تاند ( پنج شنبه، د سرطان ۳) قزاقستاني چارواکي وایي، چې په افغانستان کې روان وضعیت د کاسا ۱۰۰۰ پروژې پر عملي کولو هېڅ منفي اغېز نه شي کولی.
د دغه هېواد د انرژۍ مرستیال وزیر د قزاقستان پارلمان ته د خبرو پر مهال ویلي، چې د یادې پروژې چارې په چټکۍ پر مخ روانې دي.
هغه زیاته کړې، ټاکل شوې چې دغه پروژه له ژمنې سره سم تر ۲۰۲۴ کال پورې بشپړه شي.
کاسا زر د برېښنا او انرژۍ یوه لویه پروژه بلل کېږي، چې د قرغزستان او تاجکستان له اړتیا ډېره برېښنا افغانستان او پاکستان ته رسوي.
د کاسا زر پروژې بحثونه په ۲۰۰۶ میلادي کال کې هغه مهال پيل شول، چې قرغزستان او تاجکستان غوښتل له خپلې اړتیا زیاته برېښنا په افغانستان او بیا له همدغې لارې پر پاکستان وپلوري.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د قزاقستان او تاجکستان ولسمشرانو هم د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
دواړو لورو د افغانستان په شمالي ولایتونو کې وروستۍ جګړې د جدي اندېښنې وړ بللې او په خبره یې که وضعیت همداسې روان وي نو د دغه ولایتونو نا امني د ټولې سیمې پر وضعیت منفي تاثیر کولی شي.
د یادو هېوادونو ولسمشرانو د افغان جګړې د پای ته رسېدو یوازینۍ لار بین الافغاني خبرې بللې دي او په وینا یې په خبرو هر ناممکن شی ممکن کېدلی شي.
دوی ټینګار کړی چې په افغان سوله کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي او هڅه کوي دغه مذاکرات یوې پایلې ته ورسېږي.