(Bush, Vannevar)
(۱۸۹۰ – ۱۹۷۴)
ژباړه: رحمت شاه فراز
انالوګ کمپیوټر چې نن ورځ له لویه سره د خلکو له حافظو وتلی، یو وخت یې د ریاضیکي مسایلو د حل کولو لپاره د یوې بدیلې لارې حیثیت درلود. د ډیجیټل کمپیوټرونو بالعکس چې د باینري (مړ/روښانه) ډیجیټل سرکټونه لري، په انالوګ کمپیوټرونو کې د هندسې، سیالیت، او برقي کرنټ له طبیعي خصوصیاتو استفاده شوې وه، او له مسایلو سره به یې په داسې طرز او روش معامله کوله چې طبیعت يې پخپله د دې مسایلو د حل کولو لپاره کاروي. وانیوار بوش د انالوګ کمپیوټرپوهنې او کمپیوټر جوړونې د مهمو لاسته راوړنو مخکښ کمپیوټر پوه دی. له انالوګ نه وروسته نوموړي ځینې نورې لارې رودې هم را وسپړلې او راتلونکو څېړنو او تحقیقاتو ته یې لاره هواره کړه. دغه راز د کمپیوټرونو په مټ په نوو او ځواکمنو لارو د معلوماتو د لینک کولو امکان يې هم په ډاګه کړ.
وانیوار د مارچ په یوولسمه، ۱۸۹۰ کال د ماساچوسېټس ایالت په ایورټ ښار کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او ماشومتوب یې په بوسټن ښار کې تېر کړ. پلار يې د یونیورسلیزم مذهب ملا وو او پلرنی او مورنی دواړه نیکونه یې بحري کپتانان ول. وانیوار په ۱۹۱۳ کې له توفتس پوهنتون نه لیسانس واخیست. د لومړي نړیوال جنګ پر مهال، ده لومړی د جنرل الکتریک او د امریکې په بحري پوځ کې دنده ترسره کړه او بیا یې د هارورډ پوهنتون او ماساچوسېټس د ټکنالوژۍ انسټیټوټ (MIT) د یوه مشترک پروګرام په ترڅ کې په برقي انجینرۍ کې دوکتورا وکړه.
بوش چې د جنګ پر مهال په بحري پوځ کې وو، دنده یې دا وه چې هغه جرمني بېړۍ په نښه کړي چې د متحدینو کښتۍ يې بمبارولې. دی په ۱۹۱۹ کې بېرته MIT ته راستون شو او د برقي انجینرۍ په پوهنځي کې د پوهندوی په رتبه مقرر شو. په ۱۹۲۳ کې د پوهاندۍ رتبې ته ورسېد او ۱۹۳۲ نه تر ۱۹۳۸ پورې يې د دې پوهنځي د مرستیال مشر او رئیس په توګه دنده ترسره کړه.
۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ هغه کلونه وو چې امریکا يې په یوه ماډرنه ټکنالوژيکه ټولنه تبدیله کړه. په تېره، په لویه کچه برقي سیسټمونه او دستګاوې د ټول هېواد په کچ جوړې شوې او تر کلیوالو سیمو پورې يې د برېښنا تارونه وغځول او خلک یې د برېښنا له ګټو مستفید کړل. د پېچلو برېښنايي سیسټمونو د ډیزاین او اپرېټ کولو لپاره برقي انجینرانو باید پېچلو معادلو ته اوږې ورکړې وی چې دغه معادلې به له مغلقو محاسبو رغېدلې وې. د دې لپاره چې دغه مسایل او پرابلمونه په اتومات ډول حل شي، بوش د دستګاوو ډیزاین ته لاس واچاوه. په ۱۹۲۷ کال ده او د ده همکارانو او زده کوونکو یوه دستګاه جوړه کړه چې (پروډکټ انټیګراف) نومېدله او د ساده معادلو د حل کولو وړتیا یې لرله. نوموړې دستګاه په مخصوص ډول ډیزاین شوو جعبو، بادامکونو او نورو میخانیکي پرزو د تعامل په مټ مسایل حل کول.
د ۱۹۳۰ کلونو په جریان کې، بوش او د هغه ټیم نوموړې دستګاه ته وده ورکړه او د هغې قابلیتونه یې پراخه کړل. اوس دې دستګاه د عالي ریاضیاتو یو لوی شمېر مسایل حل کولی شوی. د ۱۹۳۰ کال ورژن په تکراري توګه د قیمتونو د جمع او تفریق په واسطه معادلې حل کولې او دغه کار به تر هغو پورې دوام درلود چې د معادلې ټول متحولونه به ختم شول. دغه ورژن يې دیفرانسیل انالایزر (تحلیلګر) وبلل شو. د را وروسته وختونو د ډیجیټل کمپیوټرونو بالعکس، دې انالوګ کمپیوټر ته به د یوه برقي قلم (سټایلس) په مرسته د ګرافونو د ترسیم په شکل ورودي قیمتونه (ان پټ) ورکول کېدل. بیا به دغه ګرافونه د جعبو حرکاتو ته کنورټ یا تبدیلېدل او د عملیو حاصل یا نتیجه به د جعبو ترمنځ د رامنځته شوو فاصلو د اندازه ګیرۍ په واسطه لاسته راتله. اعداد به د عادي لسیز سیسټم په ډول ورکول کېدل، او باینري بڼه یې نه لرله چې دغه سیسټم وروسته په زیاترو ډیجیټل کمپیوټرونو کې وکارول شو. د دیفرانسیل انالایزر په مرسته، انجینرانو د یوه برېښنايي سیسټم عملیات شبیه سازي یا تقلید کولی شوی، او دغه راز خپل ډیزاینونه يې پرې ټېسټ یا ازمویلی شوی.
د میخانیکي اجزاوو له کبله دغه کمپیوټرونه نسبتاً ډېر ورو وو. البته په ۱۹۳۵ کې بوش په یوه نوي ماشین کار پیل کړ، چې د راکفیلر دیفرانسیل انالایزر په نوم وپېژندل شو. دغه ماشین په راکفیلر بنسټ پسې نومول شوی وو چې د دې ماشین یوه برخه یې تمویل کړې وه. دغه ماشین هم یو انالوګ کمپیوټر وو، خو توپیر یې دا وو چې د دې ماشین د اکثریت عملیو لپاره له واکیوم ټیوبونو او ریلو څخه استفاده شوې وه، چې همدا واکیوم ټیوبونه او ریلې وروسته بیا په ENIAC او نورو اولنیو ډیجیټل کمپیوټرونو کې وکارول شوې. نوموړي ماشین تر ۱۸ متحولینو پورې د شپږ درجه يي معادلو د حل کولو قابلیت درلود او د MIT رئیس دغه ماشین د نوي عصر تر ټولو ستره ساینسي آله ونوماوه. نوموړي ماشین د دویم نړیوال جنګ پر مهال د وسلو او مرمیو په شمېر او نورو پرابلمونو پراخه کار وکړ. په دې سربېره، د نورو لابراتوارونو لپاره يې ګڼ شمېر کاپیانې (نقلونه) جوړې شوې.
دیفرانسیل د انالوګ کمپیوټرجوړونې په ډګر کې یوه ستره بریا وه، خو له دې ډګر څخه د څېړونکو او پوهانو توجه او تمرکز ډېر ژر لا زیات هراړخیزه او چټکو، ډیجیټل کمپیوټرونو ته تبدیل شو. د ENIAC کمپیوټر اختراع کوونکو (جې پرېسپر اېکرټ) او (جان ماؤکلې) د بوش ماشین ور مطالعه کړ او دا یې وځیرل چې په دې ماشین کې په څه ډول د واکیوم ټیوبونو له سرکټونو نه ګټه اخیستل شوې وه، خو د دغه ماشین محدودیتونو دوی دواړه دې ته وهڅول چې د انالوګ پر ځای له ډیجیټل سرکټ نه ګټه واخلي.
له دې وروسته، بوش هم د خپلو څېړنو لوری او جهت تبدیل کړ. د جنګ پر مهال، نوموړي د ملي دفاع د څېړنیزې کمېټې یاNDRC مشري په غاړه لرله او وروسته بیا د علمي څېړنو او پرمختګ د ادارې مشر شو. نوموړې ادارې د رادار او اتومي بمونو په شمول د جنګمهاله څېړنیزو پروژو د څار او نظارت چارې پرمخ وړلې.
بوش په سترو پوهنتونو کې خپلې اړیکې په کار واچولې او د سترو پروژو لپاره یې د کتار د سر ساینسپوهان او انجینران را ټول کړل. دغه پروژې، هغسې چې وویل شوو سترې پروژې وې او ستروالی يې د پنټاګون تر نوې ودانۍ پورې رسېده. دغه پروژې د حکومت او ساینس ترمنځ د یوه نوي سهار پیلامه وګرځېدې. ارتور کامپټون په دې باره کې یادونه کوي چې د «خلکو او ساینس په برخه کې د بوش پوهې، ژمنتیا، زړورتیا او پشتکار د امریکايي پوځیانو په لاسونو کې هغه وسلې وغورځولې چې په جګړو کې د بریا سبب شوې او د خلکو ژوند يې وژغوره. خو د ده تر ټولو ستره لاسته راوړنه دا وه چې یو داسې دولت یې دې ته تشویق کړ چې د خپلې پوهې له ځواک نه مؤثره او اغېزمنه استفاده وکړي، چې هغه دولت له دې ناخبره وو چې ساینس په څه ډول عمل کوي او د ساینسپوهانو له نااشنا میتودونو او لارو چارو سره نابلده وو».
په ۱۹۴۵ کې بوش یو راپور خپور کړ چې عنوان يې (ساینس: ناپایه پوله) وو. په دې راپور کې نوموړی د یوه داسې ملي څېړنیز بنسټ د تأسیس سپارښتنه کوي، چې له پوځ نه به خپلواک او مستقل حیثیت لري، او په دې بنسټ کې به محض د (کلکو) علومو مثلاً فزیک او برق، له څېړنو سره مالي ملاتړ او حمایه نه کېږي، بلکې د بیالوژي او همدارنګه درملو په برخه کې به هم تحقیقات او څېړنې پکې کېږي. بوش په دې هیله وو چې دغه سازمان به له سیاسي فشارونو څخه خوندي وي او پر هغو اولیتونو به کار کوي چې پخپله د ساینسپوهانو له خوا ټاکل شوي وي، نه د کانګرېس له خوا. دغه خبره که له واقعیت سره تر ډېره په ټکر کې واقع شوه، خو نوموړي سازمان چې د (ملي علومو بنسټ) ونومول شو، په مختلفو څېړنو کې اساسي او کلیدي نقش ترسره کړ او د کمپیوټرپوهنې په فیلډ کې د دې سازمان په نقشونو کې د سوپر کمپیوټرونو او انټرنټ ایجاد ښودلی شو.
د کمپیوټرونو پر راتلونکو پرمختګونو او پرمختیاوو د بوش اغېزه ګډوډه وه. دا چې بوش له انالوګ کمپیوټرکارۍ سره ارتباط درلود، نو د ENIAC ډیجیټل کمپیوټر د تمویل مخالفت یې وکړ. خو له نېکه مرغه د کمپیوټرپوهنې د راتلونکي په خاطر، امریکايي پوځ بیاهم له نوموړي ماشین سره مالي کمک وکړ او په دې اساس، د ۱۹۴۰ کلونو تر پایه پورې د ډیجیټل کمپیوټرونو فوایدو په هره برخه کې د خپل تسلط وزرې غوړولې وې. مګر انالوګ کمپیوټرونو لا هم په ځینو تخصصي موردونو کې باقي پاتې وو.
بوش د راتلونکو ټکنالوژيو د پېش بینۍ قوي استعداد درلود او د دې استعداد له مخې يې د کمپیوټرونو په مرسته په یوه نوې طریقه د معلوماتو د تنظیم او ترتیب لپاره یو پروپوزل ولیکه. له جان اچ هوارډ (دا هم په MIT کې وو) سره په ګډه نوموړي د راپیډ سلېکټر په نوم یوه دستګاه جوړه کړه. راپیډ سلېکټر د مایکرو فیلم په څنډو کې موجود خاص باینري کوډونه سکېن کول او په دې ډول به يې خاص معلومات بازیابي کول یا بیاموندل. خو د بوش تر ټولو اغېزمنه مفکوره په هغه مقاله کې تشریح شوې چې د ۱۹۴۵ کال د جولای په میاشت کې په اټلانټیک مجله کې خپره شوه. په دې مقاله کې دی د یوې داسې دستګاه په هکله خبرې کوي چې ده ((میمیکس)) بلله. میمیکس داسې یو ماشین وو چې د معلوماتو ټوټې له یو بل سره په داسې ډول لینک یا په داسې ترتیب له یو بل سره ارتباط ورکوي، څنګه چې د انسان په مغزو کې اړیکې او ارتباطات وجود لري. بوش میمیکس ماشین د یوه ډسکټاپ ورکسټېشن په بڼه په نظر کې نیولی وو او ګټه اخیستونکي کولی شوی د لینکونو د تعقیب په مټ د ټولې نړۍ معلوماتي سرچینې وپلټي او لاسرسی ورته ولري. دغه مفکوره وروسته په هایپر ټېکسټ وپېژندل شوه او په ۱۹۹۰ کلونو کې د ټیم برنرز-لي له لوري د انټرنټ پرمخ د وېبپاڼو د تنظیم او ارګنایز کولو تګلاره او روش وګرځېده.
د خپل ژوند په ټوله موده کې به بوش همېش د نوو ټکنالوژیو احتمالي اثرات په نظر کې نیول او خپل ملګري ساینسپوهان او انجینران یې هم دې ته هڅول چې هغوی هم دا کار وکړي. د جي. پاسکال زاکري له خولې اورو چې بوش د خبرتیا په توګه راته وايي چې ((تر ټولو بدبخته محصول هغه انجینر دی چې دغه درک او احساس ورسره نه وي چې د انسانیت د فلاح او ګټو لپاره د ساینس د لاسته راوړنو د تطبیق او پلي کولو لپاره یوازې د ساینسي اصولو زده کړه ورته حتمي او ضروري نه ده، بلکې دی باید د هغو خلکو په اړتیاوو، غوښتنو، امکاناتو، نیمګړتیاوو او کمزورتیاوو هم پوه وي چې دی یې په خدمت کې لګیا دی.))
د بوش ګڼې جایزې د هغه د لاسته راوړنو او کار ګڼوالی او رنګارنګي را منعکسوي. له دې ډلې به یې د الکتریکي انجینرانو د امریکايي انسټیټوټ (۱۹۳۵)، د میخانیکي انجینرانو د امریکایي ټولنې (۱۹۴۳)، او د ټولنیزو علومو د ملي انسټیټوټ جایزې یادې کړو. په ۱۹۶۴ کې بوش ته د ساینس ملي میډال هم ورکول شو.
اضافي لوستونه:
1- Bush, Vannevar. “As We May Think.” Atlantic
Monthly, July 1945, p. 101ff. Also available online.
URL: http://www.theatlantic.com/unbound/
flashbks/computer/bushf.htm. Downloaded on
November 26, 2002.
2- Nyce, James M., and Paul Kahn, editors. From Memex to Hypertext: Vannevar Bush and the Mind’s
Machine. San Diego, Calif.: Academic Press, 1992.
3- Zachary, G. Pascal. Endless Frontier: Vannevar Bush, Engineer of the American Century. New York: Free Press, 1997. –