یکشنبه, مې 19, 2024
Homeکالمونهسمندرژوندۍ زمانه یا د اوسېدلو زمانه

ژوندۍ زمانه یا د اوسېدلو زمانه

محمد انور وفا سمندر

«ولا بل چا سره بند شوم!»، «هغه…ټینګ کړم رانغلم، ما وبخښئ!»، «نه، زه بل ځای وم!»، «افسوس، چې زه هم هلته وای!»، «وخت نشته!»، «څوک وخت نه راکوي!»، «پر ما کار ډېر دی!»، «ولا هېڅ نه وزګارېږم!»، «زړه مې ډېر در پسې تنګ دی، خو زه له خپله(کوره، کاره، ځایه…) نشم ښورېدلای!»…

داسې یو انسان چې تل ځان ددغو دلایلو په دیوالونو کې ساتي، څومره آزاد دی!؟

څومره آسانه ده، چې د ذهن مدافع لښکر پر ځان را وغوړو او داسې-منطقي پلمې- جوړې او تکثیر کړو!

څومره انسانان به وي، چې ووایي: «هغه ځای کې یم، چې غواړم واوسم!» خو که له خپل تربیه شویو ذهنونو لږ څه را آزاد شو، لږ څه زړه ته واک ورکړو، چې پښې او نور حواس-په تېره بیا ذهن- مو هدایت کړي، نو لېرې نه ده، چې له خپل شخصي زمان او مکان څخه د مهاجرت حس او اګاهي به له لاسه ورکړو.  بیا سخته نه ده، چې ووایو:

دغه شېبه هغه څه ګورم، چې غواړم ویې ګورم!

هغه څه اورم، چې غواړم وایې ورم!

هغسې اوسم، چې غواړم واوسم!

نو: لیدل او اورېدل، اوسېدل او ژوند کول په معین ځای (مکان) او معین وخت (زمان) کې تر سره ممکن ګرځي.

یو وګړی او یو موجود- حتا یو شي- یوازې په یوه ځای او یوه مکان کې اوسېدلای شي.

ځکه نو ویلای شو، چې مکان او زمان خپله انتخابو.

دا هغه څه دي، چې موږ له محیطي، او اجتماعي شرایطو آزادوي او ددې هوښېارتیا راکوي، چې آزادي په رښتېنې معنا سره کشف او تجربه کړو.

متوجه کېږو، چې زموږ آزادي نه په فزیکي او اقلیمي شرایطو او نه په ټولنیزو او واکمنو فرهنګي فضاګانو پورې اسیره ده؛ بلکې آزادي د اګاهۍ هغه وضعیت دی، چې له پېله مې ځان کې روزلای او یا را باندې زده شوی دی!!!(خدای تعالی مو دې له داسې برخلیک څخه وساتي، چې څېره مو خپله وي او فکر، باور او اګاهي د بل!!!)

د تجربې له مخې وېلای شم، چې زمان او مکان د اګاهۍ د وضعیت محصول دي.

هغه څه چې حقیقت لري؛ فقط د وګړي د فردي اګاهۍ وضعیت دی. که اګاهي یوازې د مادي او فزیکي تحقیقاتو محصول وي، نو زمان یې هم مادي- ذهني دی، او که اګاهي د حقیقت د مستقیم او بې واسطې درک محصول وي، نو فرد ټول زمان مومي او ژوند ته په پوره معنا داخلېږي.

خو دومره هم آسانه نه ده! موږ او تاسو کې څوک کولای شي، دا ومني، چې په خپل زمان او خپل مکان کې دی؟؟؟

خپل زمان همدغه د اوسېدلو ژوندی زمان دی. او دا څه زبات ته اړتیا نه لري؛ نو بیا ولې د خپل په اصطلاح هوښیار ذهن په لومو کې لوېږو، او ځان له خپل زمان او مکان څخه پردي او مهاجر ګڼو!؟

ښایي موږ د هغه فکر او عمل د څښتنولۍ احساس ونه لرو، چې دغې شېبې (زمان) او دغه ځای (مکان) ته یې را رسولي یو!

آیا موږ هر یو غواړو په خپلو دواړو پښو په هغه ځای کې ودرېږو، چې زړه مو غواړي؟

آیا غواړو هغه شېبه خپله کړو، چې زړه مو په کې غوړېږي، او موږ یې د ملکیت احساس تر لاسه کوو؟

نو بیا څه دي، چې موږ یې په داسې شېبه او داسې ځای کې ودرولي یو، چې نه مو زړه په کې آرام دی او نه مو حواس او ذهن هلته قرار موندلای شي؟؟؟

موږ ژوندي یو او ژوند په ژوندۍ زمانه کې شونی دی، نو که په خپله حاضره شېبه کې، په ټول زړه، او ټولو حواسو او ټول ذهن سره را ویښ او متوجه واوسو، ښایي ژوند هومره ساده، آسانه، آرامه، او له خوندونو او رنګونو ډک شي، چې لېرې لېرې، د ماشومتوب په مهال مو چېرې تجربه کړی وه.

له مسیح نه یوه خبره را نقل شوې: چې ماشوم نه شې، جنت ته نشې داخلېدلای.

راځئ! جنت ته د ننوتلو او جنت کې د راويښېدلو لپاره همداسې بې پروا سپین ماشومان شو، چې زړه په کې پاچا دی.

یادونه: ددغو خاطرو او ډیالوګونو مخاطب زه خپله یم، ځکه نو ډاډ درکوم، چې د ستاسو یوه سپېڅلي د د نقد اراده او هوس نه لرم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب