جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهشهرزاد اکبر د عامه تاسیساتو ورانول او پر اسیرانو ډزې له دیني...

شهرزاد اکبر د عامه تاسیساتو ورانول او پر اسیرانو ډزې له دیني اساساتو سره په ټکر کې وبلل

تاند (یکشنبه د جوزا ۳۰) د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دې هېواد کې د تاوتریخوالي او ټولګټو تأسیساتو د ورانولو دوام، د یوه هېواد د ورانولو لپاره جګړه وبلله.

د دې کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر پر خپل ټویټر لیکلي چې د طالبانو له خوا د عامه تاسیساتو د ورانولو، پر اسیرانو ډزې او د ولسوالیو اقتصادي محاصره هغه اعمال دي چې په ښکاره له دیني اساساستو او نړیوالو بشر دوستانه حقوقو سره په ټکر کې دي.

نوموړې وايي، د دغو اعمالو دوام په افغانستان کې د انساني منابعو او په بشپړه توګه د عامه تاسیساتو د ورانولو ښکارندویي کوي.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې ښیي وسله وال د فراه د اناردرې ولسوالۍ ودانۍ ورانوي.

د یادې ودانۍ د نړېدو په هکله په ټولنیزو رسنیو کې ډېر شمېر افغانانو هم غوسه ښکاره کړې ده.

د امنیتي چارواکو په وینا چې وسله والو طالبانو د اناردرې ولسوالي له نیولو وروسته په دې ولسوالي کې دولتي ودانیو ته بمونه او چاودېدونکي مواد کېښودل او ویجاړې کړې.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ څه وخت مخکې وویل چې دې ډلې تر اختر یوه ورځ مخکې د میدان وردک د نرخ ولسوالي امنیه قومانداني او د ولسوال دفتر هم په بمونو الوزولي وو.

د طالبانو مشر ملاهیبت الله اخوندزاده څو ځلې په خپلو پیغامونو کې ویلي چې ډله به یې نه یوازې دا چې عام المنفعه تاسیسات نه ورانوي بلکې ساتنه به یې هم کوي.

خو افغان چارواکي وايي چې په وروستي یو کال کې طالبانو د پُلونو، پُلچکونو، سړکونو، ښوونځیو او په ځینو مواردو کې د کلینیکونو د ودانیو نړولو ته زور ورکړی دی.

طالبانو ترا وسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو په تېر کې یې ویلي و چې ټولګټې تاسیسات نه ورانوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب