جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا له افغانستان سره ۲۶۶ ملیون ډالره بشري مرسته اعلان کړه

امریکا له افغانستان سره ۲۶۶ ملیون ډالره بشري مرسته اعلان کړه

تاند(شنبه، د جوزا ۱۴) د امریکا متحدو ایالتونو پرون (جمعه) له افغانستان سره ۲۶۶ ملیون ډالره بشري مرسته اعلان کړه.

د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) وویل، دا مرسته د هغو افغانانو لپاره ده چې په اوس وخت کې له شدیدې غذايي ناامنۍ سره مخامخ دي.

د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې په وینا په دې مرسته کې ۱۵۷ ملیون ډالره د دوی له لوري ورکول کېږي او په مجموع کې امریکا په ۲۰۲۰ مالي کال کې افغانستان ته تر ۵۴۳ ملیون ډالره زیاته بشري مرسته ورکوي.

امریکا دا مرسته په داسې حال کې اعلان کړه چې افغانستان په یوه حساس پړاو کې دی او د بشري مرستو اړتیا خورا زیاته شوې ده. پر جګړو او له کبله یې د لکونو افغانانو د بې ځایه کېدو او کورونا وایرس ترڅنګ د افغانستان یو شمېر سیمې یو وار بیا سختې وچکالۍ ځپلي دي.

د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې له خبر سره سم، د مرستې نننی اعلان له افغانستان او افغانانو سره د متحدو ایالتونو د تلپاتې مشارکت دوام دی او له دې سره له ۲۰۲۰ کال راهیسې افغانستان ته د امریکا د بشري مرستو اندازه ۳ ملیارده او ۹۰۰ ملیون ډالرو ته رسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب