شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهامریکايي پلاوي په افغانستان کې د ترکیې د رول پر سر د...

امریکايي پلاوي په افغانستان کې د ترکیې د رول پر سر د خبرو لپاره ترکیې ته ځي

تاند(چهارشنبه، د سرطان ۲) پنتاګون پرون (سې شنبه) تایید کړه چې یو امریکايي پلاوی روانه اوونۍ انقرې ته ځي چې په افغانستان کې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر په امنیت کې د ترکیې د رول د نهايي کېدو په اړه له تُرک چارواکو سره خبرې وکړي.

د  لوېدیځو رسنیو د راپور له مخې، پینتاګون نه دي ویلي چې په دې پلاوي کې به کوم امریکايي چارواکو ګډون ولري خو د ترکیې دفاع وزارت وویل چې دا پلاوی په اصل کې یو تخنیکي پلاوی دی او ټاکل شوې ده چې سبا (پنجشنبه) انقرې ته ورسېږي.

دغه وزارت همدا راز ویلي، په افغانستان کې د حامد کرزی نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتنې موضوع د امریکايي پلاوي د خبرو اصلي موضوع ده.

د پنتاګون ویندوی جان کربي وویل«ترکیې منلې ده چې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتنې مسوولیت په غاړه واخلي. خو لا هم ځینې جزییات شته چې باید پرې خبرې وشي او باید ډېر نور کار وشي.»

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سلفیان د تېرې جمعې په ورځ په بروکسل کې د امریکا او ترکیې د ولسمشرانو له کتنې وروسته د دواړو خواوو د موافقې اعلان وکړ.

ده وویل«ښاغلي بایډن او ولسمشر اردوغان موافقه وکړه چې په ګډه به کار وکړي چې دا کار وشي.»

ښاغلي سلفیان دا هم وویل چې دوه پلاوي به وګومارل شي چې د دې ماموریت په لړ کې د ترکیې اړتیاوې وارزوي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مخکې ویلي و چې که مالي مرسته ورسره وشي نو هیواد یې حاضر دی چې د کابل د حامد کرزي هوايي ډګر مسوولیت په غاړه واخلي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب