ډاکټر علامه اقبال چي ډېر خلک ئې په اقبال لاهوري پېژني د شلمي پېړۍ مشهور شاعر، فيلسوف، سياستمدار، قانون پوه، صوفي او ستر مفکر تېر سوى دئ. نوموړي د اسلامي نړۍ او مسلمانانو د پخواني برم او عظمت د بيا را ژوندي کولو له پاره ډيري هڅي کړي دي او همدارنګه د مسلمانانو څخه غواړي څو د اسلام د ژوند فلسفه په خپل ژوند کي په عملي توګه پلې کړي او د غفلت له خوبه را ويښ سي.
علامه اقبال خپل دغه پيغام د خپلو ليکنو، خطابو او شعرونو له لارې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته ورساوه. خو د دوى د شهرت اساسي لامل د دوى شاعري ده، چي ډېره برخه ئې تصوف او د اسلامي نړۍد را ويښولو له پاره ځانګړې سوې ده او په خپله دغه شاعري سره ئې ډېر شهرت موندلى دئ او د”شاعر مشرق” لقب ئې تر لاسه کړى دئ.
زوکړه:
علامه اقبال چي اصلي نوم ئې محمد اقبال دئ، د نور محمد زوى، د ١٨٧٧ مېلادي کال د نوامبر پر ٩ نېټه، د جمعې په ورځ (چي د ١٢٥٦ هجري لمريز کال د عقرب د ١٨ او ١٢٩٤ هجري سپوږمير کال د ذي القعدې د ٣ نېټې سره سمون لري) دپاکستان د پنجاب ايالت، د سيالکوټ([1])په ښار کي زېږېدلى دئ.
کورنۍ او نسب:
د اقبال پلار شېخ نور محمد له اقبال څخه پرته شپږ نور اولادونه هم لرل او مشر زوى ئې شېخ عطاء محمد نومېدئ، چي تر اقبال ١٤ کال مشر و.
شېخ نور محمد له اصله کشميرى و او نيکه ګان ئې د کشمير د برهمنانو څخه وه، چي په اوولسمه مېلادي پيړۍ کي، د اقبال تر زوکړي تقريباً دوه سوه کاله وړاندي، د مغل شاه جهان (١٠٣٧- ١٠٦٧ هـ . ق ) په وخت کي مسلمانان سوي وه او د ١٨ مېلادي پېړۍ په اواخرو او يا د ١٩ مېلادي پېړۍ په اوايلو کي د هغه وخت د کشمير څخه سيالکوټ ته راغلي او دلته مېشه سوي وه.
زده کړي:
د اقبال پلار شېخ نور محمد يو دينداره او پرهيزګاره سړى و او ناسته پاسته ئې زياتره د علماو سره وه. نواقبال چي دڅلورو کالو سو، په ١٨٨٢ع کال ئې دمولانا غلام حسن په مسجدکي شاګرد کړ. د اقبال زدکړي د همدغه ځاىه څخه شروع سوې او له معمول سره سم ئې د قرآن کريمه څخه شروع وکړه. او يو کال وروسته، په ١٨٨٣ع کال کي د اقبال پلار نور محمد د خپل يو ملګري سيد ميرحسن له خوا هڅيږي، چي اقبال د عصري زده کړو د زدکړي له پاره په مکتب کي شامل کي او د اقبال پلار د نوموړي په هڅونه اقبال د سيالکوټ، په سکاچ مشن هاى سکول کي شاملوي.
په ١٨٩٣ع کال کي اقبال د سکاچ مشن هاى سکول څخه د ميټريک سند تر لاسه کئ او په همدې کال، په سکاچ مشن کالج کي شامل سو. په ١٨٩٥ ع کال کي اقبال د کالج څخه فارغ سو او د لوړو زده کړو له پاره لاهور ته ولاړئ او په لاهور ګورمينټ کالج کي ئې داخل سو. په دغه کالج کي ئې د ليسانس د دورې له پاره فلسفه، انګلسي ادبيات او عربي ژبه انتخاب کړه. په ١٨٩٧ع کي ئې د دغه کالج څخه خپل د ليسانس(B.A) سند واخيست او په فلسفه کي ئې تر ټولو ډېري نمر ې ترلاسه کړي وې، چي د سرو زرو د مډال او سکالرشپ مستحق وبلل سو.
تر دې وروسته اقبال فلسفې ته مخه او په ١٨٩٩ع کي ئې د پنجاب پوهنتون څخه په فلسفه کي ماسټري تر لاسه کړه. نوموړي په ټوله پنجاب ايالت کي لومړى مقام وګاټه او په همدې کال ئې په دغه کالج کي د عربي ژبي د ښوونکي د نده هم شروع کړه.
وروسته بيا د ګورنمنټ کالج د فلسفې په څانګه کي د اسسټانټ پروفيسر په توګه وټاکل سو. تر ١٩٠٥ع پوري ئې دې دندي ته دوام ورکړ، تر څو چي په ١٩٠٥ ع کال کي د نورو زدکړو له پاره اروپا ته ولاړئ.
اقبال په ١٩٠٥ع کال نورو زده کړو ته د لندن د کېمبرج پوهنتون (Cambridge University) په ټرينټي کالج (Trinity College) کي دوام ورکړ او په ١٩٠٧ع کال ئې د دغه کالج څخه د ليسانس سند او همدا رنګه ئې د لندن د قانونپوهني دټولني، لنکلن اين (Lincoln’s Inn) څخه په قانونپوهنه کي د بارسټر سند (Barrister) تر لاسه کړ.
په همدې کال (١٩٠٧ع) کي جرمني ته ولاړ او د جرمني د مونيخ پوهنتون (University of Munich) څخه ئې د فلسفې په څانګه کي د دکتورا سند تر لاسه کړ.
د اقبال سفرونه:
اقبال په ١٩٣١ع کال لندن سفر ته وکړ او په هغه ګردي مېز کي ئې برخه واخيسته، چي د هندوستان د اساسي قانون د جوړېدولو له پاره جوړ سوى و او په همدې کال ئې فلسطين ته هم سفر وکړ.
د ١٩٣٣ع کال په سر کي ئې هسپانيې ته سفر وکړ او د هسپانيې په ماډريډ پوهنتون کي ئې د “هسپانيه او د اسلام فلسفه” پر موضوع باندي ليکچر ورکړ او همدا رنګه ئې د غرناطې، قرطبې، اشبيلې او طيلطيلې څخه هم ليدنه وکړه او د قرطبي په مسجد کي ئې، چي اوس موزيم دئ. پسله اووه سوه کال وروسته ازان وکړ او لمونځ ئې پکښي اداء کړ.
په همدې کال (١٩٣٣ع) کي ئې د نادر شاه په بلنه د کابل پوهنتون د پرانيستني په مراسمو کي د ګډون له پاره، د خپلو دوو نورو ملګرو سره د خيبر درې له لاري افغانستان ته سفر وکړ. په دې سفر کي ئې د کابل، غزني، کندهار او نورو ښارونو څخه ليدنه وکړه او د کوټي پر لار بيرته پاکستان راغئ. اقبال پر دې سفرونو سربيره مصر، ايټاليا او د اروپا نورو هيوادونو ته هم سفرونه کړي دئ.
د اقبال آثار:
علامه اقبال په نظم او نثر دواړو کي آثار لري، خو د نظم برخه ئې پر نثر ډېره ده او علامه په خپله منظومه فلسفي شاعري ډېر مشهوره دئ. چي په خپله همدغه شاعري سره ئې د “شاعر مشرق” لقب ګټلى دئ. د علامه منظوم آثار په اُردو او پاړسي دواړو ژبو دي او په دواړو ژبو کي ئې ښه پخه شاعري کړې ده. خو د پاړسي شاعرۍ برخه ئې پر اُردو شاعرۍ ډېره ده. علامه خپله شاعري په اُردو کي شروع کړې ده، وروسته ئې بيا پاړسي ته مخه کړې ده، ځکه چي پاړسي ژبه، د ده د فلسفي افکارو او نظرياتو د افادې له پاره تر اُردو ژبي خورا پراخه او وسيع ژبه وه. ويل کېږي چي علامه ټول ١٢٠٠٠ نظمونه ويل دي، چي د دغو څخه ئې ٧٠٠٠ زره په پاړسي او ٥٠٠٠ ئې په اُردو دي.
د علامه د نثري آثارو برخه تر نظم لږ ده،او ډېر برخه ئې په انګريزي ژبه ده، خو کوم موثريت چي د علامه په نظم کي پروت دئ، په نثر کي ئې نسته. د علامه نثري آثار د اقتصاد او فلسفې په برخه کي دي او همدا رنګه ئې ځيني خطابې دي، چي په هغو کي ئې مسلمانانو او اسلامي نړۍ ته خطاب کړى دئ، څو د غفلت له خوبه را ويښ سي او خپل پخوانى برم او عظمت را ژوندى کړي.
فارسي آثار :
- اسراري خودي :
دا اثر د علامه اقبال لومړۍ پاړسي اثر دئ او لومړى ځل په ١٩١٥ع کي چاپ سوى دئ.
په لاهور کې د علامه اقبال مزار
- رموز بې خودي:
دا اثر لومړى ځل په ١٩١٧ع کي چاپ سوى دئ، علامه په دغه اثر کي د اسلامي اُصولو او قوانينو سره سم، يوه ايډيله اسلامي ټولنه غواړي.
- پيام مشرق:
دا اثر لومړى ځل په ١٩٢٤ع کي چاپ سوى دئ او په دې اثر کي علامه شرق ته يو پيغام لري، تر څو خپل پخوانى برم او عظمت بيا را ژوندى کړي.
- جاويد نامه:
دااثر لومړى ځل په ١٩٣٢ع کي چاپ سوى دئ. په دغه اثر کي د اقبال ډېر دقيق ترين عرفاني افکار او سياسي او اجتماعي نظريات راغلي دي.
- پس چي بايد کرد اې اقوام شرق:
دا اثر لومړى ځل په ١٩٣٦ع کال کي تر ضرب کليم وروسته چاپ سوى دئ. په دې اثر کي علامه نوى نسل مخاطب کوي او خپلو مسووليتونو ته ئې متوجه کوي.
- مسافر:
مسافر (سياحت چند روزه افغانستان (اکتوبر ١٩٣٣ ع) )، دا د افغانستان سفرنامه ده. په مثنوي فورم کي ليکل سوې ده او په ١٩٣٤ ع کي چاپ سوې ده.
- ارمغان حجاز:
دا د علامه اقبال وروستى اثر دئ، چي د ده تر مرګ شپږ مياشتي وروسته چاپ سوى دئ. دا اثر په اردو او پاړسي دواړو ژبو ليکل سوى دئ، خو د کتاب درې برخي په پاړسي ژبه دي.
- زبور عجم:
دا اثر لومړى ځل په ١٩٢٧ع کي چاپ سوى دئ.
اُردو آثار :
- بانګ درا:
دا د علامه اقبال لومړۍ اُردو شعري ټولګه ده، چي په ١٩٢٤ ع کي چاپ سوې ده. تر دغه وخته چي علامه په اُردو ژبه کي کومه شاعري کړې ده، ټوله په دغه ټولگه کي راغلې ده. او دا اثر پر درو برخو وېشل سوى دئ:
اوله برخه: د شاعرۍ د شروع څخه بيا تر ١٩٠٥ع پوري شعرونه.
دوهمه برخه: د ١٩٠٥ ع څخه تر ١٩٠٨ع پوري شعرونه.
درېيمه برخه: د ١٩٠٨ څخه وروسته شعرونه .
- بال جبريل:
دا اثر لومړى ځل په ١٩٣٥ع کي چاپ سوى دئ. ويل کېږي چي دا اثر د اقبال په اثارو کي تر ټولو ډېر خوښ کړل سوى اثر دئ.
- ضرب کليم:
دا اثر لومړى ځل په ١٩٣٦ ع کي، د علامه تر مړيني دوه کاله وړاندي چاپ سوى دئ.
- ارمغان حجاز (اُردو برخه):
دا د علامه اقبال وروستى اثر دئ، چي د ده تر مرګ شپږ مياشتي وروسته چاپ سوى دئ. دا اثر په اُردو او پاړسي دواړو ژبو ليکل سوى دئ، خو د کتاب د درو برخه څخه يوه برخه ئې په اُردو ژبه ده.
- علم الاقتصاد:
دا د علامه اقبال لومړى اثر دئ، چي داقتصاد په اړه ئې ليکلى دئ او لومړى ځل په ١٩٠٣ع کي چاپ سوى دئ .
انګليسي آثار:
- The Reconstruction of Religious thought in Islam:
دا کتاب (په اسلام کې د مذهبي افکارو نوى تشکيل) په ١٩٣٠ع کال کي چاپ سوى دئ او د هغو اوو (٧) خطبو يا خطابو ټولګه ده، چي علامه اقبال په مدراس، ډيلي او علي ګړهـ کي ورکړي وې. او دا ئې کتابي بڼه ده.
- The Development of Metaphysics in Persia:
دا اثر (د فلسفې سير په ايران کي) د علامه اقبال د دوکتورا تېزيس دئ. چي په انګلسي ژبه ئې ليکلى دئ.
په پښتو کي د علامه اقبال د آثارو ژباړي :
د علامه اقبال تقريباً ټول آثار پښتو ته را ژباړل سوي دي، کوم آثار چي ئې ماته معلوم دي، په لاندي ډول دي:
- بانګ درا:
دا اثر ٣٣٦ مخه لري، په ١٩٦٣ ع کال کي چاپ سوى دئ، خپرندوى ئې علامه اقبال اکاډمي کراچي او پښتو اکېډمي – پېښور پوهنتون دي. چاپ ئې په پبلک آرټ پريس پېښور کي سوى دئ. منظومه ژباړه ئې سيدراحت زاخيلي کړې ده.
- پيام مشرق:
دا اثر ٢٦٤ مخه لري، په ١٩٦٣ ع کال کي چاپ سوى دئ، خپرندوى ئې علامه اقبال اکاډمي کراچي او پښتو اکېډمي – پېښور يونيورسټي دي. چاپ ئې په پبلک آرټ پريس پېښور کي سوى دئ. منظومه ژباړه ئې شيرمحمد مينوش کړې ده.
- زبور عجم:
دا اثر ٢٠٨ مخه لري، په ١٩٦١ ع کال کي چاپ سوى دئ، خپرندوى ئې علامه اقبال اکاډمي کراچي او پښتو اکېډمي – پېښور يونيورسټي دي. چاپ ئې د پېښور يونيورسټي په کتاب خانه کي سوى دئ. منظومه ژباړه ئې سيد تقويم الحق کاکاخېل کړې ده.
- ارمغان حجاز:
دا اثر ٢٨٠ مخه لري، په ١٩٦٤ ع کال کي چاپ سوى دئ، خپرندوى ئې علامه اقبال اکاډمي کراچي او پښتو اکېډمي – پېښور يونيورسټي دي. چاپ ئې په شاهين پرنټينګ پريس پېښور کي سوى دئ. منظومه ژباړه ئې امير حمزه شينواري کړې ده.
- بال جبريل:
دا اثر ٢٢٤ مخه لري، په ١٩٦٧ ع کال کي چاپ سوى دئ، خپرندوى ئې علامه اقبال اکاډمي کراچي او پښتو اکېډمي– پېښور يونيورسټي دي. چاپ ئې په شاهين پرنټينګ پريس پېښور کي سوى دئ. منظومه ژباړه ئې عبدالحليم اثر سالارزي کړې ده.
- جاويد نامه:
دا اثر… مخ لري، په ١٩٦٧ ع کال کي چاپ سوى دئ، خپرندوى ئې علامه اقبال اکاډمي کراچي او پښتو اکېډمي – پېښور يونيورسټي دي. منظومه ژباړه ئې امير حمزه شينواري کړې ده.
- ضرب کليم:
دا اثر ١٨٢ مخه لري، په ١٩٦٧ ع کال کي چاپ سوى دئ، خپرندوى ئې علامه اقبال اکاډمي کراچي او پښتو اکېډمي– پېښور يونيورسټي دي. چاپ ئې په شاهين پرنټينګ پريس پېښور کي سوى دئ. منظومه ژباړه ئې سيد تقويم الحق کاکاخېل کړې ده
- پس چي بايد کرد:
- دا اثر… مخ لري، په …….. ع کال کي چاپ سوى دئ، خپرندوى ئې علامه اقبال اکاډمي کراچي او پښتو اکېډمي-پېښور يونيورسټي ده. منظومه ژباړه ئې سيد تقويم الحق کاکاخېل کړې ده.
- په اسلام کښي د مذهبي افکارو نوى تشکيل:
دا اثر ٢٩٤ مخه لري، د انګليسي څخه ژباړل سوى دئ او ژباړن ئې پروفيسر سيد الابرار دئ، په ١٩٧٢ ع کي د علامه اقبال اکاډمي کراچي او پښتو اکېډيمي پېښور پوهنتون په وساطت خپور سوى دئ او چاپ ئې په سپين زر پريس پېښور کي سوى دئ.
- پردېس:
دا اثر دعلامه اقبال د “مسافر” د سفرنامې منظومه ژباړه ده، چي په ١٣٢١لمريز کال کي په انيس ورځپانه کي خپور سوى دئ.
مړينه او مزار:
د شرق دغه نابغه او علامه فيلسوف، شاعر او ليکوال، د ١٩٣٨ع کال د اپريل پر ٢١ مه د ورپيښي ناروغۍ له امله ومړ او د لاهور په پادشاهي مسجد کي خاورو ته وسپارل سو.
————————————
ماخذونه :
- د اقبال اُردو کليات، د ډهلي چاپ ١٩٧٢ع کال.
2.د علامه اقبال ادبي شهکارونه، ليکنه مولانا ابوالحسن علي الندوي، د عبدالحکيم امل ژباړه، ميوند خپرندويه ټولنه، ١٣٩٠ ل.
3.د علامه اقبال ژوند ته یوه کتنه/عطا محمد میاخېل، تاند ويبپاڼه .
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand3&article=26760
- علامه اقبال : ژوند او افکار/ ډاکټر مطيع الله امانزی، اصلاح ويبپاڼه.
http://eslahonline.net/6118
- ويکيپيډيا، د انټرنيټ اونلاين دائرة المعارف، انګليسي برخه.
http://en.wikipedia.org/wiki/Muhammad_Iqbal
- ويکيپيډيا، د انټرنيټ اونلاين دائرة المعارف، پاړسي برخه.
http://fa.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%82%D8%A8%D8%A7%D9%84_%D9%84%D8%A7%D9%87%D9%88%D8%B1%DB%8C
- ويکيپيډيا، د انټرنيټ اونلاين دائرة المعارف، اُردو برخه.
http://ur.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF_%D8%A7%D9%82%D8%A8%D8%A7%D9%84
سلام
هو! !د اقبال افکار:
د ١٩٣٣ع کال په سر کي ئې هسپانيې ته سفر وکړ او د هسپانيې په ماډريډ پوهنتون کي ئې د “هسپانيه او د اسلام فلسفه” پر موضوع باندي ليکچر ورکړ او همدا رنګه ئې د غرناطې، قرطبې، اشبيلې او طيلطيلې څخه هم ليدنه وکړه او د قرطبي په مسجد کي ئې، چي اوس موزيم دئ. پسله اووه سوه کال وروسته ازان وکړ او لمونځ ئې پکښي اداء کړ.
اقبال د یوه مبتکر،دانشمند،عالم ، شاعر او څو بعدی اسلامی شخصیت په توګه په نړۍ کې لوړ مقام لری او دهغه افکار ډېر لوړ او منطقی معیا رونه لری .
۷ پېړې وروسته ، آذان ،لمونخ کول او داقبال اسلامی لید لوری ، دتیورۍ بشپړ عالم
د لارې په سر له خپلو ملګرو جلا شو او ودانۍ ته ننوت او هلته یې آذان وکړ . او کله یې چې لمونځ اداکړ نو خپلې او ښکې يې پاکې کړې نیکلسن داکسفورد د پوهنتون یو پرو فیسور لیکی. داقبال لید لوری فلسفی اړخ لری. ستا لیکنه جالبه ده
د اقبال په باب بايد دا هم وويل شي چې ده دا ټول فکر او سوچ له مولانا بلخي او افغان سيد جماالدين اخيستى او سمه نيمه شاعري يې د خوشحال خان راغلا کړې.