یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد طالبانو پر ضد د عملیاتو دوام؛ افغان ځواکونو ګڼ شمېر ولسوالۍ...

د طالبانو پر ضد د عملیاتو دوام؛ افغان ځواکونو ګڼ شمېر ولسوالۍ له طالبانو نیولي

تاند(سه شنبه، د سرطان ۱) ملي دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بغلان د دوشي او بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ د بېرته لاسته راوړو ورکوي.

دفاع وزارت تازه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کندز ولایت علي‌اباد ولسوالۍ هم بېرته د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

په همدې حال کې بیا د میدان وردګو امنیه قوماندان مصطفی رسنیو ته تأیید کړې چې د دغه ولایت جغتو ولسوالۍ بېګاه شپه د طالبانو په لاس سقوط شوې ده.

د یادونې ده چې نن ملي دفاع وزارت ویلي په لسو ولایتونو کې په زرګونو خلک د طالبانو خلاف راپاڅېدلي دي او وزارت ورته د طالبانو خلاف د جنګېدو لپاره وسلې ورکړي دي.

د یاد وزارت مرستیال ویاند فواد امان رسنیو ته ویلي چې ولسي وګړي په تخار، بغلان، جوزجان، سرپل فاریاب، کندز، بلخ، پروان، کندهار، کاپېسا او بادغیس ولایتونو کې د طالبانو په ضد جنګ کې برخه اخلي.

د طالبانو پر ضد په ځینو ولایتونو کې د ولس د راپورته کېدو خبر داسې مهال ورکول کېږي، چې ولسمشر غني د دفاع وزیر، کورنیو چارو وزیر او د پوځ لوی درستیز تازه بدل کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب