جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهننګرهارۍ مېرمنې: لومړی دې اوربند او بیا دې د سولې خبرې پرمخ...

ننګرهارۍ مېرمنې: لومړی دې اوربند او بیا دې د سولې خبرې پرمخ یوړل شي

تاند ( یک شنبه، د جوزا ۲۳) د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې یو شمېر مېرمنو  د نظام، امنيتي ځواکونو او سولې په ملاتړ سوله ييز لاريون ترسره کړ.

د لاریون ګډونوالو مېرمنو له ځانه سره د نظام او سولې په ملاتړ شعارونه لېږدول.

دوی په یوه غږ سره  له نظام او امنيتي ځواکونو د ملاتړ غږونه کول او له وسله والو طالبانو يې وغوښتل چې جګړه ودروي او د سولې لار غوره کړي.

لاریونوالو مېرمنو وویل: «مونږ د خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ کوو او ترڅنګ يې ولاړ يو، دوی دي چې مونږ يو، مونږ سوه غواړو او جګړه دې ژر تر ژره ودرول شي.»

ننګرهاریو مېرمنو دغه راز د ژر اوربند غوښتنه هم کوله.

دوی د جګړې له ښکېلو خواو وغوښتل چې لومړی اوربند او بيا د سولې خبرې پرمخ  يوسي ترڅو د افغان وژنې مخنیوی وشي.

ننګرهارکې مېرمنې داسې مهال سوله ییز لاریون کوي، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې جګړې تر بل هر وخت زور اخیستی او په کې د جګړې د ښکېلو لوریو ترڅنګ ولسي خلکو ته هم ډېره مرګ ژوبله اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب