دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونههرات کې ۱۳۰ وسله والو طالبانو خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې

هرات کې ۱۳۰ وسله والو طالبانو خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې

تاند (پنجشنبه د سرطان ۳) د هرات والي عبدالصبور قانع وايي چې د وسله والو طالبانو ۱۳۰ کسیزه ډله د دغه ولایت د ملي امنیت ریاست، ولایتي شورا او قومي مشرانو د هڅو پر بنسټ د حکومت د سولې له ملي پروګرام سره یوځای شول او خپلې وسلې یې پر ځمکه کېښودې.

د چارواکو په خبره، دغو وسله والو طالبانو د هرات ولایت په شنډنډ ولسوالۍ کې د حاجي مردان نورزايي تر قوماندې لاندې فعالیتونه کول چې له جګړو لاس په سر شول او خپلې بېلا بېل ډوله سپکې او درنې وسلې یې دولت ته وسپارلې.

د هرات والي زیاتوي، طالبان باید په دې پوه شي چې د جګړې له لارې بریا ته نه شي رسېدلی او په خبره یې چې د ښه ژوند تېرولو لپاره یوازینۍ لاره د سولې پروسه ده چې باید ورسره یو ځای شي.

دغه وسله وال طالبان هم وايي چې نور باید افغان وژنه بنده او افغانان له یو بل سره متحد شي څو افغانستان یوې تلپاتې سولې ته ورسېږي.

د هرات ځايي چارواکي له طالبانو غواړي چې د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه استفاده وکړي او له دې زیات خپل ځان، کورنۍ او هېواد ته زیان ونه رسوي.

د یادونې ده چې دوه ورځې وړاندې په ننګرهار کې هم ۱۵ تنه وسله وال طالبان له جګړې لاس په سر او خپلې وسلې یې افغان دولت ته وسپارلې.

دا وسله وال طالبان داسې مهال د خپلې وسلې پر ځمکه ږدي او سولې پروسې سره یو ځای کېږي چې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړو زور اخیستی او ولسي پاڅونوالو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ او طالبانو خلاف وسلې پورته کړي دي.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب