شنبه, مې 18, 2024
Home+دا د پټي سر دی پټى شاته سورور دی

دا د پټي سر دی پټى شاته سورور دی

ليکنه ،عبدالوحيد وحيد

پخوا به افغانان د احمدشاه ابدالي او شيرشاه سوري په قوم پورې تړلي افراد بلل کيدل. په هره خوا او هر هيواد ته به چې تلل درنښت يې کيده، د عزت په سترګه ورته کتل کيده. اوس داسې نده په هوايي ډګرونو کې د ترهګرو، د مخدره توکو د سوداګرو, بلواګرو او يا هم د انساني قاچاق په سترګه ورسره چلن کيږې. په پلټنو کى ډير تحقير کيږي، توهين کيږې او ځورول کېږي. په غربي هيوادونو کې د پناه غوښتونکو خلکو په ډلو کې د هيڅ قوم او نژاد پيچلي مغلقې او اوږدمهاله دوسيې نه وي، خو افغانان په کلونو کلونو ځوريږي. لامل يې هم داده چې مونږ  په خپلمنځي جګړو کې له ټولو سرو کرښو څخه اوړو، نه مو جګړه معيارونه لري او نه هم د سولي لپاره پرنسيپونه لرو. دلته ديني عالم، ډاکټر، ښونکۍ ملکي مأمور، مدني فعال، د ښاروالي زېړپوښه ملازم حتى د ماشومانو او ښځېنه د وژلو لپاره هم دلائل وړاندي کيږې او مشروع ګڼل کېږي.

په جنازو، هديرو،  مساجدو، مدارسو، عامه غونډو، حتى رب العزت ته په سجده نسکور سرونه هم په ګوليو سوري شول،  منبر او محراب کې هم وينه توى شوه، پوهنتون په وينو ولړل شو.  د دولتي ودانیو، ښونځيو سرکونو او پلونو نړول دود شو او د روغتون په بستر کې پراته تازه زېږېدلى ماشومان او ميندې وویشتل شو. ايا له پورتنیو دردونکو پيښو وروسته مونږ ته په جګړه باندې د وياړ مقام پاتې دى؟  له دين او يا له خاورې څخه د دفاع په نوم هغه وحشتونه وشول چې نه يې په دين کې توجيه شتون لري او نه هم ورته د نړئ هيڅ تمدن مشروعیت ورکولاى شى. اوس پوهيږو چې جګړه د واک او نيابتي ده خو نومونه ورته سپيڅلي غوره شوي دي.

مونږ په ځپونکې او وژونکې کورنئ جګړه کې نښتي يو. د دفاع وزارت وياندويان په وياړلې لهجه د سوونو طالبانو د وژلو خبره کوي. طالبان د دولتي ودانيو نيول او د افغان عسکرو وژل فتوحات ګڼي. ارګ لاهم د منلو وړ وړانديزونو کولو په ځاى د ګواښونو لهجه کاروي او طالبان د سقوط، مساقطې او اسقاط په نشه کې ورک دي. دواړه اړخونه د اوسني ترينګلى وضعیت د ارزونې او د احتمالي فاجعې د مخنیوي په کيسه کې نه دي. نړئ هم  ننداره کوي.  کله چې مونږ په خپله سره وژنو، نو پردي به څه وکړي؟

مونږ اوس ولې د خپلو ګناهونو پړه په پرديو باندي اچوو؟ طالبانو په کراتو مراتو چيغې وهلې چې؛ که بهرني ځواکونه ووزي، مونږ افغانان ستونځې هوارولای شو او سره جوړېږو. ارګ او د سولې عالي شورا پاکستان ته زارئ کولې چې طالبان ورسره خبرو ته کينوي، خو داده  بهرني ځواکونه وزي او د بين الافغاني مذاکراتو کال پوره شو، خو مونږ هيڅ لاسته راوړنه نلرو، ځکه چې مونږ د شخړو د حل خپل پخواني دودونه له منځه يووړل. په مونږ کې هغه پخواني درانه مشران ووژل شول او يا مړه شول چې د ستونځو د حل هنر يې زده وو. اوس دلته د توپک حکمراني چليږي.

د بازانو په ځالو ټپوسانو قبضه وکړه. د ابدالي بچيان د خپلو رنځونو  په درملنه پسې نورو هېوادونو ته ځي. زمونږ مشران اوس دوه تابعيته لري. په بده ورځ کې له ولس څخه د تيښتې لاره خپلوي. د ابدالي لمسيان په خپلمنځي جګړه اخته دي. يو بل سره وژني. جګړه پردئ، توپک پردى، باروت پردي او موخې پردئ دي. اوس دغه منطق ښه پلويان لري چې که په جګړه کې د خلکو زامن ووژل شي، خير ده، خو په سوله کې باید غټان د امتیاز بايللو ريسک وانخلي. د سولې لپاره مو په يوکال کې يو قدم پرمختګ نلرو. بربنډ حقيقت داده چې له مونږ څخه جنګي ماشين جوړ شوى دى. وژل کولاى شو خو رغول او ژغورل مو له سره زده نه دي.

د ارګ لخوا د فساد په وړاندې د مبارزې، د موازي ادارو جوړولو، د ملي او سياسي اجماع جوړولو، سولې ته د ژمنتیا چيغو  غوږونه راته کاڼه کړل، خو دعمل په ډګر کې داسې هيڅ نه ښکاري چې موخو ته تر رسېدو پورې څومره مزل پاتې ده او څومره مو پرمختګ کړى دى؟ د فساد ويروس د سرطاني غودې غوندي زمونږ په ټولنیز بدن کې له عدليې نيولي تر اجرائیې، مقننې او د ژوند تر هرې برخې پورې رسیدلې دى.

بدبختي لا داده چې له فساد سره د مبارزې په نوم د فساد پراختیا ته وده ورکول کېږي. د موازي ادارو له تأسيس سره سره د فساد ګراف ورځ تربلې لوړ ځي.

د سولې او د فساد د نوغې ايستلو لپاره حکومت د هيچا مشوره نه مني. د موازي ادارو تاسيس د سولې وزارت جوړول، وزيرانو بدلول، د سياسي رقيبانو  ګواښل او د فساد بنسټګرو ته پروتوکول ورکول سليقوي چلن ګرزيدلى دى. هره ورځ د چارواکو د ګمارلو او لرې کولو لړئ د ارګ د مطلقې بي کفايتي او د مديريت د وړتیا د نشتون تر ټولو ستره بيلګه ده.

ولس لا د مخه پوهيده چې د امريکا له هوايي حمايت څخه پرته زمونږ امنیتي اورګانونه د طالبانو د بريدونو د مخنيوي لپاره تجهيزات نلري خو ارګ په سرټمبه توب سره د واک حرص په سر اخيستى ده او قطعاً لا تراوسه داسې وړانديز نه مني چې واک يې ګواښل کېږي. د ارګ ملاتړي او ړانده مقلدين پرته له دې چې د ستونځو عمق ته ننوزي چيغې پورته کړي چې موقت حکومت د پاکستان غوښتنه ده او دا به کله هم عملي نشي. اوس داسې معلومیږي امریکا په دومره تيزي سره د ولسوالیو د سقوط په بهير باندې عمداً سترګې پټوي. ولس د فاجعې د تکرار شېبې شماري.

د ارګ چارواکو!
ښه شوه چې تاسو له ډيرو هلو ځلو وروسته د بايدن د ليدلو فرصت ترلاسه کړ. تاسو امریکا ته روان ياست. فکر نه کوم له تاسو سره داسې پياوړئ استدلال او منطق شتون ولري چې په واک کې د پاتې کېدو ملاتړ ترلاسه کړئ. د حالاتو قابو کولو اخري فرصتونه مه ضايع کوئ. د سولې لپاره په ملي او سياسي اجماع جوړولو کې ناکام ياست، د سولې لپاره يوازي د ولس او نورو په قرباني حساب کوئ په خپله د قرباني ورکولو رغنده وړانديزونه نلرئ. هيله مو داده چې که څه هم اوس نا وخته ده، خو کيداى دا اخرى فرصت وي چې که ايتلافي/ موقت /عبوري او يا هم بې پرې موقتي ادارې ته په واک سپارلو سوله راځي نو د تاريخ په محکمه کې د مجرم پيژندل کيدو له پريکړې وړاندي دغه کار وکړئ. د بسيج مردمي په نوم د توکميزو او شخصي مليشو جوړولو تصور هم مه کوئ. دا به تر ټولو خطرناکه لوبه وي. نجيب همدغه سهوه وکړه چې له هوايي ډګر څخه را وګرزيده. له نظام څخه د ساتني په نوم د نظام دښمن هم وسله ترلاسه کولاى او سيستم ګواښلاى شي.

طالبانو!
د يوه دردمن افغان په صفت درته مخاطب کيږم.  سقوط او د سيمو نيول بريا نه ده. دلته مخکي هم سقوطونه شوي دي خو ستاسو په شمول هيچا بريا نه ده ترلاسه کړې. دلته ډير نظامونه نسکور شو خو هيڅ نظام په بشپړه توګه جوړ نشو. دا د پټي سر ده پټى شاته سورور ده. نور ډير کږليچونه او کنډوونه شتون لري. په اسلامي نظام کې افغانان هيڅ ستونځه نلري. دغه هدف ته په رسيدو کې درسره همغږي يو. مګر  پام مو وي چې اوسنى افغانستان ډير بدل شوى دى. له نورو احزابو اقوامو او پرګنو پرته تاسو ولسوالي حتى ولايتونه نيولاى شئ خو حکومت نشئ کولاى نظام نشئ جوړولاى سوله نشئ قائمولاى او هيواد نشئ مديريت کولاى.

د  مبهمو الفاظو او غوښتنو پر ځاى د واقعي اسلامي نظام خاکه ځانګړتیاوې او نورې غوښتنې په مشخص ډول وړاندې کړئ چې دقيقاً تاسو څه غواړئ. فکر مه کوئ چې يوازې تاسو ياست چي په ډګر کې لوبه کوئ. دلته د پردې ترشا او د پردې پرمخ نور خطرناک بانډونه هم شتون لري چې له فرصت  څخه په ګټه اخیستنې ګډوډي او وارخطايي جوړه، نظام وننګوي او د نسکوريدو لامل جوړ شي. همدا اوس هم له نظام څخه د فاع په نوم د وسلو د ويشلو خطرناکه لوبه روانه ده. په بشپړ باور سره درته وایم چې بيا يې جوړول ستاسو د وس او توان خبره نه وي، خو د پړې ګوته به تاسو ته نيول کيږي. په ولس باور وکړئ! سقوط او نيول اسانه خو جوړول او سوله ګران کار ده. ناکامي تجربې مه تکراروئ. له نورو افغانانو سره په ګډه داسلامي نظام د باعزته ژوند او د وران هيواد ابادي ته ملا وتړئ.

په درنښت، عبدالوحيد وحيد، د چنګاښ لمړى نېټه ١٤٠٠ لمريز کال، کابل افغانستان

10 COMMENTS

  1. THIS MAN IS NEW STYLE TALIB;
    UNDER NAME OF LIKWAL ALWAYS SABOTAGE THE AFGHAN GOVERNMENT.
    AND REVIEW TALIBS DUNKEY SPEECH.
    DUNKEY IS ALWAYS DUNKEY/TALIBS ARE TALIB (KHAR)

    SO CHEE PATEEY YAO AFGHAN WEE TEL BAH DA AFGHANISTAN WEE.

    CHENRY CHAAR CHOOBY TAH KA= TING YEE DEE. SO … TAH KAH

    MANANAH

  2. سلام
    هدف له تبصرې او نیوکې دادی چې زموږ ډاکتران ولې دقدرت،مقاومت،خودخواهی،او …… سرزوری دومره لېونی کړی چې دوه لسیزو کې یې ماغزه کار نه کوی. دبن دککړې معاهدې ټیکه داران یعنی دوه ټره دیوه ارګ ،یوه ښار یوخل بیا دواشنګتن او ماسکو ساړه جنګ کې په لنګې غوا پسې ګرځی چې کجیرا ن هم ترې را چاپېر دی.
    لاړ شی ګوګل یې کړی او وکوری چې جان کری یې څنګه خرخره کوی. زموږ ولس کوڼ ، ړوند اوګونګ پاتې دی اوکله چې دا درې برخې کارورنه کړی بادا په حال د هغه ملت!
    شهید محمد داود خان دماسکو په غونده کې دروسانو دلاس وهنې په خاطر برژنیف ته خبرداری ورکړ او حتی دغونډې فضاء یې ګډه وډه کړله. دا باتور ولس دهمغه باتور زعیم خلک دی نه د غړوندی په اخور تړلی څارویو ………

  3. متاسفانه مونږ تل د مسایلو عمق ته د ځان رسولو پرځاى له ستونځو سره احساساتي چلن کوو. اوسني صورت ته که متوجه نو ښه پوهېږو. تاسو ورته په دقت وګورئ. اوس هم څوک د خپل هيواد برخو نيول فتوحات ګڼي او څوک يې هم مقابلې ته اوباشان راباسي. ايا دا به ستونځه حل کړي؟ نه قطعاً نه.

  4. وحید صاحب بیا هم ستاسو لیکنه د عمومیاتو د ویلو تر څنګ ټوله د افغان دولت پر ضد لیکل شوې ده. او لیکنه مو داسې ده چې ټوله ملامتیا پر افغان دولت وراچوی. تاسو خپل په ليکنې کې د افغان دولت مخاطب طالب ګڼی، خو واقعیت دادی چې زمونږ جګړه له یو څو تنو پمنو طالبانو سره نه ده. زمونږ جګړه له ای اس ای او پاکستاني نظامیانو سره ده. که داسې فکر کوی نو لويه اشتباه کوئ. دوهمه خبره داچې نه یوازې افغان دولت، د نړۍ د اکثرو هېوادونو دینې عالمانو، ملګرو ملتونو طالبان سولې ته راغوړي خو دا طالب دې چې هره ورځ د پاکستان په مستقیم هدایت او لمسونې مظلوم افغانان وژني. نو د فساد د نه له مینځه وړلو یو لوی عامل روانه جګړه ده چې پاکستان د دلال طالب په لاس روانه ساتلې ده. او ددې ټولې افغان وژنې او بدبختیو عامل پاکستان او پلورل شوی طالب دی. که طالب سوله وکړي خلک به ددې وس ولري چې هم دولت مسول وګني او هم جارواکي. اوس خو دادی ناټو هم له افغان دولت سره نه دی او ځواکونه یې له افغانستانه د وتلو په حال کې دي. نو د جګړې دوام د څه لپاره دی. نو تاسو ولې ددې مسولیت او ستونزې پوښتنه له طالب نه کوئ. تاسې د جګړې عوامل بررسي کوئ خو د ملامتي تر ټولو ډېر پېټی د افغان دولت پر غاړه اچوئ چې دا د انصاف خبره نه ده. زه له پخوا هم ستاسو لیکنو ته متوجې یم چې تاسو څو کرښې یوې او بلې خوا لیکې او بیا یې الا او بلا د دولت پر غاړه اچوئ. دا د سایکولوژیکې او سړې جګړې یو طریقه ده چې د دولتونو د تضعیفولو او د خلکو د راپارولو لپاره کارول کېږي. که واقعا حقبین افغان یاست د ستونزو د اصلي عامل په هکله مقلې ولیکه. مطمین یم چې تاسو په دې پوهېږی چې د ستونزې عاملین څوک دي او ځای، منابع او ایدلوژی څوک ورکوي. نو د واقعیتونو د ليکلو په تمه. هیله ده چې زما انګېرنه او استنباط ستاسو په هکله غلطه وي. بیا هم بخښنه.

  5. ښاغلئ فهیم صاحب محترمه سلامونه نيکې هيلې مې ومنئ
    زه به کله هم درته د روانې جګړې د توجیه هڅه ونکړم او د مشروعیت لپاره به درته کله دلائل نه ووايم.
    د اکثرو اسلامي هېوادونو د علماو فتوا هم راته يو څه حوصله راکوي.
    خو واقعيت داده چې ټوله نړئ هم ووايي داجګړه په جګړه نه ختمېږي. مونږ ډير تګړه جنګيالي لرو خو سوله نه پيژنو تحلیل نشو کولاى د جګړو زيانونه نشو ارزولاى او له ورور سره په ټکر کې د هر چا لپاره کار کوو.
    زه د څلويښتو کالونو د جګړو ناخوالو فاجعو ورانيو نړولو ويجاړولو او وژلو د شاهد په توګه ستړى شوى يم ستومانه شوى يم. هره ورځ د يوه شهيد فاتحې او جنازې ته ځم.
    له جګړو کرکه کوم جګړه د حل لاره نه ګڼم. له پرديو سره د بربګني توان نلرو. تاسو پوهيږئ چې په تورخم کې زمونږ د مريضانو څومره ښه استقبال کيږي؟ د نړئ په هوايي ډګرونو کې مونږ ته په څوره درنه سترګه کتل کېږي مونږ يو سوالګر په پرديو مرستو ولاړ اقتصاد نلرو؟
    د يوه قلبي مريض په توګه باور وکړه چې د خپل عزت د خوندیتوب لپاره نه غواړم پيښور ته لاړ شم. هلته راته په ښه سترګه نه کتل کیږي.
    واى که هوس هم جګړه بس ده. طالب خو د هوا په نيلي سپور ده د فتوحاتو سندرې وايي خو حکومت هم د واک جنون په سر اخيستى دى. داسې وړانديز ته غوږ هم نه نيسي او په خپله هم وړتیا نلري چې که څوک ورته د سولې ضمانت تعهد او نړيوال ملاتړ وکړي نو د واک قرباني لپاره هم تيارى لرى او دغه کار اړين ده. بله چاره نلرو. فساد اوج بي نظمي اوج او مديريت له سره شتون نلري.
    اخر ماته وواياست چې يوازې خبره هم مه کوه بيا هم کينم.
    په خورا درنښت

  6. پر قلم دې برکت شه وحید صاحب محترم!
    بالکل وضعیت ترینګلی دی، دولت او طالبان دواړه باید پر اولس رحم وکړي، د جګړې لوری او لودن ورک دی، دا په ځینو ولایاتو کې پر ولسي خلکو د وسلو وېشل کېدل، ډېره لویه فاجعه زيږولی شي، دولت باید د دې کار مخه ونیسه او خپله هم د خدای په خاطر پر دې کار لاس پورې نه کړي. ځکه دا په ولس کې قومي، سمتي او مذهبي تعصبات راپاروي.

  7. سلام
    وحید ورور که تاند دازمینه برابره کړې چې یو لوستونکی کولی شی په اسانه طریقه خپل لید لوری له نورو سره شریک کړی دا خو کوم بد کار نه دی اما لوستونکی با ید دخپل فرهنګ ،ادابو ،انسانی کرامت پوهې اودرایت پر رنا کې خپل حیثیت او حدود وپېژنی او له خانه په یو عالم بیسوادی کې چې عیان بیان ته ضرورت نه لری دڅارویتوباو چتیاتو عینکو کې بل ته په همدې حماقت کې ونه ګوری یو شاعر وایی:
    خر عیسی گرش به مکه بری
    گر پس اید هنوز خر باشد!
    یا خوشال بابا وایی: لاتراوسه یې ماغزه به کرار نه دی چاچې ماسره وهلی سر بر سنګ دی . دتالیکنې دهمدې مظلوم ولس دنیکمرغی، یووالی اوښېګڼو بهیر په خاطر دی نه دشخصی امتیازونو اوسهامی نړیوالو شرکتنو او شبکو په سود. دلته ولس له ۷۰٪ دفقر له کچې ټيټ ژوند کوی خپله ددیموکراسی شغالان وایی .دامن ،سکون، روغې جوړې
    اصلی مسول څوک دی ؟ ناتو او که دارګ دپرچمیانو مړکز یا د هغو تش په نوم سیاستوالو چې خانونه دخپلو ګټو وارثان او امتیازګر ګڼی او دامریکې تریلیون دالر یې دادوه لسیزی به مړه ګیډه ترلاسه کړل.دزد باشد با انصاف

  8. زه خو په خدای دا دبعضو په خپلو خبرو مینو پروفیسرانو ته حیران یم. لومړی دا چې خپله له کورنیو سره په غربی هېوادونو کې پراته دي او بیا چې خبره کته او پورته شي د همدې ملکونو په ضد چیغې او ډنډورې وهي. دوهم دا چې له خولې یې مثبته خبره نه راوځی. که په خبره او هدف دې پوهېږي او که نه پرې تبصرې، سپکې سپورې او معما ګاني لیکي. دریم دا چې له نورو د ادب او اخلاقو توقع لري خو خپلو خبرو کې چې هر مرداری په لاس ورشي لیکي یې. څلورم، نه خپله کوم لاس ته روړانه لري او نه د حل کومه لاره، خو په احمد او محمود له غربه تېږي واروي او بد وایي. پنځم، له دې تېرو تجربو او بدبختیو لا تر اوسه څه زده کړي نه دي. پدې له تر اوسه نه پوهېږي چې بد ویل د حل لاره نه ده. ددوی تبصرې ددوی له تینت او شخصیت، کرکه او بدبینۍ او منفي احساسات نمایندګي کوي. نه سیاسی معیارات لري او نه اجتماعي او اخلاقي.
    شپږم، د افغانستان له فعلي واقعیتونو بې خبره دي او یا دا چې ځان پرې نه پوهوي. نه خلقی مني نه پرچمی نه شرق نه غرب، نه طالب نه مجاهد، نه احمد او نه محمود، نه چپی نه راستی، نه شعله او نه افغان ملت، او خپله هم له یوې یا دوه کلیشیي خبرو په بل څه خبر نه دي. نادانه د خدای تاته له اسمانه فرښتې له کومه کړو. باید له همدوی سره جوړجاړی وکړې او ښه ترې انتخاب کړي تر هغې چې شرایط ورته برابر شي. دا دی د وطن واقعیتونه دي. که دا واقعیتونه نه منې نو حتمآ کومه بله ستونزه لرې. وروستی خبره: چې زه هيڅکله افغان دولت د احمد او محمود ملکیت نه ګنم، تبصری می هم په همدی اساس دي. شخص ته کار نه کوم، هېواد ته کار کوم. تبصرې لیکل د هرچا حق دی. دا د تاند ويبپانه ده، د کوم پمن طالب د انډیوالنو کوټه نه ده چې له چا به د هغی د لیکنې لپاره لږ څه وضاحت هم غوښتلی نشې. اول د یو چا تبصره ولولئ، ځان پرې پوه کړئ چې هغه څه غوښتی او بیا خپله سپېره خوله خلاصه کړئ.
    بیدل وایې:
    به سفله ګان چو رسیدی راهی تواضع کن
    دری که پست بود میتوان خمیده ګذشت
    یا
    نمی شود سخن پست فطرتان مشهور
    بلند نیست صدا کاسه سفالین را

  9. الله ج فرمایی : صم بکم عمی فهم لایعلمون . دا نه معما ء ده نه دلینن روټی کپړا او مکان ! دلینن مزدوره اوس هم سر وخت دی چې کاڼه توب، ګونګتوب او ړانده توب څخه ځان وژغورې . زه تاسره منم او ماته کومه ستونزه نه شته که ته رښتیا غواړې چې یوڅه زده کړې زه مرسته درسره کولی شم. په دې شرط چې رښتیا ته د نیوکی ظرفیت ،اخلاق او درایت ولری. تاهسې ماته ګام را اچولی ستا په څېر کسان مې دېر روزلی دی یوځل بیا تبصره ولوله چې په کومه برخه کې لاااااااااااااااااافهم ته اشاره شوې او یا په بل عبارت که غل نه یې له پاچا نه مه ویریږه!
    فلهذا! زاغ زنده باد . داچې ددولت هره مزدوری په غاړه لرې دا بیا ستا کار دی .

  10. منم دې. زما خبری دې ټولې پر ځان ثابتې کړې. له دې مبارک آیته برته دې بیا ټول چرندیات لیکلي دي. فکر کوم نه پوهېږي چې څه ليکې او پر چا ګذار کوي. په خلکو له ټاپو وهلو دې پرته څه زده ندي. هومره چې مونږ له لیننیانو او ستاسو د حلقې په نامه پلورل شویو جهادیانو او نا اهله طالبانو ځورولي يو په تاريخ کې به څوک داسې ځورېدلی نه وي. تاسو محترم به هیڅکله خپل د خپلوانو، دوستانو، یارانو مړي خپل په کورونو کې ښخ کړي نه وي. خو مونږ کړي. سره له دې ټولو بدبختیو چې مونږ ګاللي مونږ اوس هم ددې وطن د آبادئ او ارامي لپاره له دې ټولو تېر شوو، او ټول مو خپل خدای ته محول کړل. ان الله مع الصابرين. ولې تاسو ته زما مشوره هم دا ده چې خدای ته وګورئ له دې کرکو لاس واخلي. برېږدی چې خلک سره يو ځای او دا وطن له دې حالته راوباسي. که خدای کول د عدالت وخت به راورسېږي او هر څوک به خپل د کړونو ځواب ورکوي. له پیشنهاده دې مننه چې ماته دې د زده کړې په هکله کړئ. خو که نور خلک روزې نو کرکه ورته مه زده کوه. بیا هم تکراروم خپلې پورتنۍ دواړه تبصرې ولوله بیا قضاوت وکړه. هرڅه چې ليکې سم پرې فکر وکړه او بیا یې وليکه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب