شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهپکتیاوالو له جمهوري نظام او افغان ځواکونو ملاتړ اعلان کړ

پکتیاوالو له جمهوري نظام او افغان ځواکونو ملاتړ اعلان کړ

تاند (پنجشنبه د سرطان ۱۰) د پکتیا ولایت سلګونو اوسېدونکو چې قومي مشران، ځوانان او مېرمنې په کې شامل وې پرون چهارشنبه یې په ګردېز ښار کې د جمهوري نظام او افغان ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړ.

د غونډې ګډونوالو وویل چې د افغانانو لپاره تر بل هر نظام، جمهوريت غوره دی او د ساتلو لپاره به یې له افغان سرتېرو سره اوږه په اوږه تر پایه ودریږي.

دوی وویل د جمهوریت او له افغان سرتېرو ملاتړ د هر افغان مسؤلیت دی، خو زیاته یې کړه چې په نظام کې د شته فساد، نېمګړتیاوو او بې عدالتیو څخه به هم پرده پورته کوي.

د غونډې ګډونوالو په ګڼ شمېر ولایتونو کې د ولسوالیو سقوط ته په اشارې وویل، په وخت د سرتېرو نه لاسنیوی د افغان ځواکونو په حق تیری دی او له سرغړوونکو سره باید قانوني چلند وشي.

په پکتیا کې د جمهوریت او د افغان ځواکونو په ننګه داسې مهال د ملاتړ غونډه کیږي، چې ددې ولایت په یوولس ولسوالیو کې افغان سرتیري او وسله وال طالبان د ولسوالیو د نیولو او سقوط کولو لپاره یو د بل په وړاندې جنګیږي.

د راپورونو په اساس دا مهال د پکتیا اووه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

د پکتیا ځایي چارواکي وایي، ډېر ژر به د دې ولایت ټولې له لاسه وتلې ولسوالۍ بېرته ونیسي او سیمه ییزه حکومتوالي به پیاوړې کړي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې په ګڼ شمېر نورو ولایتونو کې هم ولسي خلکو د نظام په ملاتړ او د وسله والو طالبانو پر ضد وسلې پورته کړي او ویلي یې دي چې د جمهوریت د ساتلو لپاره به له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه ودرېږي.

2 COMMENTS

  1. د ټالبانو کرغیړنه څیره هرچاته معلومه ده، هیڅوک د دوی دغه لوده ګي فکر او دوی چی د پاکستان کوم اهداف دلته تعقیبوي ،نه مني

  2. محترم تاند پورتال د ما کومنت د پکتیا میرمنو د برقو استعمال باره کښی چی د لو ځکو په شان راټول کړ شوی دی ما دی ډرامی ته لنډه اشاره کړی وه اما وروسته لیری کړۍ شوه !!!! وطنی میرمنی ټیکری استعمالوی او د شهرونو میرمنو بالخصوص باسواده میرمنی د برقو استعمال ته ځانونه نه تسلیموی او همدارنګه د غلام دولت او امریکا دوامداره تبلیغات د میرمنو ازادی په هکله همیش صورت مومی او دائی طالبانو ته د صلحی اساسی نقطه په ګوته کړی دی اما دا تصویر برعکس شکل لری !!!!

    د پکتیا میرمنو د برقو تصویر ښکاره کول دا معنی لری چی د میرمنو ازادی تبلیغات جعلی دی نو زه پوه نشوم چی تاسی ولی د ما کومنت مخالفت کړۍ دی ؟؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی