جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهحکمتیار: د ډیورنډ کرښې په بحث کې دې افغانان له زخمي ګوتې...

حکمتیار: د ډیورنډ کرښې په بحث کې دې افغانان له زخمي ګوتې نه نیول کیږي

تاند — د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وایي چې د افغانستان موجوده اداره، پارلمان او کابینه دا صلاحیت نه لري چې د ډیورنډ کرښې په هکله خبرې اترې او فیصله وکړي.

ښاغلي حکمتیار په کابل کې د طلوع نیوز په نامه یوه محلي تلوېزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د افغانستان اوسني شرایط د دې لپاره جوړ نه دي چې له پاکستان سره د ډیورنډ کرښې په هکله خبرې اترې او په دې هکله فیصله وشي.

د طلوع نیوز د دې پوښتنې په ځواب کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له افغانستان څخه د ډیورنډ کرښې د په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده، ستاسو دریځ څه دی، حکمتیار وویل، «اوس نه د دې لپاره اړتیا شته او نه یې فرصت دی او نه په افغانستان کې داسې مرجع موجوده ده چې د دې مورد او دې ته ورته مواردو په هکله نهایي تصمیم ونیسي،»

نوموړي زیاته کړه، «دا مسایل داسې یوه حالت ته ورګرځي چې جنګ پای ته رسېدلی وي،‌ امنیت تأمین شوی وي، مونږ له جنګ نه خلاص شوي اوسو،‌ قوي مرکزي حکومت ولرو، انتخابات ترسره شوي وي، یو ممثل پارلمان رامنځته شوی وي چې وکولی شي د مهمو ملي مسایلو په هکله فیصله وکړي.»

د افغانستان د اسلامي ګوند مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار وویل، «په دې هکله باید صبر وشي او افغانان دې له زخمي ګوتې څخه نه نیول کیږي، باید پرېږدو چې یوه عالي او د خلکو ممثله مرجع چې د داسې قضایاوو په هکله د تصمیم نیولو صلاحیت ولري رامنځته شي او دا قضیه ورته محوله شي. په دې شرایطو کې هیڅوک هم؛ نه جمهور رییس نه دا پارلمان نه یې کابینه نه سیاسي ګوندونه هیڅ ډله هم نه دا صلاحیت لري او نه دا حق لري چې په دې هکله له چا سره بحث ته کېني او توافق ته ورسیږي.»

د ډیورنډ‌ کرښه چې خواوشا ۲۶۷۰ کیلومتره اوږدوالی لري،‌ په ۱۸۹۳ کال کې په سیمه کې د برتانیا د زورواکۍ پر وخت واېستل شوه او د پروګرام د تطبیقوونکي برتانوي دیپلومات هینري مورتیمر ډیورنډ په نامه یاده شوه، چې د کرښې دواړو غاړو ته پراته پښتانه یې په دوه برخو ووېشل، خو افغانستان او له کرښې پورې غاړه پښتانه دا کرښه جبري او فرضي کرښه ګڼي او په رسمیت یې نه پېژني.

8 COMMENTS

  1. د حکمتیار بیان د قدر وړ دی. ده باید داسې بیانونه ډېر وخته ورکړي وای خو بیا هم وایي ماهي چې هر وخت له اوبو راوځي تازه دی. افراسیاب خټک وایي، پنجابیان له افغانانو نه تر هغه وخته استفاده کولی شي چې سر یې په افغانستان او لکۍ یې په پاکستان کې وي او یو ځل چې له کرښې واوړي بیا یې زور پرې نه رسیږي. تل دې وي افغانستان

  2. پخوانۍ کمونیست ( د کمونیست تهزیب له لاری ) او اوس تشریفاتی مسلمان شوی قاتل غلام ګلبدین د نورو غلامو تنظیمونو په شان د اجنبیانو صادق غلام دی او دده د ډیورند مصنوعی انګلیسی کرښی باره کښی بابولانی دی ددی مصنوعی کرښی باره کښی د ملت له خوا په جدیت سره د نه منلو فیصله په خوا شوی دی او د ملت اخیری فیصله کښی د تجدید نظر لپاره دی غلامو خائينیو ته ځای نشته ، همدا خائین غلام ګلبدین کله چی په کابل باندی د نورو غلامانو سره راخوشی کړۍ شول نو دی خائین په ډیرو احساساتو سره په اوچت اواز اعلان وکړ چی افغانستان او پنجابی پاکستان باید یو ملت شی یعنی د افغانستان د پنجابی پاکستان تر مشرۍ راشی او اوس بیا دا مردودی ډنډوری وائي ، افغان ملت لکه د شورویانو د خپلو غلامانو په کومک مستعمره کړۍ وو همداسی امریکا د خپلو غلامانو ( د هر رنګه کمونیستانو په شمول ) افغانستان مستعمره کړۍ دی امریکا سیاسیون په تخریبکاری کښی د شورویانو څخه زیرنګی پدی کښی زیاته دی چی خپل ټول غلامان ئي سره متحد کړی ( اوس غواړی چی طالبان غلامان هم ورګډ کړی ) دی او افغان ملت کاملآ په وځپی او غلامی ته ئی تسلیم کړی او له بلی خوا امریکا د شومو هدفو لپاره دا ټول غلامان پخپلو مینځو کښی د سی آی اي په کومک داسی بی اتفاقه ساتلی دی چی د امریکا له کنتروله هم نشی وتلۍ او لازم وخت کښی افغانستان باالاخیره ددوی په وسیله تجزئي ته برابر کړی اما امریکا او د امریکا رنګا رنګ غلامان باید پوه شی چی افغانستان پداسی اسانی سره هیڅ اجنبی نشی قرت کولای اما افغانان باید د تجزئی مردود خائين اقدام ته همیش بیداره اوسی او دا بیدارتیا د بی سواده غیرتی ملت سره موجوده دی د باسواده ؟ افغانانو باندی غیرتی ملت حساب نکوی او دا په حق سره !!!!!

  3. د حکمتیار څرګندونی ممکن د مصلحت یا د ځان د سپیناوی په موخه د هغه له خولې راوتلی وی.
    خو
    زه د یو آزاد خیال انسان او افغان پتوګه د ډیورنډ د کرښی په هکله د احساساتو او ځان او بل تېر ایستنی د عنصر څخه خالی یو بل متفاوت نظر لرم.
    مځکه یا ” سرزمین ” په سیاسی – تاریخی – حقوقی – اخلاقی – اقتصادی – حیثیتی – وطنی – ادبی – هنری – مذهبی – موروثی او ايډه آلی او واقعی ډګرونو کی بېل بېل مفاهیم لری چی البته دا بحث اوسمهال زما یا ګران لوستونکی د حوصلې څخه بهر دئ.
    امّا
    اصلی خبره:
    زما خور یو سل او څو کاله مخکی د سیمی یا کلی یا ښار یا ولایت یا هیواد یا نړیوال پلید ارباب لخوا یرغمل او وتښتول سوه او خپل نوکر یا انډیوال یا مُرید ته په نکاح ور وبخښل سوه.
    ما او زما کورنۍ ته دا پېښه د یوې ترخې خاطرې پتوګه په میراث پاتی ده ، ما او کورنۍ می ډیر تلاښ وکړ چی خپله تښتول سوې خور خپلی لمنی ته را وګرځوو، د کلی مَلَکانو ( سیاسی مشرانو او ګوندونو او حتی زموږ شمالی ګاونډ یعنی شوروی ) زما او زما د کورنۍ د اوښکو او حسرتونو او تلاښونو څخه خپلی سیاسی او شیطانی ګټی پورته کړې او ما ته ئې د وچو وعدو وچ سترخوانونه آوار کړی وه او آوار کړی دی.
    ږغ او فریاد می د یرغمل سوی خور غوږونو ته هم رسېدئ او ورسېد او رسیږی خو عاجزه او ناتوانه وه. خور می اولادونه وزېږول، د لندن د هنر! په زور می د خور اکثره اولادونه د جناح او لیاقت علی خان او بیرغ او چودۀ اګست مینان سوه. ما د نادری کورنۍ د هنر! او حکومتدارۍ له برکته! د هیڅ صنعتی تولید توان نه درلود خو ما د خور اولادونو او ناسکه ماماګانو ( پنجابیانو) زما وطن ته زما د جاهل او خائن حکومت او تجار پذریعه خپل اصل او کم اصل تولیدات را لېږل او زما جیبونه او مغزونه ئې خالی را ساتلی وه.
    کیسه ځوروونکې او اوږده ده، لنډه به ئې کړم:
    په ۲۱ پېړۍ کی می خور او خورئیانو ته د زاریو او التماس د غُدو ترشح نوره کمزوره ده، که می خور غواړی چی خپلی ابائی لمنی ته تشریف راوړی ښه راغلی ور ته وایم او که فقط احساسات او عواطف یو طرفه ګڼی ( زه ئې د پیوستون ارمان لرم او هغه راضی نه وی ) نو غول ئې خوړه چی زه ئې یوه پېړۍ بیځایه مشغول ساتلی وم او زه هم غول خورم چی په ځان کی می دا یقین او باور روزلئ دئ چی ګواکی زما خور او خورئیان زما د بیلتون له لاسه ساندی وهی
    زه اوس متیقن یم چی حتی زما د خور ( ظاهراً ) اهل او صالح اولاودونه ( غپارخان، ولی خان، ماموت خان، د مذهبی مدرسو متحجر مذهبی پښتانه خورئیان، پښتنی مارکسیسټان او پر لندن او لاهور مَین خورئیان ) می اصلاً خواخوږی نه را سره لری او زما د وطن پر نوم او موجودیت خاندی نو زه هم ( د ۳۰ میلونو افغانانو د یو کس پتوګه ) په ټولو پسی د ټولی نړۍ خره تَرَوم او د یو وړوکی افغان پتوګه می دا آرزو درلوده او دا آرزو لرم چی د ډیورڼډ منحوسه کرښه باید په رسمیت وپېژندل سی. که دا منحوسه کرښه په رسمیت پېژندل سوې وای ممکن د پنجاب خیرن لاسونه هم زموږ د وطن څخه لنډ وای.
    ځینی وختونه باید د ټول بدن د ژوندی ساتلو پخاطر د بدن د یوه غړی غوڅېده وزغمل سی.

  4. Wow
    A person who established a name for himself throwing acid on school girls to disfigure permanently finally said something that make sense

  5. یو وخت مې اورېدلي وو چې د پلخشتي یو انګرېز امام چې ځان یې په پیر کرمشاه مشهور کړی وو، افغانانو ته پیغام راولېږه چې زه مسلمان نه وم او په ماپسې کړي لمونځونه مو بېرته وګرځوئ .
    افغانان معمولا څلوېښت کاله وروسته پوهیږي چې انګرېزانو دوی ته دوکه ورکړې وه ، غلطي یې ورسره کړې وه .
    اوس هم ناوخته نه ده ، دا د حکمتیار د پوهېدو او د پنجاب له خوا د غولول کېدو اعتراف کېدای شي چې زمونږ ملت نور راویښ کړي او د پنجاب په جهات او حمارتونو نور ونه غولیږي .
    ژوندی دې وي افغان باتور او مجاهد ملت . زمونږ اتله ملي او افغاني اردو دې پر پنجاب سپیو او ټالبانو باندې بریالۍ وي .

  6. واحدی صاحب ، السلام علیکم! الله پاک رب دی سرلوړی لره د وطن په هکله ډیر عالی احساس لری، وطندوست شخص یی که نیمایی افغانان ستا په شان احساس ولری قسم کوم چی دا وطن په څو میاشتو کې د ارام سا اخلی او د ترقی، اتحاد او سرلوړی خواته ځی، خو ځان سره دی احتیاط کوه. اوس ملی فکرونه او ملی تاسیسات تر ټولو زیات په خطر کی دی ای.اس. آی نه یواځې دا چی نظامی جنګ راسره شروع کړی بلکی اقتصای او فکری او تبلیغاتی جنګ یی هم راسره شروع کړی که چیری طالب چارواکی هم کابل ته راسی یو څو ورځې افغانان او دهغوی احساسات ووینی او ددی وطن هوا تنفس کړی هغوی هم بدلیږی او ښه مثبت بدلیږی بیا به داسی وخت هم راسی چی په همدی ای. اس. ای به بد رد وایی لکه اوس چی ټول په جنرال حمیدګل، قاضی حسین، جنرال یوسف او اختر پسې بد وایی او ښیرا ورته کوی داټول د تاریخی او سر لوړی افغانستان دښمنان وو. خدای دی ارام او خوشحاله لره په لیکنه دې ډیر خوښ شولو. جنرال ضا ع الحق د فلسطینیانو قتل کی تر اسراییلی صاحب منصبانو ډیر لوی قاتل و پرویز مشرف د فلسطینی مسلمانانو سره جګړه کې ډګروالی واخیسته … دا ده ددوی مسلمانی مفتیان خو یی ګوری چی مدرسو کی څه کوی؟؟

  7. گلبدین ضعیف ترین کرکتر که تا به حال دیده بودم !
    دین اسلام انسانیکه موقف روشن نداشته باشد به منافق تشییه کرده.
    خندآور این که میگن کدام کتاب نیز نوشته و آن هم در مورد اسلام ههخخخ نمیدانم چه نوشته باشد ای ظالم ههخخ !
    مقصد علاقه مندان متوجه باشند مطالعه کردن کتاب شرایطی دارد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب