سترګي يې پټي کړې د ښيي لاس د شهادت ګوته يې د جينۍ په تندي کېښوده شونډي ښورول يې پيل کړل ورسره ورو ورو يې په ږيره کي د کيڼ لاس ګوتې هم وهلې، چي وروسته يې د جينۍ په مخي دوه ځلي ورچوف کړل. بيا يې د جينۍ سره راغلي کس ته چي په مخكي يې له ليري پرېښاني ښکارېده سپېره اوښتى او شونډو يې وچ پتري نيولې وو مخ ورواړوو انشاالله چي خداىﷻ به يې شفاه وکړي. زه به يو تعويذ او يوڅه څاښتونه هم دروليکم، تعويذ دي په غاړه کړي او څاښتونه دي په اوبو کي نري کړي د هر لمانځه نه وروسته دي درې درې غوړپونه کوي.
جينۍ د خيرن پړوني پلو په مخ راکښ کړ دا ټپه يې له ځانه سره ورو وويله:
په تعويذونو نه رغېږم
که د تعويذ په ځاى ملا په غاړه کړمه،
ملا په جينۍ ږغ کړ ورشه له هغه نورو ښځو سره په انتظارخونه کي کښېنه، زه دي پلار ته تعويذ او څاښتونه ورليکم انشاالله چي خداىﷻ به دي شفاه ورسره وکړي.
جينۍ ولاړه شوه په ماتو قدمونو د انتظارخونې خوا ته ولاړه.
ملا بيا سړي ته مخ ورواړوو مرګي پېرى يې ده، خو له دم سره به ډير پام کوئ چي قضاه يې نه کړئ هر وخت چي خلاص شو جينۍ به بيا راولې چي دم دوامداره وي.
سړي د هو په ډول سر وښوراوه. ملا د سپين کاغذ مخته قلم ونيو ښه ګړۍ يې ليكل باندې وکړل د کاغذ مخ له ډيرو ليکلو توره بڼه خپله کړه، بيا يې بياتي ورته ونيوله کاغذ يې څو ټوټې کړ. له ټوټو څخه يې يوه ټوټه سره غبرګه کړه د مثلث په ډول يې جوړ کړ. نور کاغذان يې سره سم کړل سړي ته يې د ځان تر څنګ په مځكه لاس کېښود دلته راشه؟
سړى په منډه له ځايه ولاړ شو د ملا تر څنګ کښېنست، ملا سره سم کړي کاغذان ورته ونيول له دغو څاښتونه به نن يو څاښت په اوبو کي واچوې او درې ورځي دې د هر لمانځه نه وروسته درې درې غوړپونه کوي، کله چي د دې درې ورځي پوره شي بيا به دا بل څاښت په اوبو کي واچوي او درې ورځي به له لمانځه وروسته غړوپونه ورنه کوي همداسي دا نور هم. د مثلث په ډول جوړ شوى کاغذ يې ورته ونيو او دا تعويذ دي په پنځو سپنو جامو کي وګنډي په سر دي يوه زرغونه جامه ورکړي بيا دې په غاړه کړي، انشاالله چي خداىﷻ به روغتيا ورکړي.
سړي تعويذ او څاښتونه راوخستل د ملا تر ګدېله يې يو څه روپۍ لاندي کړې، په لاسونو يې شونډي ورکېښودې خداى پاماني يې ورنه واخسته ولاړ شو، لور ته يې ورږغ کړ هوږۍ زويه راځه؟
هغه په ټکري کي نغښتې راووته يواځي غټې غټې سترګي يې ښکارېدې نوره ټوله پټه وه، په پلار پسې په ماتو قدمونه شوه.
کورته راغله زړه نازړه يې د ملا څاښتونه غوړپول، په ځان ښه پوهيده چي بې له هغه چا چي زړه يې ورته زخمي کړى نه جوړيږي، د مور پلار هم ډير ورباندې پام وو چي څاښت قضاه نه کړي او رنځ يې لا نور هم اوږد نه شي. د هر لمانځه وروسته به يې ورته ويل. هوږۍ لکه خپله مينه چي يې په زړه کي پټه ساتلې په هکله يې خپله مور لا نه وه خبره کړې، نو د ميني د پټولو لپاره يې هر څه کول. او په دې پوهيدله که خپل د زړه حال هم ووايي کومه پايله نلري، لومړى خو يې مور او پلار ورته قهريږي که هغه ورته ونه قهريږي بيا دا ډيره ناشونې ده چي دوى د هلک مور يا پلار ته ووايي چي لور دي زوى ته درکوو، ځکه دا د پښتنو په کليوالو سيمو کي يو پېغور بلل كېږي. هوږۍ يوازي دړدونه زغمل خو دړدونو يې ګونه الوزولې وه چي مور پلار ورباندې ډير زورېدل هغوى به ملايانو ته بيوله، يو خو به د ملايانو شکرانه لږ وه، بل ملايانو هم هڅه کوله چي خلک له ډاکټره راوګرځوي او ددوى په څاښت او تعويذ باور وکړي. نو هوږۍ به پلار د ډاکټر په ځاى ملا ته بيوله چي يوه ورځ له ماپښين وروسته ډيره په درد شوه دا ځل يې مور پلار هڅه وکړه چي د ملا په ځاى يې ډاکټر ته بوځي، د ولسوالۍ ډاکټر ته ولاړو هغه ورته د ولايت د تګ مشوره ورکړه چي دلته اسانتياوي نشته ښه به وي چي ولايت ته ولاړ شئ، موټر يې په کرايه کړ ماښام ناوخت ولايت ته ورسېدل، ډاکټر وکتل پوهى شو چي هوږۍ د پېري نه بلکې د زړه ناروغي لري، هغه ورته د اي سي جي کولو وويل کله چي يې اي سي جي ترسره شوه پوهى شول چي مرګي پېرى يې نه وو، بلکې د زړه رنځ يې درلود او دا يې دويم ځل وو چي د زړه دوره ورباندې ورغلې وه، خو ډاکټر د يوې مياشتي درمل ورته وليکل او ډاډ يې ورکړ چي خداىﷻ به ورسره روغتيا ورکړي.
کورته راغلل مياشت لاپوره نه وه چي څاښت مهال د جومات په سپيکر کي اعلان وشو،
“د باران لور په حق رسېدلې ده، د ماپښين له لمانځه وروسته يې جنازه ده، په جنازه کي يې ګډون وکړئ او ثواب الدارين حاصل کړئ”.
پيتاوي ته پرتو سپينږيرو سرونه سره راپورته کړل پټوګان يې له مخه ليري کړل، اعلان ته زير شول.
کله چي اعلان پاى ته ورسېد، د يوه ږغ شو خداىﷻ دې وبخښي دا يې لکه چي هغه لور ده کومه چي مرګي پيري نيوله؟
د بل ږغ شو، ښه ده! له زحمته خلاصه شوه، مور او پلار يې هم ډير ورسره په زراره وو، او چا ورنه واده کوله هم نه.