سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهملګرو ملتونو د بین الافغاني مذاکراتو د چټکتیا غوښتنه وکړه

ملګرو ملتونو د بین الافغاني مذاکراتو د چټکتیا غوښتنه وکړه

تاند ( پنجشنبه، د جوزا ۲۱ مه ) ملګري ملتونه وایي باید په لوړه کچه د افغانستان د سولې خبرې چټکې کړل شي.

دا څرګندونې په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز د ملي مصالحې عالي شورا له رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې کړې دي.

د ملي مصالحې عالي شورا وایي چې اغلې لاینز ټینګار وکړ چې روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی او باید د سولې خبرې چټکې کړل شي.

د هغې په خبره ددې جدي اړتیا ده چې په لوړه کچه د سولې خبرې چټکې کړل شي او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره اغېزناک ګامونه اوچت شي.

ورته مهال اغلې لاینز د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره هم کتلي دي.

له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملګري ملتونه به په افغانستان کې خپل ماموریت ته ادامه ورکوي او هڅه کوي د سولې په راتګ کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

خبرپاڼه وایي، لاینز په افغان سوله کې د سیمې د هېوادونو همکاري هم اړینه بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې وسلوالو طالبانو دې وروستیو کې جګړو ته شدت ورکړی او د دواړو لوریو ترڅنګ پکې د ملکي خلکو د درنو مرګ ژوبلو راپورونه ورکول کیږي.

عام خلک له حکومت او طالبانو غواړي چې نور له جګړو ستړي دي او د سولې خبرې دې چټکې شي.

په قطر کې چې له ډېره وخته د بین الافغاني مذاکراتو لړۍ په ټپه ولاړه وه تېره ورځ تر اوږدې مودې وروسته د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي پر افغان سوله غږېدلي.

د افغان حکومت او طالبانو ویاندویان وايي چې په دې غونډه کې د سولې روانې پروسې پر چټکتیا او د مذاکراتو د دوام لپاره د اجنډا پر موضوعاتو خبرې شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب