Home+هسپانیا او ایټالیا د اروپا فوټبال اتلولۍ نیمه پای لوبې ته ووتې

هسپانیا او ایټالیا د اروپا فوټبال اتلولۍ نیمه پای لوبې ته ووتې

تاند ( شنبه، د سرطان ۱۲) د اروپا فوټبال اتلولیو په کواټر فاینل لوبو کې هسپانیا سویزرلنډ او ایټالیا، بلجیم ته په ماتې ورکولو سره نیمه پای لوبو ته لاړې.

د هسپانیا او سویزرلنډ ترمنځ په زړه پورې لوبه ترسره شوه.

په دغه لوبه کې تر ۹۰ دقیقو لوبه  ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده، چې دواړو ته د ۳۰ اضافي دقیقو وخت ورکړل شو خو بیاهم کومه لوبډله په ګول وهلو بریالۍ نه شوه.

په دې سره پينالتي شاټونه ترسره شول او هسپانیا د ۳ په ۱ ګولونو سره بریا خپله کړه.

په بله لوبه کې چې د ایټالیا او بلجیم فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، په کې ایټالیا وتوانېدله د نړۍ لومړی مقام لرونکي لوبډلې بلجیم ته ۲-۱ ګولونو ماتې ورکړي.

په دغه لوبه کې لومړی ګول د ایټالیا له لوري «نیکولو بریلا» په ۳۱مه دقیقه کې وواهه او دغه راز یې په ۴۴مه دقیقه کې د «لورینزی انسینیا» په مرسته دوهم ګول وواهه.

د یادونې ده چې له دې وړاندې د یادو سیالیو په شپاړسم پړاو کې د تېر نړیوال جام ګټونکې لوبډله فرانسه، د تېر اروپا فوټبال اتله لوبډله پرتګال او دغه راز د جرمني او نیدرلنډ په څېر سترې لوبډلې له اروپا فوټبال اتلولیو بهر شوي دي.

په روانو لوبو کې دوهم کواټر فاینل لوبې د چک جمهوریت او ډنمارک او دغه راز د اوکراین او انګلستان لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...