شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهننګرهارکې د ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله ۶ ماشومان ټپیان شول

ننګرهارکې د ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله ۶ ماشومان ټپیان شول

تاند ( سه شنبه، د سرطان ۱) د ننګرهار ولایت هسکې مېنې ولسوالۍ پاپين سیمه کې پر ماشومانو یوه ناچاوده مرمۍ چاودلې ده.

چارواکي وايي، چې دا پېښه نن ماسپښین مهال رامنځته شوې او له امله یې شپږ ماشومان ټپیان شوي دي.

د دوی په خبره ماشومان په درېيو کورنیو پورې اړه لري او اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

چارواکي وایي، دا مرمۍ هغه مهال پر ماشومانو چاودلې کله چې دوی پرې لوبې کولې او مرمۍ یې په تېږو ټکولې ده.

په ورته وخت کې روغتیايي مسوولان هم مني، چې د چاودنې له ځایه ورته ۶ ټپې ماشومان ور وړل شوي دي.

د ننګرهار هسکه مېنه یو له هغو ولسوالیو څخه ده، چې څه موده وړاندې په کې د داعش ، طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ درنې جګړې تېرې شوې.

د یادونې ده، چې له دې وړاندې د دې ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې هم ورته پېښه رامنځته شوې وه او له امله یې د یوې کورنۍ ۷ ماشومان ټپيان شوي وو.

په ورته وخت کې ملګري ملتونو هم په افغان جګړه کې د ماشونو پر مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې ده.

د یاد سازمان د کلني راپور له مخې په تېر ۲۰۲۰ کال کې د جګړو له امله ۷۶۰ افغان ماشومان وژل شوي او ۱۸۵۹ نور بیا معلول شوي دي.

د سرچینې په راپور له مخې ۱۹۶ ماشومان د جګړې لوریو او په قصدي دول د طالبانو له لوري ۱۷۲ ماشومان په جګړه کې کارول شوي دي.

بل لورته بیا د بشري حقونو سازمان هم له افغان دولت نه غوښتنه کړې، چې هغه سلګونه ماشومان چې د دولت ضد ډلو سره یې د اړیکې په تور نیولي خوشې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب