جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeداسې هم شتهساینسسپیس ایکس ۵ سپوږمکۍ مدار ته لېږي

سپیس ایکس ۵ سپوږمکۍ مدار ته لېږي

تاند- سپېس ایکس د امریکا د پوځ لپاره د جي پي ایس پنځمه سپوږمکۍ د مځکې مدار ته یووړه.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، دا (GPSIII SV05) سپوږمکۍ له یوه فالکن ۹ توغندي سره، چې مخکې یې هم فضا ته سفر کړی دی، په فلوریډا کې د کیپ کاناورال له فضايي مرکزه فضا ته وتوغول شوه.

دا سپوږمکۍ د لاکهید مارتین کمپنۍ له لوري جوړه شوې ده.

اټکل کېږي چې دا سپوږمکۍ به له جي پي ایس سره وصل شي او له دې خاورینې کُرې ۱۲ زره ۵۵۰ مایله لېرې به د مځکې په مدار کې راچورلي.

بل فضايي انکشاف دا دی چې درې چینايي ستورمزلي د مځکې مدار ته لاړل.

د سکای نیوز د راپور له مخې، دا له ۵ کلونو وروسته د چین لومړنی فضايي ماموریت دی چې په کپسول کې ستورمزلي لېږي.

دا ستورمزلي د شنژو ۱۲ په نوم په کپسول کې د لانګ مارچ توغندي په وسیله مدار ته ولېږل شول.

دوی به درې میاشتې په فضا کې پاتې شي .

چین لومړی پلا په ۲۰۰۳ م کال فضا ته له سپرلیو سره کپسول واستاوه او له هغه مهاله تراوسه پورې یې ۱۴ واري فضا ته ستورمزلي لېږلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب