شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهعمران خان: له طالبانو سره اړیکې نه پالو، افغانستان راته مهم دی

عمران خان: له طالبانو سره اړیکې نه پالو، افغانستان راته مهم دی

 تاند(شنبه، د سرطان ۵) د ډاڼ په نوم پاکستانۍ ورځپاڼې لیکلي، چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغانستان په اړه خپل دریځ روښانه کړی دی او ویلي یې دي چې که چېرته طالبان په زور پر ټول افغانستان واکمن شي نو پوځ به یې کوم اقدام ونه کړي خو خپله پوله به ورسره وتړي.

هغه دغه راز څرګنده کړې چې پاکستان له مرکزي اسیا سره ښو سوداګریزو اړیکو ته ژمن دی او د افغانستان له لارې به د دغې سیمې له هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړي.

عمران خان په افغانستان کې پر روان وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی دی چې که تاوتریخوالی همداسې دوام ومومي نو دغه هېواد به یو ځل بیا کورنیو جګړو کې ښکېل شي.

هغه څرګنده کړې چې دوی د سولې برخه کې خپله ټوله هڅه کړې ده خو په خبره یې، له بده مرغه چې افغان چارواکي لا هم دا احساس کوي چې ګوندې پاکستان هغسې چې اړینه ده همکاري نه کوي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې دوی به د طالبانو پر وړاندې له نظامي اقدام پرته ټول فشار وکاروي څو دا ډله د مذاکراتو له لارې سولې ته وهڅوي.

د یادونې ده چې تېره ورځ هندوستان ویلي چې په افغانستان کې د سولې د هر ډول هڅو ملاتړ کوي او د ګاونډیو هیوادونو ترڅنګ له ټولو ښکیلو اړخونو سره په اړیکه کې دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې نړۍ ښه پوهیږي چې پاکستان په افغانستان کې کوم کارونه وکړل.

په افغانستان کې د هندوستان د موجودیت په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د تبصرې په غبرګون کې، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندم باګچي ویلي، چې نړۍ ته ښه معلومه ده چې پاکستان په افغانستان کې څه وکړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څو ورځې مخکې په یوه مرکه کې ویلي وو، چې د هند له خوا په پاکستان کې د شر پارونې په خاطر د افغانستان له خاورې د کار اخيستلو له امله سخت رنځ وړي.

3 COMMENTS

  1. لعنت دی پر تا غوندې وحشي ځناور وي. دا له شرمه ډکې ببولالې دی کوم بل ځای وغږوه. ټولې نړی ته ستاسو ټيټ تروریستي فطرت معلوم دی. الله پاک خو هسې هم طالب خپل په قهر او غضب ګرفتاره کړی چې درګرده هره ورځ په افغانستان کې مردارېږي. خو ستاسو په حق کې هم ضرور څه نه یو څه وکړي. ستا په شمول، د الله له عدالته هیڅوک نشي تښتېدلی.

    ګرانو او غیرتي هیوادوالو ته: د قران لپاره، ددې وطن د عزت لپاره، د میندو،خویندو، سپنږېرو، ماشومانو، ځوانانو او ددې وطن د راتلونکي لپاره راځی سره یو شو او دې پاکستاني نرښځیانو ته داسې سبق ورکړو چې د ژوندیو تر څنګ یې مړه شړي په ګور کې هم خپل په ناروا کړونو پښیمانه شي. راځې چې افغانستان ددوی لپاره په ګورستان بدل کړو څو دا پلیده پدیده، بیا دې هېواد ته د تاريخ په اوږدو کې به بده او کږه سترګه و نه ګوري. مننه

  2. NATO&AMERICA MILITARY PERSONNEL EVERY ONE KNOWS.
    WHERE TALIBS LIVE AND WHO SUPPORT TALIBS.
    WHY THIS 40+ COUNTRY DO NOT ANNOUNCE TO THE WORLD.THAT PAKISTAN IS SUPPORTER OF TERRORISM.
    IF TOTALLY AFGHANS SUPPORT AFGHAN MILI DEFENSE FORCE.
    TALIBS WILL FINISH SOON.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب