شنبه, مې 18, 2024
Home+پر غیر اسلامي تصوف باندې د اسلامي تصوف لوړاوی

پر غیر اسلامي تصوف باندې د اسلامي تصوف لوړاوی

لیکوال: سراج احمد حبیبي

د اسلام د مبارک دین تر څنګ په نورو ادیانو کې هم تصوف، خدای پالنه او زهد شته؛ ځکه د هر ګروهمن انسان دا ځانګړنه ده، چې د الهي عذاب څخه د ژغورنې لپاره د لارو په موندنو پسې سرګردانه وي. د دوی همدغه د ځان ژغورنې هڅې او کوښښونه د دې لامل کېږي چې هغوی یو ډول انزوا او ګوښه‌ نشینۍ ته مخه کړي، دا انزوا او ګوښه نشیني یې پر خپل ځای بیا د تصوف او خدای پالنې لپاره یو اصل او بنیاد ګرځي.

له نېکه مرغه چې په اسلامي تصوف کې مسلمان صوفیان دا چاره د اسلام د مبارک دین له اصولو او پرنسيپونو سره سمه ترسره کوي او د خپلې دې چارې د ترسره کېدو لپاره د الهي کلام او مبارکو احادیثو ارشاداتو ته د لومړيتوب حق ورکوي، خو د نورو ادیانو په تصوف کې بیا صوفیان دا چاره یا د خپل ذوق او سلیقې له مخې او یا د ځينو الحادي فلسفو د نظریاتو تر سیورو لاندې تر سره کوي.

پر همدې اساس ډېری وخت د نورو ادیانو صوفیان انزوا او رهبانیت ته مخه کوي، دوی خدای تعالی ته د رسېدو لپاره یوازې او یوازې همدا د رهبانیت او انزوا لاره غوره ګڼي، خو د اسلام په مبارک دين کې بیا له لویه سره رهبانیت او انزوا ته هیڅ اجازه نشته، د رسول اکرم (ص) ارشاد دی چې: “لا رهبانیة فی الاسلام” یعنې په اسلام کې رهبانیت نشته.

مثلاً په یوناني تصوف کې چې بنسټ یې(آرفیس) په شپږمه مخزېږدې پېړۍ کې ایښی، ډېر تاکيد پر همدې رهبانیت او انزوا شوی دی، حتی د همدې رهبانیت او انزوا له امله د دوی افکار په ټولنه کې دود هم نه شول.

په یهودانو کې بیا حقیقي تصوف هغه وخت دود شو، چې مذهبي مشرانو یې په سکندریه کې یوناني فلسفه ولوسته( ۲: ۳۶) یعنې د دوی تصوفي او عرفاني افکار د همدغه یوناني فلسفې څخه راوتلي برېښي.

د چینايي تصوف هم لومړۍ دوره هله پیل شوه، چې ځینې چینایان د خپل وخت له ټولنیزو او سیاسي حالاتو او ګډوډيو پوزې ته راغلل او غرونو ته په ختو یې راهبانه ژوند ته لاس واچاوه.( ۲:  ۳۸)

له دې پرته پورته مو دا خبره هم وکړه، چې د نورو ادیانو متصوفین ډېری وخت د خپل ذوق او سلیقې له مخې خپلو ځانونو ته تصوفي لاره او روش ټاکي، خو مسلمان متصوفین بیا د خپل هغه پير یا مرشد تر لارښوونې لاندې چې په شریعت او طریقت دواړو کې پوهه لري، په یوه طریقه کې خپل الهي سیر ته دوام ورکوي، چې په دې سره د ژوند په ټولو ترږمیو کې هم خپله پير او مرشد د دوی د لارې مشال وي او هم د هغه لارښوونې.

د اسلام او د نورو ادیانو د تصوف ترمنځ ځینې مشابهتونه هم شته، مثلاً د نفس قابو کول، بشریت ته خدمت کول، ټولمنلي اخلاقي اصول مراعاتول، د هستۍ د آر حقیقت د موندلو لپاره هڅې کول، د ټولو انسانانو او حیواناتو سره بې سارې خواخوږي لرل او داسې نور.

د نامتو امریکايي ارواپوه ویلیام جیمز پر قول د تصوف د دې ټولو لارو او طریقو ترمنځ لاندې څلور مشترک خصوصیات لیدل کېږي:

۱ـ انسان چې د تصوف له مسیر څخه کوم معرفت ته رسېږي، هغه الهامي معرفت دی، نه استدلالي. پر همدې اساس په هر ډول تصوف کې معرفت او د حق پېژندنه د باطني احوالو په مرسته صورت مومي، نه د عقلي استدلال او منطق پر مټ.

۲ـ د دغه احوالو توصیف او تعبیر ناشونی دی او موږ نه شو کولای چې د الفاظو او کلمو په قالب کې یې ترجماني وکړو. ځکه د دغو باطني احوالو تفسیر او تعبیر په سالم ضمیر او وجدان سره کېږي، په الفاظو کې یې نورو ته په دقیقه توګه وړاندې کول هیڅ امکان نه لري. مګر دا چې ځینې قراردادي کلمې ورته پور واخلو، خو لکه څرنګه چې څرګنده شوې ده، مستعارې کلمې هم نه شي کولای چې یو حقیقت په بشپړه توګه نورو ته څرګند کړي.

۳ـ عرفان او وجداني ادراک ژر له منځه تلونکی دی او تر ډېره له صوفي سره نه پاتې کېږي، د پیغمبرانو علیهم السلام د معجزو غوندې نه دی، چې همېشه او د رسالت تر پایه پورې یې په اختیار کې وي. صوفي نه شي کولای چې هغه ادراک چې د کشف، شهود او باطني عرفان له لارې یې تر لاسه کړی وي، له ځانه سره وساتي او یا یې هر چېرته یوسي. مګر له شک پرته د هغه باطني وارداتو اغېز د صوفي پر شخصیت ژور او تلپاتې دی او دا واردات کولای شي چې د صوفي شخصیت ته وده ورکړي.

۴ـ بله ځانګړنه د دې باطني الهاماتو دا ده، چې صوفي نه شي کولای چې دا ډول حالات او کیفیات په خپله خوښه پر ځان راولي، بلکې مخکې له مخکې صوفي ترې هیڅ خبر نه وي او د برق غوندې یې له شعور څخه تېرېږي او په لاشعور کې یې د یوې تلپاتې تجربې په توګه ځای نیسي او د هغه پر شخصیت او روان باندې خپلو اغېزو ته دوام ورکوي.( ۳:  ۲۳، ۲۵)

خو د بیوک له قوله بیا هر تصوف، په هر حالت، فرهنګ او جغرافیه کې چې وي، دا لاندې اووه ځانګړتیاوې لري:

۱ـ ذاتي باطني نور.

۲ـ اخلاقي لوړوالی.

۳ـ عقلي اشراق.

۴ـ د تازه والي احساس.

۵ـ له مرګ څخه وېره نه کول.

۶ـ د ګناه احساس نه کول.

۷ـ ناڅاپه او یو په یو د باطني حالاتو او کیفیاتو راتلل.( ۳:  ۲۵)

 د دې سره سره له بده مرغه زموږ ډېری څېړونکي او د اسلامي تصوف علمبرداران دا فکر کوي، چې تصوف او عرفان یوازې او یوازې د اسلام له سپېڅلي دین سره غاړه غړۍ دی، خو له دې نه دي خبر چې په هر مذهب، دین او ګروهه کې یې څرکونه له ورایه څرګندېږي.

دا چې تصوف ولې د نړۍ په ټولو ادیانو او مذاهبو کې مشترک دی او ولې د هر هېواد خلکو د خپل مذهب او مشرب سره سم اختیار کړی دی؟ د دې په ځواب کې د پښتو غزل پلار ارواښاد امیر حمزه شینواری وایي چې:

“انسان د شیانو په ظاهري صورت نه قانع کېږي، د هغه فطري تجسس د شیانو باطن ته د کوزېدو هڅه کوي او د شیانو د غایت او مقصدیت لټون کوي، ځکه چې د شیانو حقیقت د هغو غایت او مقصدیت وي او په دې سلسله کښې د انسان ذهن د شیانو د ماهیت معلومولو نه پس د کائناتو فاعلي علت یا حقیقت کبری ته متوجه کېږي. لیکن د دې نه آګاهو د فلسفې او سائنس لار هم یو داسې ځای ته را ورسي، چې هلته ورسره تصوف هم ملګری شي. ځکه صوفیان وایي چې “اللهم ارناالاشیاءکماهی” یعنې ای الله مونږ ته شیان داسې ښکاره کړې، څرنګه چې په حقیقت کښې دي او هم دا تحقیق او تدقیق د فلسفې او سائنس هم دی، نو ځکه تصوف د عالم د هرې برخې په انسانانو کښې موجود دی او د هر ملک انسانانو د خپل مذهب او مشرب سره سم اختیار کړی دی او دا خو ښکاره ده چې انسان د یو نوع نه عبارت دی او د انسان بنیادي او فطري غوښتنې بېخي یو شان دي، نو ځکه په تصوف کښې ځینې عقاید په ټولو کښې مشترک راغلي دي. “(۱:  ۱۲۵، ۱۲۶)

اخځلیکونه

۱ـ شینواری، امیر حمزه.(۲۰۱۳). غنچک. د کلیم شینواري تحقیق، ترتیب او تدوین. پېښور: آریانا خپرندویه، ډهکي نعلبندي.

۲ـ ښکلی، اجمل.(۱۳۹۴). تصوف او ادب. ننګرهار: مومند خپرندویه ټولنه.

۳ـ مخلص، عبدالروف.(۲۰۱۳). تصوف و عرفان از لانه های ظهور تا کرانه های هبوط. جامي. هرات: پوهنتون جامي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب