرحه نه وړاندي شوې چې په ځمکنیو حقایقو ولاړه او د توجیه وړ وي.

د پوستو او ولسوالیو له مسلسل سقوط او د سترو ښارونو له نسبتاً خوندی حالت څخه داسې ښکاري چې د جګړې لپاره بشپړ پلان او د اړونده اړخونو ترمنځ همغږي هم شتون لري خو سولې ته ظاهراً هيڅ پلان او پروګرام نه ترسترګو کیږي. که اوسنى کړکيچن امنیتي او سياسي  وضعیت دوام کوي او دواړه اړخونه په ملي او بين المللې کچه له فشار لاندې رانشي ، نو په ناببره توګه او يا د کوم مرموز پلان له مخې   د نظام د چورلټ سقوط وړاند وینه به دروغ نه وي او ددغه ډول ممکنه سقوط په تړاو د چارواکو اوسنى سياسي سکوت به بوږنونکي پايلې ولري. کيداى شي طالبان د نظام سکوټ سقوط ونغواړي خو د مخنیوي لپاره يې هڅه هم نکوي. نور قوتونه به شتون ولري. پردي استخباراتي ادارې د خپلو عمالو په لاس د نظام له د ننه څخه د نړولو هڅه کولاى شي.  د سولې د ضمانت ترلاسه کولو په شرط به په سياسي زعامت کې بدلون  به د نظام د ژغورلو يوازنئ بريالئ لاره وي.

بخت ازمويونکو ته هم وايم چې دلته څو ځله مخکې هم سقوط تجربه شوى دى خو هيڅ فاتح په نظام جوړولو باندي نه دى بريالى شوى. مونږ د نړولو مهارت لرو خو جوړول بيا راڅخه پاتې شي او يو بل فاتح د سقوط پړاوونه بشپړ کړي. سقوط مه لمانځئ. اوس هم وخت شته. ژور فکر وکړئ. دغه ملت اوس سولې ته اړتیا لري. که غني د واک د جنون او د قحط الرجال په ويروس اخته وو او هيواد يې بحران ته ورساوه، نو له تاسو مو غوښتنه داده چې تاسو هغه د پخوانیو ناکامو فاتحينو اشتباهات مه تکراروئ. دغه هېواد ته د فاتح ځواک په توګه نه د مالک په سترګه وګورئ، ستاسو خپلې او ستاسو د اسلافو سهوې او د ناکامي لاملونه وارزوئ. ځواک ښه ده خو يوازې ځواک هم ستونځه نشي حل کولاى.

په درنښت، عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان
د چنګاښ ١٢/ ١٤٠٠

7 COMMENTS

  1. شالوخانه
    زه يوټيوب نلرم. زه له 2009 کال را پدې خوا فيسبوک لرم. تاسو دا خپل سر لږ شان ور دننه کړئ. هغه مهال مى جګړه منفوره او سوله محبوبه ګڼله اوس هم. جګړه اوس هم نه د طالب خوښوم نه دى حکومت.

  2. شالووو خانه،
    د طالب لکۍ او قبضه دواړه د پاکستان په لاس کې دي. کله یې چا ته غپوي، څوک پرې داړي او څوک پرې وژني. ته که طالب یې یا کوم بل مرداری، خبرې دی د ای اس ای دي او له تبصرو دې هم پاکستان پلوه ډډه ښکاره ده. پوه سیاستوال او لیکوالان باید حق لیکې او په هر حال کې خپل انسانیت، وجدان او خدای پر ځان شاهد وګڼي.
    د طالب په هکله خلک پخوا هم پوهېدل او اوس هم پوهېږي چې طالب يوه پلیده پدیده او د پاکستان د منافعو لپاره جوړه شوې. بله دا چې له لیونې سپي نه د ترحم تمه یوازې احمقان لري. ځکه نو شهید جنرال عبدالرزاق پوهېده چې د لیوني سپي ساتل کومه ګټه نه لري. ځکه یې توصیه کړې وه چې ځای پر ځای یې له منځه يوسې تر څو دا سپیان نور مظلوم او بې ګناه خلک ونه داړي او ونه یې وژني. اوس چې نړېواله ټولنه له افغانستانه تقریبا ټوله وتې، د دلال طالب هویت نور هم افغانانو ته څرکند شو. اوس نو نور توضیحاتو ته ضرورت نشته. د طالب په لاس افغان وژنه، د عامه تاسیساتو ورانول، ترور، غلا، د جګړې دوام ټول ددې پلېدې ډلې د هٔویت او اهدافو ښکارندویي کوي. که څوک ځان پرې نه پوهوي او یا سترګې پرې پټوي یا احمقان دي او يا د نورو په منافعو پورې تړلي. د ای اس ای له جاسوسانو پرته داسې کوم کس، اسلامې او غیر اسلامي هېواد نشته چې د پلید طالب وحشیانه اعمالو لپاره توجیه ولري.
    فارسی متل
    سګ زرد برادر شغال

  3. همیشه انسان های خوب باعث نجات دیگران می شود اما درین وطن جنگ زده در مدت این چهل سال گذشته هیج انسان خوب که باعث نجات دیگران شود پیدا نشد اما کسانیکه پول و قدرت داشتن باعث بد بختی مردم افعانستان زیر نام اجماع سیاسی .ساختن کمیسیون های بنامها متخلف دید و باز دیده و رفتن و امد به کشور و گرفتن دستور بین هم جور نیامدند حتی دو حزب سیاسی باجود یکه با هم منفکور بو دند باهم جور نیستن مطالب ازین گفته ها این است که درین اواخر یک تعداد سیاسیون از طریق های مختلف و رسانها صحبت از اجماع سیاسی و اینده کشور راجع به مقامدت دوم و شورا های مردمی و قوماندان های نیرو مند بخاطر دفاع از هر ولایت .ولسوالی و قریه جات صحت میکنند با وجود این هم گفتار بیاید عمل کنیم دیگر مردم را فریب ندهیم و بخاطر باقی مانده در دولت ازین صحبت بگذریم به حال این مردم بیچاره رحم کنند دیگر ازین خون ریزی دست گشتده دست با دست هم داده این وطن را نجات داده اینده را روشن کنیم ناگفته نباید گدشت که دیگر اینکه برای رفع این هم بحران اتفاق واتحاد تمام اخزاب سیاسی به شمول دولت تحت نطر سازمان ملل متحد و سازمان کشور های اسلامی و یا انتقال قدرت به شورای نظامی تا تمام امورات دولتی کشور را رهبری نموده تا مملکت به حالت نورم و عادی برگردد.

  4. وحید سیب ستاسو شکایت ښه دی خو بیا هم فایده یی کمه ده. ستاسو خبری دامریکایی نشریاتو او یا پاکستانی یوتیوبوالاوو دی. هغوی ټول طالبان ملامتوی خو دملامتی دلیل نوایی. همدا اوس لیږ ريښتیا پیل سوی چه وایی چه خلی په غنو کی دی. بیا هم نه وایی چه ولی؟
    غنو لاهم دا ګز او دا میدان وایی. ملیشی راټولوی. ملایان راټولوی او دفاسد نظام ملاتړ غواړی. سوله دوه طرفه غواړی. طالبان له چاسره سوله وکړی؟
    په څه سوله وکړی؟ غنو فاسد نظام غواړی او طالبان اسلامی نظام. که غنو اسلام نه غواړی نو دطالبانو ملامتول ظلم دی.
    ستاسو دلیکنی ټغر می خوښ نه سو. تاسو دهیمونیزم کیسه راروانه کړی او افغانان مسلمانان دی. داسلامی نظام غوښتونکی باید داسلامی فقه سره سمه خبره وکړی. که داسلامی نظام مخالفین داسلامی نظام غوښتونکی وژنی او تاسی دا مسلمانان دجنګ په خاطر ملامتوی نو دا خو بیا په ټول اسلام ملامتی وایاست. نبی علیه السلام ولی له مشرکو سره جنګ کاوو؟ ستاسو په منطق نو بیا هغه هم باید ناروا وبلل سی.

  5. ملا ثابته، د کوم اسلام خبرې کوې. دا افغان وژنه، د پلونو او سړکونو ورانول، د واکسیناتورنو، علماو، وژل، انتحاری حملې دا تاسو ته اسلام ښکاري. لعنت په داسې مسلماني چې تاسې یې وړاندې کوې. تاسو خو ؤالله که واقعې اسلام وپېژنۍ او یا باور پرې ولرئ. قومومی پاڅونونه هغه وخت وشول چې ذلیل او پلورل شوی طالب د خبرو له میزه کونه ورته کړه او مسکو او شرق او غرب ته یې سفرونه پیل کړل او د خبرو پر ځای یې د ای اس ای په اشاره افغان نسل وژنه او په کلیو او باڼدو حملې شروع کړې. دا خلکو د طالب پر ضد سلاح نه ده اخیستې. دوی د ای اس ای پر ضد سلاح اخیستې او تر مرګه به جنګېږي. فساد او بد بختیو ته هم همدوی زمینه برابره کړې.
    ملا ثابته، اوس ستاسو او ددې نورو مستعاریانو او معلومو ګوډاګیانو ماهیت او اصل ټولو افغانانو ته معلوم شوی. که هر څه ولیکې، او که خپلې خولې تر حلقه څېرې هم کړئ، وړۍ به مو شړۍ نه شي، پرته له دې چې ځانونه نور هم ذليل کړئ. مشوره مې تاسو او ستاسو په نامه پاکستانی مرتدو لیدرانو ته دا دی چې له افغانستانه کونه وباسئ، داسې نه چې حمید ګل او کرنل امام مو په ګور کې خپل په کړونو په غولخورتیا پښېمانه شي. اشرف غني ستاسو تورمخو او تور اعمالو په مذهب ښه پوهېږي. ځکه مو زړه ورته تنګ دی.

  6. ثابت سيب!
    نه غواړم او وخت نلرم چې مناظره وکړم. د يوټيوب نه شوق لرم او دومره پالتو وخت لرم چې د پاکستانيانو اوتى بوتى واورم.
    زه په خپل دريز وياړم تاسو قياس مع الفارق کړى دى

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب