جمعه, مې 17, 2024
Home+پي اېس اېل: د راشدخان ښې لوبې لاهور لوبډله بریالۍ کړه

پي اېس اېل: د راشدخان ښې لوبې لاهور لوبډله بریالۍ کړه

تاند ( پنج شنبه، د جوزا ۲۰) د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په ۱۵مه لوبه کې لاهور قلندرز لوبډلې ،اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې ته ماته ورکړه.

دا لوبه چې تېره شپه ترسره شوه په کې افغان لوبغاړي راشدخان په زړه پورې لوبه ترسره کړه او خپله لوبډله یې بریالۍ کړه.

په دې لوبه کې لاهور پچه وګټله او اسلام اباد ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

اسلام اباد په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۳ منډې وکړې.

فهیم اشرف ۲۷ او عثمان خواجه ۱۸ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

لاهور لپاره بیا فولکنر ۳، احمد دانیال او حارث روف ۲-۲ ویکټ واخیستې او راشد خان بیا په ۴ اورونو کې د ۹ منډو په ورکړې ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

لاهور قلندرز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو هدف پوره کړ او د ۵ لوبغاړو په شتون کې یې بریا خپله کړه.

سهیل اختر ۴۰، محمد حفیظ ۲۹ او ټیم ډیویډ ۲۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.

خو افغان لوبغاړي راشدخان  په وروستي اور کې په ۵ توپونو ۱۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د اسلام اباد له خوا حسن علي ۲ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه راشد خان ته ورکړل شوه.

د روانو لوبو په لړ کې نن د کراچۍ کېنګز  او ملتان سلطانز لوبډلې سره لوبېږي او دغه راز لاهور قلندرز او پېښور زلمي لوبډلې سره لوبېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب