Homeخبرونهعمران خان وايي، پاکستان نور په افغانستان کې ستراتیژیک عمق نه غواړي

عمران خان وايي، پاکستان نور په افغانستان کې ستراتیژیک عمق نه غواړي

تاند(شنبه، د جوزا ۱۴) د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي چې د ده حکومت په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق د څو لسیزو پالیسي او په افغانستان کې د «دوست» حکومت د لرلو تګلاره بدله کړې ده.

په کابل کې د پاکستان سفارت تاند ته په راستولې خبرپاڼه کې د ښاغلي عمران خان په قول ویلي«د افغانستان هر حکومت چې د خلکو له لوري غوره شوی وي او له پاکستان سره معامله کولی شي، پاکستان باید په افغانستان کې د انحصار هڅه ونه کړي.»

  عمران خان ویلي«د پاکستان پخوانۍ پالیسي دا وه، کله چې وېره وه چې که په افغانستان کې د هند نفوذ زیات شي، بیا پاکستان په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق غوښتنه کوله ځکه چې پاکستان نه غوښتل چې د دښمن افغانستان او دښمن افغانستان ترمنځ چخڼي شي، نو دا د پخوانیو حکومتونو پالیسي وه. زما حکومت احساس کوي چې دا زړه پالیسي ده او نور نه چلېږي. موږ په افغانستان کې ستراتیژیک عمق نه غواړو.»

د پاکستان د سفارت په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي«پر پاکستان له اوږدې مودې راهیسې تور دی چې طالبانو او د هغو مشرانو ته یې پناه ورکړې، په ۱۹۹۶ کې یې واک ته د هغو له رسولو سره مرسته وکړه او حتي د امریکا په مشرۍ د بهرنیو پوځیانو پر ضد په جګړه کې یې له هغو سره مرسته وکړه.»

د پاکستان د سفارت خبرپاڼه زیاتوي«صدراعظم عمران خان وویل چې د افغانستان سوله د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ډېر تړاو لري چې د روغې جوړې لار هواره کړي او د نورو وینو بهیونو مخه ونیسي.»

زلمي خلیلزاد په ځلونو پر طالبانو غږ کړی چې جګړه ودروي او د افغانستان له حکومت سره د سولې په اړه خبرې وکړي خو تراوسه پورې د ده هلوځلو نتیجه نه ده ورکړې.

عمران خان اوس ستونزه دا ده چې امریکا د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان کړی او له دې سره طالبان داسې احساس کوي چې دوی جګړه ګټلې ده. نو چې دوی احساس کوي چې جګړه یې ګټلې، ګرانه ده چې د خبرو مېز ته حاضر شي او سیاسي روغه جوړه ومني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...