شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهخوست کې د ۴۲ روغتیايي کلینیکونو او مراکزو مسؤلینو کاربندیز اعلان کړ

خوست کې د ۴۲ روغتیايي کلینیکونو او مراکزو مسؤلینو کاربندیز اعلان کړ

تاند (یکشنبه د جوزا ۲) د خوست د مرکز او ولسوالیو د ۴۲ روغتیايي کلینیکونو او مراکزو مسؤلینو د عامې روغتیا وزارت له لوري د دوی د معاشونو د نه ورکولو په غبرګون کې کاربندیز اعلان کړی.

دوی وايي، له څلورو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ورکول شوي او له ۲۹ میاشتو راهیسې يې، قراردادي مؤسسې سره خپل پاتې شل سلنه معاشونه هم نه دي ترلاسه کړي.

د خوست د روغتیايي کلینیکونو د مسؤلینو په خبره، دوی ته د خراب کیفیت لرونکي درمل ورکول کیږي او دغه راز په تېرو ۱۵ کالونو کې د دې ولایت کلینیکونو او روغتیايي مرکزونو هېڅ ارتقاء نه ده کړې.

اعتصاب کوونکو ډاکټرانو، چې د عامې روغتیا ریاست دروازه یې قلف کړې وايي، که غوښتنې یې ونه منل شي د ولسوالیو کلینیکونه به هم وتړي او د پارلمان مخې ته به پرلت ووهي.

د ډاکتر صدیق الله منیب په خبره، په نورو ولایتونو چې دی د بېلګې په توګه بامیان یادوي وايي، په هره ولسوالۍ کې روغتونونه شته، خو په خبره یې چې د ټول خوست په سطحه ولسوالۍ یو روغتون هم نه لري.

نوموړي زیاتوي چې له تېرو درېیوو کلونو راهیسې د دوی پنځه سلنه معاش هم نه دی لوړ شوی.

د خوست دغه اعصتاب کوونکي ډاکتران وايي چې د دې ولایت نفوس ته په کتو په کمه اندازه درمل ورلېږل کېږي چې د ناروغانو اړتیا پرې نه پوره کېږي.

د علي شیرو ولسوالۍ د روغتیايي کلینیک مسؤل محمد شېرین محمودي وايي،  دوی خپلې غوښتنې څو-څو ځلې د عامې روغتیا ریاست او اړوندې مؤسسې سره شریکې کړي، تر څو د دوی معاشونه ورکړي، مګر هېڅ عملي اقدام نه دی شوی.

خو د خوست د عامې روغتیا مسؤلین بیا وايي چې د دوی ستونزې يې د عامې روغتیا له وزارت سره شریکې کړي او په څو ورځو کې به د معاشونو ستونزه حل شي.

د عامې روغتیا رئیس ډاکټر حبیب شاه انصاري په خبره چې د ډاکترانو د پاتې ۲۰ سلنه معاشونو د اجراء په هکله هم  ډاډ ورکړل شوی او هغه ستونزه هم په حلیدو ده.

حبیب شاه انصاري مني، چې تر ۵۰۰ پورې ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو خپل معاشونه نه دي اخیستي، خو په وینا یې چې د عامې روغتیا وزارت ورته د ستونزې د ژر حلېدو ډاډ ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب