جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهوحید عمر: د طالبانو بریدونه اوج ته رسېدلي؛ تر دې زیات څه...

وحید عمر: د طالبانو بریدونه اوج ته رسېدلي؛ تر دې زیات څه نه شي کولی

تاند (سه شنبه د سرطان ۱) په ستراتېژیکو چارو کې د ولسمشر اشرف غني سلاکار وایي چې طالبانو په تېره یوه میاشت کې یو ځل بیا خپله اصلي څېره خلکو ته روښانه کړه او ثابته یې کړه چې په دوی کې هېڅ تغیر نه دی راغلی.

وحید عمر نن په کابل کې یوې ناستې ته د خبرو پر مهال وویل چې وسله وال طالبان اوس هم د انساني حقونو په ګډون هیڅ کومې ازادۍ ته ژمن نه دي.

نوموړي وویل د طالبانو جګړې خپل مشروعیت بایللی دی او اوس دا ټولو ته څرګنده ده چې دغه ډله د افغانستان له ملت، تاسیساتو او پرمختګ سره دښمني لري.

هغه د طالبانو له لوري د اسلامي نظام جوړېدو غوښتنې ته په اشارې وویل چې د ملا برادر په ګډون د دغې ډلې هیڅ مشر هم له اسلامي نظام څخه واضح تعریف نه لري او دا قیاس کېدلی شي چې له اسلامي نظام څخه د دغې ډلې تعریف تیارو ته بیا ستنېدل او له پرمختګه د خلکو منع کول دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د مشر سیاسي مرستیال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د تېرې یکشنبې په ورځ/ د جوزا ۳۰مه/ وویل چې دوی په افغانستان کې د ثبات او سولې راوستو ته ژمن دي او ددې تر څنګ یې ستره موخه په افغانستان کې د یوه اسلامي نظام جوړول دي.

نوموړي په یوې خپرې کړې لیکنه کې وویل چې افغان ولس د یوه خپلواک او باثباته افغانستان لپاره له څو لسیزو راهیسې قرباني ورکوي او د ده په ټکو چې “د افغانستان اسلامي امارت” نور نه غواړي روانه جګړه وغځېږي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي، د دوحې په خبرو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی

خو د ولسمشر سلاکار نن زیاته کړه، طالبان غواړي پر قبرونو واکمني وکړي او له دې پرته بل هیڅ هدف نه لري.

وحید عمر وویل چې اوس د طالبانو بریدونه اوج ته رسېدلي او دده په ټکو چې له دې وروسته هېڅ هم نه شي کولی.

د وحید عمر په خبره، که چېرته طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي نو نه یوازې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو بلکې د ځینې سیمو په څېر به د افغان ولس له توند غبرګون سره مخامخ شي.

بلې خوا د امریکا د دفاع وزارت د طالبانو وروستیو بریدونو او پرمختګونو ته په کتو او د افغان ځواکونو ملاتړ ته په اشارې وايي چې ښايي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو بهیر ورو شي.

پنټاګون: د طالبانو بریدونو ته په کتو به د سرتېرو د ایستلو بهیر ورو شي

1 COMMENT

  1. vahid sahib salmoalikum;
    we afghans are in war with PAKISTAN. .
    ASK AFGHAN NATION FOR HELP TO SUPPORT AFGHAN FORCE.
    we have to defense from our land.
    ZENDAA BAAD GREAT AFGHANISTAN
    THANK YOU
    razmohammed kamawal

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب