جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهدبیرا لاینز: د افغان بحران د حل یوازینۍ لار خبرو ته بېرته...

دبیرا لاینز: د افغان بحران د حل یوازینۍ لار خبرو ته بېرته راګرځېدل دي

تاند(سه شنبه، د سرطان ۱) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لانیز ویلي چې په افغانستان کې له روان بحران څخه د وتلو یوازینۍ لار د خبرو مېز ته بېرته راګرځېدل دي.

نوموړې نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپله وینا کې زیاته کړې چې په دې وروستیو کې افغانستان کې تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی دی او که چېرته بېړني اقدامات ونه شي نو په دغه هېواد کې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ تر لاسه شوې لاسته راوړنې به له یوې مخې له منځه لاړې شي.

هغې ټینګار کړی دی چې د افغانستان لپاره یوازې یوه منل شوې لار وجود لري او هغه هم دا چې ښکېل اړخونه ژر تر ژره جګړه ودروي او د سولې خبرو ته بېرته راوګرځي.

بلخوا نن هندوستان ټایمز ورځپاڼې له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د قطر د ځانګړي استازي مطلق بن مجاهد ال قحطاني له قوله ویلي چې هندي چارواکو په قطر کې له طالب مشرانو سره لیدلي دي.

ورځپاڼه لیکي، له طالبانو سره د هندي چارواکو د لیدنې خبر وروسته تر هغه ورکول کېږي چې د هند د بهرنیو چارو وزیر په تېرو دوو اوونیو کې دوه ځله دوحې ته تللی او د یاد هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره یې خبرې اترې کړې دي.

ورځپاڼې د قحطاني له قوله ویلي، دا فکر باید ونه شي چې طالبان به په راتلونکې کې پر ټول افغانستان واک وچلوي خو ټینګار کوي چې دا ډله د دغه هېواد په راتلونکې کې مهم او کلیدي رول لري.

هغه څرګنده کړې چې افغانستان نباید د نیابتي جګړو پر ډګر بدل شي ځکه، امن او با ثباته افغانستان د پاکستان، هند او ټولې سیمې په ګټه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب